د نشه يي توکو په وړاندي مبارزه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزت الله ذکي
د تيرو څو کلونو په اوږدو کي د مخدره موادو (نشه يي توکو) سره د مبارزې په نامه ډيري پيسې مصرف شوې. په افغانستان کي د نشه يي توکو د کر، قاچاق او استعمال ګراف د راټيټېدو پرځائ نور هم لوړ شو. تيره اوونۍ ولسي جرګې د استحضاح په موخه غونډي ته يولس وزيران راغوښتي وو، چي د نشه يي توکو په وړاندي

د مبارزې وزارت وزير ضرار احمد مقبل هم په کي شامل وو. تر ټولو وزارتونو د ښاغلي مقبل د وزارت کلنۍ انکشافي او پراختيايي بوديجه زياته وه. نوموړي ولسي جرګې ته ځان د هغو وزارتونو په کټګورۍ کي شمار کړ، چي تر ۵۰٪ زياته انکشافي بوديجه يې لګولې ده. د ضرار احمد مقبل وزارت چي د افغانستان په تاريخ کي کومه مخينه نه لري، د کرزي په حکومت کي ايجاد شوئ، تر ډيرو نورو وزارتونو زيات نړيوال ملاتړ او بوديجه لري، خو لکه څنګه چي ښايي د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې وزارت دومره بريالی نه دئ. په تيرو څو کلونو کي ددغه وزارت د ميلونهاوو ډالرو لګښت د نشه يي توکو ګراف نور هم لوړ کړ. هر کال په دغه وزارت کي د نه منلو پيسې حيف و ميل سي. د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مسولين د کال په سر کي په درانه خوب ويده وي، او هغه وخت را ويښ شي، چي په زياتره ولايتونو کي د نشه يي موادو کروند ګر د خپلو حاصلاتو په راټولولو بوخت وي. دا اوس په ځيني سويلي ولايتونو کي په ډير بطي شکل د مخدره توکو سره د مبارزې کمپاين روان دئ. يوازي د ورځي (۱۰) يا (۲۰) جريبه ځمکه له کوکنارو پاکيږي. په دې ډول په هيڅ صورت د مخدره موادو سره مبارزه شونې نه ده. د سويلي ولايتونو په زياتره ګرمسيره مناطقو کي عملاً د تيري اوونۍ راهيسي د تارياکو نېښ پيل شوئ، په زرګونو د تارياکو نېښګر د يوه ولايت څخه بل ته د نېښ وهلو په موخه د تګ په حال کي دي. د کندهار ولايت په سلهاوو ځوانان سويلي ولايت هلمند ته د تارياکو د نېښ وهلو لپاره تللي.د اروزګان ولايت په ځينو ولسواليو کي هم ځايي اوسيدونکو ويلي چي سږکال د تمي خلاف تارياک کرل شوي. د شهيد حساس ولسوالۍ يوتن کروندګر وايي ((دتيري اوونۍ راهيسي زموږ د ولسوالۍ په زياتره سيمو کي نېښ شروع شوئ دئ، او په نورو سيمو کي هم شروع کيږي. يو څو ورځې وروسته، سږ کال تر هر کال زيات تارياک کرل شوي، او ښه شيده هم کوي)) مخدره مواد د افغانستان د جګړې ددوام يو اصلي او اساسي اړخ دئ، د ترهګرو، وسله والو او شور شيانو لپاره د مالي تمويل اعظمي سرچينه ده. دافغانستان د اوسني حالت، امنيت او مخدره موادو ترمينځ ژوري اړيکي شته، بل لور ته بيا سره له دې چي ددغه وزارت منسوبين پوهيږي، چي د مخدره موادو سره مبارزه يو رکن اصلي او امرلازمي دئ، خو لکه څنګه چي د ملت ترې تمه ده په خپلو کارونو کي بريالي او موفق نه دي. د مخدره موادو سره د مبارزې ولايتي او سيمه اييزي ادارې هم د مخدره توکو سره د مبارزې کافي وړتيا نه لري. جالبه داده چي د نشه يي توکو د وزارت پرته بهرنيان د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې د سيمه ييزو ادارو او رياستونو سره مستقيما د نه منلو مرستې کوي، خو بياهم افغانستان د مخدره توکو په سترو توليدي هيوادونو کي راځي. يوازي څو ورځې مخکي د کندهار ولايت د اوو ولسواليو لپاره (۲۰) ميليونه ډالره د مخدره توکو سره د مبارزې په موخه مرسته وشوه. (۲۰) ميليونه ډالر ډيري زياتي پيسي دي، راځۍ چي دغه موضوع لږ تحليل کړو، او وپوهيږو چي په دې شل ميليونه ډالر د کندهار اداره او د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې منسوبين او ښاغلي غواړي څه ترلاسه کړي؟ څه باندي درې سوه ميليونه ډالره يوازي تير کال ددې ناوړه پديدې سره د مبارزې په موخه وزارت لګولي، پايلې يې څه شئ وې، آيا د نشه يي توکو ګراف په واقيعت سره راټيټ شو؟ موږ افغانان خو سره پوهيږو آيا موږ غواړو فقط د مخدره توکو سره د مبارزې په نامه شخصي اکاونټونواو جېبونو ته د پيسو نوي سوړي ولټوو؟ باور وکړئ که (۲۰) ميليونه ډالر د بديل معشيت او عامه پوهاوي لپاره په صداقت او شفافيت سره يوازي په (۷) ولسواليو کي نه بلکي په ټول کندهار کي ولګول شي، نو څلور نور راتلونکي کلونه به لا په کندهار کي د تارياکو کښت صفر شي. ټول کال د مخدره توکو سره مبارزه ناشونې وي، چي کروندګر تارياک وکري، زحمت پرې وباسي، مصارف پرې وکړي، د کښت او کروندې د حاصل وخت يې راشي، د نشه يي توکو سره مبارزه شونې شي، او دولت يې هم په له منځه وړلو پيل وکړي. د حکومت دا عمل هر کال ملت او دولت دواړه ته سخته ضربه ورکړي، د ملت اقتصاد پدې وځپل شي، چي دولت يې داسي وخت د تارياکو کښت هر کال له منځه وړي، چي نور نو د بل کښت وخت پرې تير وي. او ددولت اقتصاد بيا پدې زيانمن شي، چي په ميليون هاوو ډالر ولګوي، که د کال په پیل کي د عامه پوهاوي د کمپاينونو او بديل معشيت له لارې هڅه شوې وائ، نو نه يوازي به اوس دولت په هره ولسوالۍ کي د تارياکو ضد کمپاين لپاره روزمره امنيت، مصارفو او په سلهاوو ټراکټورونو ته اړتيا نه درلودائ. بلکي د خپل اولس سره به په دغسي جنجالي قضاياوو کي نه مخامخ کېدالائ او په ضمن کي به بزګر هم د اوسني تاوان پر ځای، چي کښت يې د حاصل پروخت دولت له منځه وړي، ګټه کولائ. د تارياکو د کښت پرځای به يې د کال د سره لا بل شئ کرلائ، هر کال په زړه نا زړه ډول بزګر حيران وي، يو وايي سږ کال يې ماتوي، بل وايي يا نه يې ماتوي، چي تر اوسه يې ږغ نه دئ کړی، هسې يې وکره. پدې وخت کي د ترياکو په وړاندي د مبارزې منسوبين ويده وي، کله چي په زياتره سيمو کي نېښ شروع شي، هله دوئ راويښ شي، چي بيا نو (۲۰) ميليونه څه کوې، په شل مليارده هم مبارزه ګرانه وي. زموږ دولتي چارواکي هم په اکثره مواردو کي د بهرنيانو په عينکو کي افغانستان ويني، داسمه ده چي خارجيان د مخدره توکو سره مبارزې ته لېواله دي، او افغانان هم ورسره موافق دي، خو دولتي چارواکي بايد د مخدره موادو سره دا ډول مبارزه ونه کړي لکه خارجيان چي وايي او يا يې کوي، ځکه موږ افغانان که په صداقت خپل هيواد او وطن ته ريښتني يو، نو پدې هم پوهيږوو، چي د مخدره موادو سره اوسنۍ مبارزه نيمګړې ده، اوپه دې هم پوهيږو چي خارجيانو چي کومه طرحه ددې پديدې د مخنيوي لپاره جوړه کړې، هم يوه نيمګړې طرحه ده، او په تيرو څو کلونو کي يې نتيجه نه ده ورکړې. موږ افغانان پدې هم پوهيږو چي طالبانو څرنګه په يوه فرمان په ټوله هيواد کي تارياک بند کړل، هلته په ميلنونو ډالر مرستي چيري وې؟ او بلاخره پدې هم پوهيږو چي موږ پدې ډول په (۲۰) ميليونه ډالره نه بلکي په (۱۰۰) مليارډه ډالره هم د تارياکو مخنيوی نه شو کولائ. ريښتني مبارزه په کار ده، افغاني مبارزه په کارده، د کال د سره په کارده، دومره ډالرو ته اړتيا نشته، فقط ايمانداري او صداقت غواړي. ترڅو د عامه پوهاوي د لاري مخکي د تارياکو تر کرخلګ وپوهول شي، او دا ډول مرستي دي د بزګرانو او دولت د اقتصاد ځپلو پرځائ پر نورو زېربنايي او اساسي ټولګټو پروژو ولګول شي.
------------
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه