داکتر عبدالحی نیازي
داکتر عبدالحی نیازي
تړون په نوم د هغو اندیښنو چې زما د ژوند لویه پانګه ده چې ګران افغانستان نه یی هیرولی شم ، نه یې خدمت کولای شم خو هڅې نازولې شم چې لر او بر افغان سره یو پر پښتونخوا شي ، د پنجابی کرغیړن بیرغ له پيښوره ، سوات ، وزیرستان ، کوټې ، ژوب او چمن څخه کښته شي، د مغلو سیاسی فلسفې ، د پنجابیانو د سیاسی اسلام توره ماته شي، د بایزید روښان غورځنک بیا روښانه شي، خیرالبیان د لراو بر افغان خیر بیا بیان کړي ، د آخوند
درویزه په څیر د مغل پلویانو ، پنجابی پلوو ملایانو، خادمانو توره مات شي ، اسلام د پنجابی سیاسی ټیکه دارانو د تیکری له سیورې نه ، پښتنو او بلوڅو د اسارت له ج
غه آزاد شي، کابل ، پیښور او کوټه تر یو بیرغ لاندې شي، بیا د پښتو د ادب باران وشي ، هغه وخت وي چې د ایمل خان ، دریاب خان ، فقیر ایپی او ملا ترنګزی ،غني خان ، اجمل خټګ او اکبرخان بکتي شلمه بیا اوچته شي، د خوشال خان په بیان لر او بر د افغان په ننګ توره وتړي او د حمزا بابا به بیان سره راټول پر یوه مرکز شي ، بیا په افغانیو کې د احمد شا با با، میرویس خان، خوشحال خان ، اکبرخان ،امان افغان ، نادر پښتون ، خان صمد خان او فخر افغان پاچاخان عسکونه چاپ شي .ګورئ ځلمو ! پام چې وار مو ختا نشي د کږلیچونه او کړکیچونه له تیارو څخه تیریږو، روانې پیړی خپلواکۍ پلويانو ته د پ
ښتونولۍ او ولسواکۍ په روڼا كې د یوالې تاریخی فرصتونه راوړي څو چې دروانې پیړی ترپایه پورې د لراوبر افغان د لوي افغانستان راتلوونکو شاځلمي په پوره زړورتيا وكړاى شي چې د یوالې يو مشال بل كړي او لر او بر یو کړي او د پاچاخان خوب ریښتیا شي چې سره یو کیږو، که نه وي ، ورک کیږو.
خدایه د تروږمیو شپو په تورتمونو کې وخېږه د خپلواکې لمر! د مینې د یوالې د پیوستون لمر ، بند کړه د ډرونو ګوځارونه د ځان مرګو کتارونه ، کښته کړه په لر او بر کې د پردیو بیرغونه، شنډ کړه د غلیمانو پلانونه. په مینه مینه په همدې هیله : په درنښت عبدالحی نیازی
د افغان په ننګ می وتړله توره
ننګیالی د زمانی خوشال خټک یم
څو چې راټول په یو مرکزیی نکړم
هرې تپېې ته د جرګوسره ځم
(حمزه بابا)