اته دېرشمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. دوقار او پرتم ښار
زه په زړه کې دېته شېبې شمارم چې کله به مې سترګې پر هغه ښار ولګېږي چې دځمکې بله هېڅټوټه هم په سپېڅلتيا کې ورسره سيالي نشي کولى،هغه ښار چې عظيم الشان قرآن ورته بلدالامين،
کعبه ،بکه، مبارکه ،مکه ويلې او الله ج يې پرسپېڅلتيا او عظمت سوګندياد کړى،هغه ښار چې دوحې مهبط ،دجبريل منزل دسيدالکونين د تولد او خاپوړو د حضرت اسماعيل دذبحې دپېښې شاهد او قربانګاه، دسلګونوانبياوو د رسالت ،دعوت ،زيارت،اقامت او امامت ځآى او دالله ج دکور وياړ اوشرف لري.
څومره چې مکه رانږدې کېږي همدومره زما د زړه دربآ ډېرېږي د رسول اکرم د مکې ژوند هره خاطره، هرڅپرکى او هر پړاو مې دذهن د تلوېزيون په سکرين کې تاوېږي.
کله کله پرځان بې باوره شم،هلکه ته خوبه خوب نه وينې،ته ځان ته وګوره او دالله ج کور.
په همدې سوچ کې وم چې دسړک غاړې ته پر يوې لوحې مې سترګې ولګېدلې ((لدېځايه اخوا له مسلمانانوپرته بل چاته د ننوتلو اجازه نشته))پوه شوم چې مکې معظمې ،بلدالحرام او داسلام دپرتم او نشئت ښارته ننوتم.
دې لوحې مې دذهن مسير واړوه،داسلام د عظمت ،قوت،وياړ او شهامت دوره را ياد شوه، چېڅنګه يې دلته د نامسلمانو ننوتل منع کړي،دا د اسلام دبريا ،لويۍ ،ځواک نښه ،اونامسلمانوته داښوول دي،چې عزت ،شرافت ،پاکي او درناوى په اسلام کې دى،په ژوند کې يواځې مادي او جسمي پاکوالى بس ندى، بلکې روحي او معنوي طهارت هم په کار دى،مکه معظمه د نړۍ د ټولو مسلمانانو قبله ده ،دلته د الله ج کور دى ،دا په نړۍ کې تر ټولو سپېڅلې او عزتمنه ټوټه ده ،له دېځآيه له اسمان ،عرش العظيم، بيت العمور،اوسدرة المنتهى سره نېغې اړيکې نيول شوي نو دېځاى ته دننوتلو لپاره د بدن پاکوالى کفايت نه کوي، بلکې حقيقي او معنوي خيرى هم ليرې کېدل غواړي او روحي تزکيه هم په کار ده.
هرڅوک چې دېښآر ته ننوځي نو په کار ده چې زړه ، روح ،ضمير ، وجدان ،بدن ، هرڅه يې پاک ، دايمان اواسلام تلپاتېډيوه يې په لاس او داسلام په نور منور وي.
دېښارته ننوتل داسلام پاسپورت او دايمان ويزه غواړي.
دلته يومسلمان پوهېږي چې زه څوک او زه څومره عزيز يم. دلته سړي ته د اسلام د عزت او وقار پرتمينه دوره ورپه زړه شي ،هغه چې قرآن د نامسلمانوذميانو په اړه فرمايي(ترهغې چې جزيه په خپل لاس درته راوړي او د ذلت او سپکاوي احساس وکړي))
ماسخوتن دمکې معظمې په ښارکې روان وو له موږ سره په موټر کې دنوروشرکتونو حاجيان هم وو،دهغوى لپاره په پام کې نيول شوي داستوګنې ودانۍ (عمارې)په بل ځآى کې وې او زموږ په بل ځاى کېډرېور لومړى هغوى ځاى ته رسول.
موټروان دتفويج الحجاج په نوم يوې پراخې ساحې ته موټر تاوکړ،داځاى تم ځاى ته په ورته نقشه جوړ شوى د موټرو اوحجاجو د هر کلي ځاى دى . حاجيان چې کله مکې معظمې ته راورسېږي نو لومړى يې دلته راولي، دلته يو بوتل د زمزم اوبه ،يو جوس،بسکېټ ،کېک ،کلچې او کاغذي دستمال په يوه کاغذي قوتۍ کې بند وي او وجبة الحجاج پر ليکلي وي،هر حاجي ته يوه قوتۍ يا يوه وجبه، (خوراک) ورکوي، هر موټر بايد پنځلس دقيقې دلته ودرېږي،حاجيان په خپلو څوکيو ناست دمه جوړه کړي،که غواړي خپله وجبه و خوري بيا موټرروانېږي موږ وږي او دې شيانو ښه خوند وکړ.
موټر روان او په يوښکلي ښارګوټي وربرابر شو زما او نورو دوستانو د اټکل له مخې ددې کالونۍ سور به يونيم کيلو متر او اوږدوالى به يې دوه نيم کيلو متره و، ټولې ودانۍ دوه پوړه په يوه نقشه يوه ډيزاين او يوډول وې په منځ کې پراخ پراخ پاخه سړکونه و. ډرېور وويل چې داد اسامه بن لادن ښارګوټى(کالونۍ) او داساحه اوکورونه دهغه شخصي ملکيت دى چې عرب مجاهدينوته يې جوړ کړيدي.
دمکې معظمې د ښار په زړه او دومره ګران بيه سيمه کې چېښايي د بيې دلوړوالي سارى به يې په نړۍ کې کم وي دومره ستر ملکيت او ددومره کورونو درلودل داسامه دشتمنۍ نښه ده او داڅرګندوي چې هغه کوم ګدا ندى اوکه وغواړي دښه ژوند ټولې اسانتياوې ورته برابرې دي ، ددومره شتمنۍ ددرلودلوسره سره بياهم دتورې بوړې په غروکې داسامه ژوند ددېښه څرګندوى دى چې داسلام مينه له شهزاده څخه ملنګ جوړوي، په سعودي کې داسامه دکورنۍ ددرناوي ، عزت او حيثيت په اړه به يې پخپل ځاى کې بحث وکړو خو اوس همدومره وايو چې ددوى کورنۍد سعودکورنۍ ته ډېره نږدې او ډېره محترمه ده او پلاريې دسعودي حکومت وزير و په داسې حال کې چې سعودکورنۍ حکومت خپل ميراث ګڼي او ډېر کم له خپلې کورنۍ پرته بل چاته وزارت ورکوي .
استاد داهم وويل چې سعودي اوس ددېښار پاتې کار بند کړى دى.
(ددې کرښو دليکلو په وخت کې امريکايانو داسامه رح دشهادت ډرامه وړاندې کړې نه وه )
دمکې په ښار کې تاو راتاو کېدو،بالاخره موټر دسړک پرغاړه ودرېد،ډرېور لا دمخه چاته ټېليفون کړى و ،درې تنه موټر ته راوختل ،تور تور وو،په ورين تندي يې سلام وکړ،هر تن ته يې دلته هم هماغسې يوه يوه قوتۍ خوراکي توکي ورکړل ، ،دلته يې هر حاجي ته يوپلاستيکي لاس بند ورکړ په لاس بند دخدمت د مطوف نمبر٨٧ اودجنوبي اسيا مکتب په کمپيوتري غټ ليک اود دوى ددفترادرس،دايميل اوتېليفون نمبر کوچنى ليکل شوي وو ترکشک لاندې يې د هر شرکت او هېواد نوم په قلم ليکلي وو.
موږ په پيل کې نه پوهېدو وروسته پوه شو چې موږ د جنوبي اسيا د ادارې اوپدې اداره کې بيا د ٨٧څانګې اړوند يو.
دلته ډرېور زموږټول پاسپورټونه دې خلکو ته ورکړل،هغوى هم حاضري اخستل پيل کړل هغوى به نو م اخست اوله حاجي يې غوښتل چې دپلار نوم يې واخلي له حاضرۍ وروسته يېټول پاسپورټونه له ځانه سره ايسار او د الوتکېټکټونه يې ترې راکړل.
له دېځايه روان شو،دحرم ليدلو ته بې تابه وم، ډرېوته مې وويل استاده کعبه لېرې ده اوکه نږدې ،ويې ويل : له شيشي ښي خواته وګوره يو لوړ برج درته ښکاري ؟ ماچې وکتل رښتيا هم ډېر لوړ برج اوپه سرکې يې ساعت (ګړۍ) ښکارېده ماويل هو نږدې ده . هغه وويل کعبه ترهمدې برج لاندې ده.
دابرج ډېرنږدې وو،يوځل مې زړه وو چې استاد ته ووايم ودرېږه همدلته کوزېږم،اوله کوزېدو وروسته په منډه ځان بيت الله ته رسوم او خپله د ټول عمر تنده خړوبوم ، خوزړه نازړه وم اخر مې د ټوکې په انداز ورته وويل خوهغه ونه منله ويل يې چې هلته له مانه ستاسو ټولوشتون اوزه له هغوى تسليمي غواړم.دشپې پاو کم يوولس بجې وې چې د خپل استوګنځي (عمارې)مخې ته ورسېدو دجنوبي آسيا له مکتب څخه د عمارې لارښوونکي او مزدوران راسره ختلي وو،سامان له موټرڅخه همدوى راښکته او د عمارې تر دروازې يې ورساوه په عماره کې دهر چاخونه (اطاق) اوتخت معلوم وو.
موږ په څلور ودانيو (عمارو) ووېشل شو،ما او مولوي احمدي ته د لومړۍ عمارې په لومړي پوړ کې لومړى درې کسيزه خونه راکول شوې وه.
بيکونه مو خونې ته ننوېستل د هرحاجي نوم دهغه دتخت څنګ ته پردېوال ټومبل شوى و