د افغانستان د استعمار او استثمار خوبونه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

يکنه : عبدالحليم (حلميار)
تېره اوونۍ ولسمشر كرزي د مشرانو جرګې سره په خبرو كې وويل، چې په مشروط ډول، له امريكا سره د امنيتي موافقې لاسليك ته چمتو دى. كرزي د مشرانو جرګې د رئيس او غړو سره په ليدنه كې وويل: ((موږ له امريكا سره په داسي حال كې د امنيتي تړون لاسليك ته حاضر يو، چې د افغانستان ګټي په پام كې ونيول

شي.)) د افغانستان دولت په اوسنيو شرايطو كې د نړيوال ملاتړ او لاس نيوي پرته، د پايښت هيڅ چانس نه ويني، سره د دې چې په ګڼ شمېر ولايتونو كې د انتقال بهير صورت نيولى، خو بيا هم له وسله والو مخالفينو سره د جګړې پر مهال، افغان پوځ په ډېرو مواردو كې هم د ناټو مستقيمي همكارۍ ته اړتيالري. طالبان هڅه كوي چې د ځينو هغو سيمو څخه چې بهرني ځواكونه وتلي، په راتلونكې اوړي كې جګړه پيل كړي، ځكه دا اوس د سوېلې ولايت هلمند په شمول، په زياتره سوېلې ولايتونو كې يو ځلې بيا د بهرنيو او نا پېژاندو طالبانو او ترهګرو د ځاى پرځاى كېدو خبرونه وركړل شوي. په غزني كې د وزيرو، محسودو، وزيرستانې طالبانو او د هلمند په كجكي كې، د ايران او پاكستانيو طالبانو راتګ او شتون به په راتلونكي اوړي كې د افغان پوځ وړتيا جوته او وننګوي.  دافغان دولت سره يوازي افغان طالب جګړه نه كوي، د جګړې اصلي لوبغاړي بهرني ترهګر او وسله وال د سپاى پاسداران  د ډلي غړي عرب، ، پنجابيان، چيچنيايان، ايرانيان ، پاكستانيان ...دي. طالب په څه دپاسه تېرو لسو كلونو كې د دومره دوامداره جګړې توان نه درلود، كله چې طالب بهرنى لاس پوڅى شو او بهرنيانو يې  د مخ په كتار كې د مرستي او جګړې دواړو ټټر وډباوه، په افغانستان كې د جګړې اور بل شو. د جګړې د دې مبهم او ګاونډيانو سره لاس او ګرېوان اور د وژلو لپاره، نن هم د نړۍ ملاتړ ته اړ يو او پرون هم اړ وو. كاشكې موږ د خپل وطن اور خپله وژلاى شواى، موږ  پرته له يو قوي درېيم ګړي، نړيوال ترهګر او د طالب په نامه ګاونډيان د يوه سوله ييز او بسيا افغانستان جوړولو ته نه پرېږدي، هره شېبه مو ولس په نوي تكتيكونو او مېكانيزمونو وژني. ښوونځۍ مو سوځي، ښوونکى مو وژني، روغتون، پل، پلچک، مادي او معنوي سټي او تاسيسات مو نړوي. د فرا‌ه په جګړه کې چې په لسګونو ملکې کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، مرتکبين يې څوک وه؟ ايا دا افغانان وه؟ او ايا د دوى سره موجود جګړييز وسايل، په افغانستان کې جوړ شوي وه؟ تاسو لوستونکو به ښايي د فراه د چارواکو خبرې اورېدلي وي چې ويل يې، د برېد ګرو سره داسي زرهي واسکټي او وسايل موجود وه، چې زموږ متقابلو ډزو هيڅ صدمه نه ور رسول. اوس نو دپوښتني ځاى دادى چې ايا له نړيوالو پرته، په دغه راز شرايطو کې له افغان ملي اردو څخه  چې دښمن يې د نړۍ په سويه، مهارت او تجهيزاتو سمبال جګړه کوي، د سوبي تمه کېداى شي؟ د افغان دولت وسله وال مخالفين تر حکومت په درندو جنګي وسلو، تجهيزاتو او زرهي واسکټونو سمبال دي، آن تردې چې افغان پوځ له تخنيکي پلوه، د وسله والو د ځينو ځان وژونکو واسکټونو د تخريب وړتيا نه لري. وسله وال طالبان او ترهګر، د بهرنيانو د تيکنالوژۍ په مټ، هره لحظه له  يوه نوي جګړييز مهارت څخه کار اخلي، چې افغان پوځ ورسره د مخامخ کېدو پرمهال، د بهرنيانو لاس نيوي ته اړتيا لري. د دين محمد په نوم د سوېلې ولات اوسېدونکى وايي، له طالبانو سره يې ډېري زهرجني او خطرناکه سلاوي ليدلي، چې تر اوسه يې نه وې ليدلي. نوموړى وايي، وسله وال اوس د زهرجنو سلاوو او نورو تکتيکونو په واسطه، زهر شندي چې د مسموميت لا مل ګرځي. په غلچکي بريدونو کې بې ږغه ايرانيو تومانچوته د طالبانو لاس رسي هم، اندېښنې زياتې کړي. اوس د دغه راز مخفي وژنو وسايل زيات شوي، آن داسي راپرونه هم ورکړل شوي چې ايران طالبانو ته ځيني داسي ماشينګړي هم ورکړي، چې د دوربين په مټ، په زرهاوو متره فاصله کې هم هدف په نښه کولاى شي. پر نورو وژونکو وسلو سربېره، وسله وال طالبان اوس په جګړه کې ځيني وژونکې او عامه مسموموونکې وسلې او زهرجن کېمياوي موادو د کارولو لړۍ هم پيل کړې ده. د ايران او پاکستان طالب، تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د افغانستان د نيولو خوبونه ويني، دواړه ګاونډي هيوادونه تابيا نيسي چې افغانستان يو ځلې بيا په هديره مبدل کړي، خو افغان ولس بايد نور د خارجي دسايسو په وړاندي راويښ شي او د پرون موقع چې د پرديو په ښارونو کې کډه په شا بې حيثيته ګرځېدو، برابره نه کړي. زموږ ازلي دښمنان شېبې شمېرې او په دې لټه کې دې چې يوځلې بيا د پرون په شان، د دې دربدره ملت په ساندو خپل د وطن چټله بديا ګل کړي. هره لوبه يې  ولوبول، هرڅه يې په وينو رنګ کړل، د وطن ماديات او معنويات يې ټوله لوټ کړل، هر څه يې وسوځل، هرڅه يې ړنګ کړل، د هيواد نام او نښان يې په کاڼو ووېش، د افغانيت پګړۍ يې کوزه کړه او مخکې له الهي قيامت څخه يې پر افغان ولس داسي قيامت راوست، چې د ښايسته وطن مځکه يې سره تبۍ او افغان ملت لپاره په دوزخ بدله کړه. دوى اوس هم د افغانستان د استعمار او استثمار خوبونه ويني، خو فکر کوم چې داځلې به داخوبونه ګور ته يوسي، ځکه افغان ملت نور دوستان او دښمانان ښه سره تفکيک کړي او نور دغه راز هڅي مطلق، د وخت ضايعه ده.
ليکنه : عبدالحليم (حلميار)
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه