ع. شريف زاد
د جلال الدين ملک شاه سلجوقي په وخت کې د لومړي ځلا لپاره کاليزه مينځ ته راغله چې د عمر خيام او ځو نورو منجمو په واسطه د حمل/ وري او يا فروردين په نوم دغه ورځ و لما نځل شوه. د سيمې په دې هېوادونو ، قومونو او قبيلو کې ډيرې طبيعي او اجتماعي پديديې په همدې توګه را منځ ته شوى او له هغه وخت څخه د (٧) شميره په نيک فال نيول شوې او ځينې شيان په همدې نوم ښودل شوي چې په لوديځه نړۍ کې هم دغې شميرې
ته پاملرنه کړي د لته د اوو په نوم مثالونه ډير دى :
اوونۍ
اوه ورځې
اووه طبقې يا اووه برخې ( صور فلکي)
اوه اورنګ/ ايا اورنګه
اوځينې نور تاريخي ، کلتوري او فرهنګي لمانځنې
منجم يا ستوري پېژندونکي په دې باور دي چې ځمکه د اسمان په مرکزي برخه کې موقعيت لري او اوه اسمانونه هم د ځمکې شا او خو ا نيولې ده ،چې د ځمکې پر شاوخوا راڅرخي او د اسمانونو په سر د منطبقته البروج ځاى لري چې عبارت له ١٢ صور فلکي څخه دي. د ټولو دودونو ، عنعنو او رواجونو په څنګ کې د نوروز خبرې د هفت سين(س) او هفت شين(ش) تاريخ ته هم را ورسيده او په ډير شور او ځوګ لمانځل کيږي چې په ځينو هيوادونو کې حتا د افراط له برخې له حده هم تيرى کوى .ځيني يي بيا خپل سکنى ميراث ګڼي .
ځينې خلک د دسترخان په سر د نوي کال د بدلون لپاره اوه ډوله خوراکې شيان تياروي چې په لاندې ډول دى
٧ سين
سير/ هوږه، سپند/ سپانده، سبزي/ سابه/ سمنک، سيب/ مڼه، سنجد/ سنځلې، سموسه
٧شين
شير/ شيدې، شمع/چراغ، شربت، شکر، شانه/ ږمنځ ، شيريني او د ميوو شربت
دلته د شين معنا : د خوښۍ او امن، دړوښنايي او ګرمي، دميو و خوند او مزه، د مستي او تازګي، د سپينوالى او شيريني رمز او له رنځ او الم نه د خلاصون پر بنا تعبير شوي.
که د موسم بدلون ، شپې او ورځې ، مياشت ، کال او په مجموع کې د نظام شمس سيستم ته ښه پاملرنه وشي او د کايناتو اړيکي له انساني ژوند سره په علمي او سيا نتيفيک نظر وڅيړل شي نو په ډاګه ښکاري چې د اهميت وړ دي او ساده خبره نه ده. خداى پاک د نظام شمس په برخه کې څو سوه کاله مخکې د شهاب ثاقب په باره کې يادونه کړې. په پاى کې د يوه هوسا، سوکاله، سوله ايزه خوښ او خوشاله پسرلي په هيله .
په درناوي