لیکوال:رحمت الله حکیمي
د ساجد بهار په ویاندویی ژوند ادبي بهیر اویاومه اونیزه ناسته د روان لمریز کال د وري په نولسمه د ننګرهار پوهنتون په انګړ کې ترسره کړه ، غونډه د خوشحا ل دوراني لخوا د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه ، د تیرې اونۍ د ګذارش اورلو دپاره محب الله لایځ دریځ ته وروغښتل شو ، ملګروپه نوموړي راپور د ښه نظر ورکولو
سربیره د خبرو په طرز کې وویل که لایځ صیب د دې سربیره د ناستې په ادبي درس چې خوږ بحث پرې شوی وو څه یاداښتونه په ګذارش کې راوړی وی لا به ښکلی وای .
ځانګړې موضوع الله محمد اتل مشواڼي د (امام ابوحنیفه (رح) پېژندنې ) تر سرلیک لاندې وړاندې کړه، ناست کسان تر ډیره بریده د امام صاحب په پېژندنه، او فقهي لیکنوسربیره د نوموړي په مړینه چې د امام جعفر لخوا شوې وه وپوهیدل .
مجیب الرحمن مخلص (تصوف په ټپه ) کې ادبي درس ګډونوالو ته واورلو ، نوموړي په یاده لیکنه کې د وجود او شهود په اړه په لاندې ټپو کې څرګندونې کړې وې:
زما په سترګو کې دې کور دی ـــــــ چې چیرته ګورم هلته ته ښکارې مینه
او یا دا : چــې عاشـــقي دې رالیــږله ـــــــ پل صــراط دې راتــه ولــې جـــوړونه
د صوفیانو په اصطلاح وجد او سماع په اړه یې د خواجه عبد الله انصاري د هغه نظر یادونه کړې وه چې نفسیاتي سماع یې حرامه ګڼلې وه ، په یاده موضوع د تود بحث په طرزکې داد محمد ناوک زیاته کړه که مخلص لومړی تصوف راپېژند لی وی ښه به وه ، نومړوي په خپلو خبروکې وویل چې که یو شخص د نوموړي طریقي پیروي ونه کړي ګناه نه لري ، خو په یاده موضوع پوهیدنه ضرور ده ، ځکه د علما و اختلاف پکې دی ، ناوک صیب ویل حمزه صاحب د وجود یت په اړه وایي : که پړي ته غوټه ورواچول شي بیا هم پړی دی ، لیکن په بدل شکل ، نقیب احمد عزیزي هم په دې اړه د جعفر اڅکزي د نظریاتو یادونه وکړه ور پسې ساجد بهار ، لایځ صیب ، خوشحال دوراني ، اتل مشواني او نورو ملګرو په وړاندې شوې موضوع د زیاتونو او کمونو ورسته د مخلص لیکنه ګټوره وګڼله .
ناستې د کره کتنې وخت ته لاس وغزاوه ،چې د هلال عاجز د( موسکا اخره موسکا ) تر سرلیک لاندې کیسه یې په ګوتو کې وه ، هلال خپله کیسه د دریځ په سر ملګرو ته ور واوروله ، ساجد بهار د کیسې د اوږد مکالمو کارونې تا پام شو زیاته یې کړه نوموړې باید د لنډو مکالموراوړلو سربیره که عنوان ورستۍ موسکا کړې وای د تلوسې لاس به ښه په کې غزیدلای وای ، نقیب احمد عزیزي د پیغام او تلوسې د نه لرلو په پار کېسې ته د خاطرې نوم ورکړ او د وړې موضوع د پاره د ډیرو الفاظو کارول ښه نه بریښي ، سمیع الله مجاهد د (غوټۍ نه د ګلاب راوتل ، او اواز مونث )جوړونه یې په دې ترکیبونو (د غوټۍ غوړیدل ،مونث اواز ) وکړه ، محب الله لایځ یې پیغام د د پښتانه فطرت سره ښه نه ګاڼه ، داد محمد ناوک د عاجزکیسه د لومړی ځل په کتار کې ښه وګڼله او د نورې مطالعې وړاندیز یې ورته وکړ ، کیدای شي عاجز په راتلونکي کې ښه کیسه لیکونکی شي ، الله محمد اتل د کیسې بڼه حکایوي وګڼله ورپسې هلال عاجزد ملګرو نظرونه د تایید وړوکڼل ټولوملګرو ته یې کورودانی وویله .
د ناستې دریم پړاو د مشاعرې و چې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه په کې واورول ، ورپسې دادمحمد ناوک دریځ ته وغوښتل شو او د بهیر د دریمې کلیزې په اړه یې د ملګرو نظرونه واخیستل ، ټولو ګډونوالو پریکړه وکړه چې راتلونکې ناسته به د ژوند ادبي بهیر دریمه کلیزه وي ، غونډه دویاند لخوا په دعاویلو پای ته ورسیده.
په درنښت