راپور : عزت الله ذکي
د نوو تشكيلاتو له مخې، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت اړوند د انحصاراتو اداره د تېلو د برابرولو او توزيع په اداره اوښتې او مكلفيتونه يې كم شوي او بدل شوي دي. د كندهار د تېلو د برابرولو او توزيع يا وېشلو ادارې مرستيال خواجه صفى الله خان وايي، په تېر لمريز كال (۱۳۹۱) كې د انحصاراتو د ادارې پر ځاى د سوداګرۍ او صنايعو
وزارت په چوكاټ كې د تېلو د برابرولو او وېشلو اداره رامنځ ته شوې ده. د نوموړي په وينا، د كندهار د تېلو د برابرولو او وېشلو رياست د سوداګرۍ وزارت درېيم اداري واحد دى، چې د دولتي ادارو لپاره د تېلو د برابرولو په برخه كې په ولايتي كچه فعاليت كوي. خواجه صفى الله وايي، مخكې دغه اداره د كندهار د انحصاراتو عمومي مديريت و، خو اوس د تېلو د برابرولو او او توزيع په رياست بدله شوې ده. هغه له ټاټوبي اوونيزې سره په يوه ځانګړې مركه كې وويل: ((زموږ د ادارې مكلفيتونه اوس كم شوي دي. اوس موږ يوازي د تېلو د برابرولو او وېشلو په برخه كې فعاليت لرو.)) د سرچينې د معلوماتو له مخې، مخكې تر دې چې د بازار اقتصاد رامنځ ته شي، په هيواد كې د تېلو برابرول د انحصاراتو ادارې دنده وه، خو اوس دا چاره خصوصي سكټور پر مخ وړي او ياده دولتي اداره يوازي محدوده اندازه تېل برابروي او دولتي ادارو ته يې وېشي. د كندهار د تېلو د برابرولو او توزيع رياست دغه چارواكى وايي، د دوى اداره د كندهار د شپېتو دولتي ادارو لپاره تېل برابروي او پر وخت يې ورته توزيع كوي. هغه وايي، په ولايتي كچه يوازي د امنيه قوماندانۍ، قول اردو او ملي امنيت ادارو تېل د دوى د ادارې له خوا څخه نه برابرېږي، د پاتې ټولو دولتي ادارو لپاره دوى ښه كيفيت لرونكي تېل برابروي. خواجه صفى الله زياتوي چې اداره يې له خصوصي سكټور سره كومه ستونزه نه لري، بلكې له هغوى مننه كوي چې د تېلو په برابرولو كې ورسره مرسته كوي. ده كه څه هم په واضح ډول دا ونه ويل چې مركزي اداره ورته پر وخت د تېلو قراردادونه نه منظوري، خو له مركزي ادارې يې غوښتنه وكړه چې د دوى قراردادونه منظور كړي. نوموړى وايي: ((له مركزي ادارې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ قراردادونه منظور كړي او تېل راواستوي، تر څو موږ يې ادارو ته توزيع كړو.)) په هيواد كې د دولتي تشكيلاتو له بدلون سره د ډېرو ادارو په مكلفيتونو كې بدلون راغلى، ځيني ادارې نوې ايجاد شوې او ځيني لغوه شوې دي. دغه راز د ځينو ادارو چارې نورو ته سپارل شوې او همدا ډول ځيني چې كارونه يې له خصوصي سكټور سره موازي او د آزاد اقتصاد خلاف وو، يا خصوصي سكټور ته سپارل شوې او يا يو مخ له منځه وړل شوې دي. سره له دې چې د هيواد ځيني وګړي د آزاد اقتصاد له پالېسي څخه ملاتړ ښيي، خو ځيني بيا وايي چې دا چاره د هيواد له اوسنيو شرايطو سره په ټكر كې ده او په وينا يې، اړتيا ده چې له سره ورباندي غور وشي، خو دولت له خپل دغه پرېكړې ننګه كړې او تمه يې ښودلې چې د آزاد بازار اقتصاد به خصوصي سكټور وهڅوي چې د سالم رقابت له لارې د اقتصاد په پياوړتيا كې مهم رول ولوبوي.
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاتوبی اوونيزه