د محمد لیکنه
په نړی کی د بشریت ضد امپریالیستی استعماری سیاست په ۲۱ پیړی کی د ځمکی کره او د هغی اوسیدونکی واقعاء د نابودی سره مخامخ کړی دی ، قدرت طلبی او په نړی د کامل حاکمیت خیالات ، پول پرستی او مدرنی زروی سلاګانی
غربی نړی او د هغی په راست کی امریکا نړیوال د پوره خطراو نابودی سره مخامخ کړی دی ، تروریزم او د هغی سره جګړه دوی زیږولی او دوی ورته ضرورت لری ، د نړی اکثراء خلک او په خاص ډول د دریمی نړی هیوادونو خلک صلحی او امنیت ته خاص ضرورت لری ، د نړی ټول لوی او واړه جنګونه د امپریالیستی سیاست زیږنده ده ، پدی نه ادیان او نه د هغو تابعین څه ملامتی لری ، نه یوګوسلاویا ، نه عراق او نه افغانستان نړیوالو ته خطر بیښاوه او نه ایران او نه د شمالی کوریا حکومتونه نړیوالو ته څه خطر پیښوی ، د امریکا استخباراتی اداره سی ای یی د نړی د حکمتونو او خلکو تر منځ د کتلست رول لوبوی او دایماء د ټولو جنګونو منبع همدا خنځیران دی ، او ددی په علت د نړی ټول خلک ډیر ښه پوهیږی ، چی غربی نړی د امریکا په مشری ولی دا جنګونه سازماندهی کوی ، ۴۰۰ کاله مخکی د اروپا مجرم ترین قشر د هغه وخت د حکمتونو په کومک د زیاتو طلاوو د پیدا کولو په موخه امریکا ته ورسیدل ، د هغه ځای اصلی اوسیدونکی سور پوستان یی په ډیر یی رحمانه شکل په شرابو او مخدره موادو اموخته او له تیغ څخه تیر کړل ، او د هغو ځمکی او جایدادونه یی غصب کړل ، چی د تایخ پاڼی پری ډکی دی ، د زیات معلومات لپاره دی تاریخ ته مراجعه وشی ، مدهشه او تباه کوونکی اتومی سلاح چی پخپله امریکا د لمړی ځل لپلره تولید کړی او پخپله یی د لمړی ځل لپاره د دوهمی نړیوالی جګړی په پای په ۱۹۴۵ عیسوی کال کی ، چی جرمنی او جاپان خپله ماتی قبوله کړی وه د جاپان په دوه ښارونو دغه اتومی سلاح استعمال کړه ، چی د زرهاو ملکی کسانو او ددی دوه ښارونو د تباهی سبب شوه ، چی د جاپان نسل تر ننه پوری ددی مدهشی او تباه کوونکی سلا له تاثیر څخه خلاص نه دی ، او تر اوسه په صحی لحاظ کوچنیان ناقص تولودیږی .
او د نوری ټولی نړی د حکومت کولو خیالات وینی ، سره له دی چی د نړی ټول هیوادونه او خلک د امریکا جنایات په نړیواله سطحه وینی او ښه پوهیږی چی د امریکا جګړه په اسلامی هیوادو او د دریمی نړی په هیوادو کی پای ته نه رسیږی
ولی بیا هم د ټولی نړی هیوادونه او نړیواله ټولنه په خاموشی سره د امریکا د نړیوالو جنایتونو ننداره کوی … ولی ؟
د محمد لیکنه .