عزت الله ذکي
((كه دولت خپل وطني كرهڼيز حاصلات تقويه كړي او په لويه بيه رانيولو سره يې پر ځان تاوان يا سپسايډي ومني، نو وطني كرهڼيز حاصلات به مو وده وكړي او د نشه يي توكو كركېله به يو مخ وركه شي.)) دا خبره د كندهار د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې رئيس ګل محمد شكران د حمل/ وري مياشتي پر دوه ويشتمه نېټه
ټاټوبي اوونيزې ته په يوه ځانګړې مركه كې وكړه. د نوموړي په وينا، افغان او په تېره بيا د سوېلي ولايتونو او په ځانګړي ډول، د كندهار كروندګر طبعاً د نشه يي توكو له كركېلې سره جوړ نه دي. د ښاغلي شكران په وينا، د وطني حاصلاتو لپاره د وړ ماركېټ او امكاناتو نشتوالي او سخت اقتصادي مجبوريت كروندګر اړ كړي چې د نشه يي توكو كركېلې ته مخه كړي. شكران وايي: ((زموږ خلك مذهبي خلك دي او طبعاً يې د نشه يي توكو كركېله خوښه نه ده، خو د مجبوريت له امله يې اوس كري.)) د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې رئيس وايي، په هيواد كې د كرل كېدونكو نشه يي توكو اصلي ګټه كروندګرو ته نه، بلكې هغو كسانو ته رسېږي چې د نشه يي توكو د نړيوالې مافيا غړي دي. شكران وايي، د امنيتي وضعي له نسبي سموالي سره په كندهار كې د نشه يي توكو كركېله كمه شوې او ډاډ يې وښود، كه امنيتي ستونزه يو مخ حل شي، ښايي په كندهار كې د نشه يي توكو د كښت كچه نوره هم راولوېږي. ده د بېلګې په ډول، د كندهار ژړۍ ولسوالي ياده كړه چې د امنيت د سمون له امله پكې سږ كال د تېر كال په پرتله كم كوكنار كرل شوي دي. خو د ښاغلي شكران له څرګندونو داسي برېښېده چې يوازي د امنيتي وضعي سمون د نشه يي توكو د كركېلې د يو مخ وركولو لامل نه كېږي، بلكې په باور يې، ځينو نورو اساسي اقداماتو ته هم اړتيا ده، چې په ترڅ كې يې د كروندګرو په ژوند كې بدلون راشي او اقتصادي وضعه يې ښه شي. ګل محمد شكران وايي، د دې لپاره چې د نشه يي توكو د كركېلې ځاى ګټور كښتونه ونيسي، نو په كار ده چې د بديل معيشت پروګرامونه په پراخ ډول پلي كړل شي. ښاغلي شكران دولت ته وړانديز وكړ چې د نشه يي توكو د كركېلې د مخنيوي او د ګټورو كښتونو د تقويې لپاره د نورې نړۍ تګلاره عملي كړي. هغه زياته كړه: ((په نوره نړۍ كې دولتونه د خپلو كروندګرو وطني حاصلات په سپسايډي رانيسي، تر څو كروندګر يې له خپلو حاصلاتو څخه مطلوبه ګټه تر لاسه كړي او سالم كښت ته وهڅول شي. زموږ دولت ته هم په كار ده چې پر ځان سپسايډي ومني او وطني حاصلات رانيسي.)) د كندهار د نشه يي توكو پر ضد دغه مبارز چارواكى وايي، د دې تر څنګ دولت ته په كار ده چې كروندګرو ته اوږدمهاله قرضې وركړي، كرهڼيز سامان آلات ورته برابر كړي او په ټوله كې د هغوى د ژوند د سطحې د لوړولو لپاره كار وكړي، تر څو هغوى له هره پلوه آماده شي چې د نشه يي توكو له كركېلې سره مخه ښه وكړي. ښاغلي شكران وويل، مخكي افغان كروندګرو كوكنار نه كرل، ځكه هغه مهال يې په غنمو او نورو مثمرو كښتونو ګذاره كېدله، خو وايي، اوس چې د لګښتونو كچه لوړه شوې، مجبوراً يې د نشه يي توكو په كركېله لاس پوري كړى دى. پوښتنه دا ده چې د ښاغلي شكران وړانديز ښايي د اوږد مهال لپاره د كندهار د كروندګرو د ستونزې د اساسي حل يوه لاره وي، په لنډ وخت كې څه كول په كار دي او يا څه كول په پلان كې دي، تر څو په كندهار كې د نشه يي توكو د كركېلې اندازه راكمه شي؟ د كندهار د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې رئيس د ټاټوبي اوونيزې دغې پوښتنې ته په ځواب كې وويل چې ډېر ژر به په كندهار كې د فوډ زون پروګرام پيل شي. ده د دغه پروګرام د وضاحت لپاره زياته كړه: ((په كندهار كې د فوډ زون پروګرام پيلېږي، په اول سر كې به دا پروګرام په اوو ولسواليو كې وي او په ترڅ كې به يې د كروندګرو د ژوند د ښه كولو لپاره عام المنفعه پروژې عملي شي.)) د نشه يي توكو د كركېلې د كمولو او ګټورو بوټو ته د كروندګرو د هڅولو لپاره د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت دغه پروګرام د هيواد په ځينو نورو ولايتونو كې هم عملي شوى او ښاغلى شكران وايي، پايلې يې ډېرې ګټورې دي. د نشه يي توكو د تقاضاء كمول، د قانون انفاذ، عامه پوهاوى او بديل معيشت هغه څه دي چې د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت يې د نشه يي توكو پر ضد د روانې مبارزې د محتوا په توګه يادوي. ګل محمد شكران په خپلو څرګندونو كې په كندهار كې د نشه يي توكو پر ضد د روان كمپاين په اړه هم معلومات وركړل او ويې ويل چې څه باندي يوه مياشت كېږي چې په كندهار كې يې د نشه يي توكو د اړولو كمپاين عملاً پيل كړى او دا مهال په شپږو -اوو ولسواليو كې دوام لري. د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه (د حمل/ وري تر دوه ويشتمې نېټې پوري) يو زر او پنځوس هكتاره مځكه له كوكنارو څخه پاكه شوې ده. ده وويل چې د سږ كال د پلان له مخې، پروګرام دا دى چې د كندهار په ټولو ولسواليو كې به د نشه يي توكو د اړولو كمپاين عملي كېږي. دغه كمپاين د كندهار د ټولو امنيتي ارګانونو له خوا په ګډه تر سره كېږي، چې د ښاغلي شكران په وينا، د كندهار والي يې خپله په راس كې قرار لري. ده ومنله چې د نشه يي توكو مافيا او ځيني نورې كړۍ يې د كمپاين خنډ ګرځي، خو په ټينګار يې وويل چې روان كمپاين به حتماً عملي كوي: ((د نشه يي توكو مافيا او نور كوښښ كوي چې د نشه يي توكو د اړولو كمپاين ته ستونزه پېښه كړي، خو د كندهار ولايتي اداره په كلكه ژمنه ده چې كوكنار به په هر ډول چې وي، اړوي.)) ده دا هم وويل چې د تېرو كلونو په پرتله مركزي ادارې ورته د نشه يي توكو ضد كمپاين لپاره كافي امكانات په واك كې وركړي او تمه يې وښوده چې راتلونكي كې به د دوى له وړانديز سره سم نور امكانات هم په واك كې وركړي. په تېرو كلونو كې د مركزي ادارې له خوا كندهار ته د نشه يي توكو ضد كمپاين د پر مخ وړلو لپاره د كافي امكاناتو نه وركړه د يوې ستونزې په توګه يادېدله، خو سږ كال به راتلونكى څرګنده كړي چې آيا يوازي د امكاناتو برابرول ستونزه حلوي، كه نورو اقداماتو ته هم اړتيا ده؟ د يادونې وړ ده چې تر اوسه د نشه يي توكو ضد وزارت او د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو او جرمونو ضد ادارې په هيواد په ځانګړي ډول كندهار كې د كرل شوو كوكنارو په اړه ارقام نه دي وركړي.
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاتوبی اوونيزه