د مبارکۍ پیغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د غرغښت ټولنی په استازیتوب د ۱۳۹۲ لمریز کال د رارسیدو له کبله زموږ د ګران هیواد د ننه او بهر ټولو افغانانو وروڼو، خویندو، میندو او پلرونو ته مبارکی وایم.


مودې مودې وشوی چی زموږ په ښکلي او ګلالي هیواد ګران افغانستان کې چا د خوشالی او خوښۍ څرک ندی لیدلی زموږ دردیدلي، غمیدلي، کړیدلي، ژړیدلي او په زړونو ټپي شوی میندی د خپلو په وینو کی لیت پیت شهیدانو په سپیڅلو مزارونو د نوروز په ورځو کې زړه بوږنوونکی ساندې بولي او د خپلو غمجنو سترګو څخه د تودو اوښکو باران نذرانه کوی زموږ نوروز په غمروز بدل شوی او په کورونو کې له بده مرغه، دریغا! دریغا! د خوښی ډیوی مړی دي او د خپلو شهیدانو او ټپی ټپی ځیګرګوښو په یاد د وطن د زوریدلی او کړیدلی مور کوکارې او زګیروی تر عرشه پوری رسي زموږ د اسمان څکو غرونو په ښکلو درو او سردرو کې ریدي او غاټول د دښمن د باروتو په لوګیو زمولل شوی او نه ټوکیږي.
هوکی!!

شنـه پســرلي زمــــوږه، ټـــوله خـــزان خــــزان دي
شنــو چمــنوکې ایـــرې، پـــرتي ډیـــران ډیـــران دي
ګل شـــوی نه وی غــوټۍ، په ځــــوانی وزمـــولــیږي
ریژیـــږ ي پاڼـــی پـاڼـــی، مـــــړاوی ګلان ګلان دي
خـــاورې سپــیــرې یــی، د ژوندون هیــلــی شولـــی
د تنـکـــی عمـــر شهید، ټــوله ځـــوانان ځـــوانان دي
هـــدیــری ډکــې شــولـــی، په غــیرتـــي ځلمـیانــو
زمـوږ غـمجنـې میندی، څیــــري ګریوان ګـــریوان دي
په موږ څـــــوګ نه رحمیږی، ټــولــه مـــرګو ته پیــدا
د افــغانـانــو په کوراو کلـــــی، ورګډ لیوان لیـــوان دي
تــیـری به دا شـیبی شــــی، ای بـــرمیــــال مـــلـتـه
زمــوږ د میــړانی کیـــسې، هر چـــاته عـیان عیـان دی

زما د وطن غیرتمنې، قدرمنې،درنې او مهربانی موری!
له ژړاندو غمجنو سترګو دی واری شم د وچو شونډو او وچو بارخوګانو دی ځار ځار شم.
زه دی په ټوله مانا او ژور احساس ستا ناپایه دردونه، کړاوونه او  سوی اهونه درک کوم هوکی پوهیږم سترګو ته دی د پنجوایی د شپاړسو تنکیو ماشومانو او په وینو کی رغړيدلو ميندو څنګ په څنګ قبرونه او شناختی ولاړی دی.
پوهیږم چی د غیرتی او لرغونی لغمان د بی وزله او خواریکښو میرمنو د ډله ییز شهادت ناورین دی سترګو ته ولاړ دی. پوهیږم چی د تاریخی تګاو د تنکیو شپونکیو د شهادت محشر دی سترګو ته دریږي. پوهیږم چی په ښکلی کندوز کی د څه د پاسه یوسلو دیرشو تنو د بوډاګانو، ځوانانو او نازولو ماشومانو د شهادت ستره غمیزه او بی ساری تراژیدی دی لا زوروي او د هغه په زړه بوږنوونکی ناتار دی له زړه وینی څاڅي او همدا راز د هیواد په کلو او بانډو کی د خیرن مخو او تور زړو استکبار او انتحار وحشی او دوزخی ځناورو په سولګونو او زرګونو خونړی کړنی دی ارام ته نه پریږدی.
د وطن کړیدلي موري!
ستا تورزنه او ننګیالی اولاده له پامیره تر اټکه له چتراله تر بولانه خوره وره پرته ده دا هغه تاریخی او میړنی پرګنی دی چی د زمانی په اوږده واټن کی له سترو ناتارونو، بلوسو او یرغلونو سرلوړی ، برمیال او توریال راوتی دی.
د نازو انا او زرغونی انا په سپیڅلو لمنو کی د نړیوالو او نومیالیو اتلانو سوبی او بریاوی زموږ د دغې غیرتي خاوري په ګوټ ګوټ کی انګازی کوی دا د شنو زمرو او عقابانو زاله ده د خټک بابا په وینا!
د عالم ډیری خبری لور په لور توری لښکری   زړه می نه خوځی له ځایه غر خو هسی وی کنه
مه ژاړه، مه ژاړه اوښکی دی پاکی کړه او په دغه سپیڅلي بشري او افغاني احساس دی د عرش لوی ځواکمن او نیاومن سلطان ته لاسونه لپه کړه چی زموږ خوری وری پرګنی د جهالت او نا پوهی د توری بلا له منګولو وژغوره.
دعلم او پوهی په ګاڼه یی سمبال کړه. د ملي یووالي او کلک پیوستون همت او برکت ورکړه.
د لویو سوبو سترو خوښیو او په ګران هیواد کی د لور په لور  سوکالیو په هیله. امین یا رب العلمین
بسم الله اکبري په هالنډ کی د غرغښت ټولنی مشر