د ګا ندي مسا لمت اميزه سياست د هندوستان د خپلواکى لپاره 1947

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
ګا ندي سيا ست له اخلاق څخه جلا نه ګڼي او د هغه له جلا کيدو سره شديدا مخالف دى هغه وايي که چيرې سياست له اخلاق نه جلاشي نو طبيعي خبره ده چې په ټولنه کې به د فساد، جاطلبۍ، زورواکۍ، خشونت، دروغو او پلمو لړۍ روانه وى. هغه د هر ډول زورواکي په وړاندې منفي مقا ومت ته ترجيح ورکوي او له زورواکا نو سره سيالي کول نه مني. نوموړى په دموکراسي معتقد دى خو په دې شرط چې دموکراسي د ټولنې له ټولو برخو سره نږدې اړيکې ولري او په تيره بيا د کليو په سطح هم بايد شورا ګا نې / غونډې

جوړې شي چې د ټولنې د پرمختګ او پياوړتيا سبب وګرځي .ګا ندي وايي چې زه د هر ډول خشونت نفي غواړم 
په داسې حال کې چې زه نه غواړم له خپله کوره ديوالونه را چاپير کړم او کړکۍ يي بندې کړم زما خوښيږي چې د نړۍ ډول ډول فرهنګ په بشپړه توګه د هوا په څير زما کورته راننوځي، ولې نه غواړم چې خپلې پښې مې راسستې کړې او نه غواړم دنورو په کورکې ديوه غلام په بڼه ژوند وکړم. دي وايي تر څو چې په رښتينۍ توګه د ملت لپاره کار ونه کړو او کلام مو له عمل سره ملګرى نه وي اوسنى حالت ته بدلون ورکول يو نا ممکن کار بريښي.د ګاندي افکار په يوه تاريخي رسالت ولاړه وه اوپه خپلو نافرمان مسالمت اميزه افکارو کې يو ه بشپړه کتله د استعمار او ا ستعباد له تورو تيارو څخه خلاصه کړه او د

ندوستان د ملي کانګرس د مشر تابه واک ېې تر لاسه کړ هغه د ټولنې د بيوزلو، فقر او بد بختيو په وړاندې سخته مبارزه وکړه او د ښځو حقوقوتامين کيدو لپاره ځا نګړې پاملرنه وکړه . هغه ته مدني ژوند او مدنيت له هرڅه نه زيات اهميت درلود شپه او ورځ د ټولنې په خدمت کې وه او د ټولنيزه کارونو لپاره يي هلې ځلې کولې.د ګاندي کار په عمل، يووالي، ګذشت او مقاو مت او په تيره بيا د هند د وچې تږو، بر بنډو، وږو او ستومانويو اساسي ګام بلل کيده. هغه په دې باور درلود چې دا هيواد به حتما د ابادى، پرمختيا، سوکالى او هر اړخيزه يووالى تر لاسه کوي. او د بشپړې خپلواکې لاس ته راوړي.
ا ندي دغه کمال درلود چې د هند مختلفې مذهبي ډلې، قومونه او قبيلې، ژبې او ..... سره راټول او په ډيره خوښۍ يو دبل په څنګ کې ژوند وکړي. هغه په دې بريالى شو چې په 1947 م کال کې د بنګال د مسلمانا نو او هندوانو لانجې ته د پاى ټکې کيږدي خو په دې وخت دى په دلهئ/ دهلي کې د ناتورام ګودس په واسطه له مينځه ځي دګا ندى ټول کارونه په محاسبه برابر وه او په هرڅه کې يي د انصاف، عدالت، ورورى ، برابرۍ او مساوات مراعات کاوه د خلکو په وړاندې يي ځان مسول ګاڼه.
اوس د هندوستان خپلواکى زمونږ د هېواد له بې ساري جنجالو، لانجو، بحران او له نورو ټولو نيګړتياوو سره تاسي په پوره غور وڅېړي او وګورى چې مونږ څومره دادارې په شفاف توب، پياوړتيا، ډير اوچت اصطلاحات او لغتونه، څومره په خا لي سيا ست کې د ستراتژيو په نامه ور ننوتي يو او له نورو هېوادو د ناحقې سيالى کوو او په ډاګه ښکاري چې هيڅ د خپل ټغر يا ګلم سره پښې نه غزوهندوستان په کلونو له افغانستان څخه وړاندې دى حتا تر دې پورې چې مونږ ددې هېواد مرستو ته ډير ضرورت لرو.بيا زمونږځيني هېواد وال ور سره سکنيتوب هم ساتي د سريالونو او فلمونوخو لا پريږده چې مونږ يي پوز
ې ته راوستلي يو دوى له ډير پخوانه زمونږ په ځينې فرهنګي برخو کې دخيل دي او لږ او ډير ى زمونږ په کورنى سياست کې هم لاس وهنې لري چې د آې اس آى په ترازو خو سل په سلو کې پړه دي.
دغه مو حال دى چې زمونږ د هيواد اساسي لانجه بيګاه يوډول، سبا په بل څير او کله بيا ددواړو برخو ترمينځ ورکه يا د خندا وړوى
په درناوى