په كندهار كې د رسنيو د څار كمېسيون جوړ شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور : عزت الله ذکي
په كندهار كې ددغه ولايت داطلاعاتواوكلتور رياست په نوښت يو پنځلس كسيز مطبوعاتي كمېسيون جوړ شو، چې ايجادوونكي يې وايي، دنده به يې د محلي رسنيو پر خپرونو څار كول او د كيفيت لوړول وي. چارواكي وايي، دغه كمېسيون به د دې تر څنګ په محلي كچه د رسنيو د ستونزو د هواري په برخه كې هم كار كوي. د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست چارواكي او د دغه ولايت مطبوعاتي فعالين تمه لري چې د دغه كمېسيون رامنځ ته كېدل به نه

يوازي له دولتي ادارو سره د محلي رسنيو د ستونزو په هواري، بلكې د محلي رسنيو د خپرونو په مطلوبتيا كې هم رول ولوبوي. د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس دواخان مينه پال وايي، ځيني مهال د كندهار محلي رسنۍ او د رسنيو كاركوونكي له دولتي ادارو سره ستونزې لري، چې د هواري او څار لپاره يې يوه مطبوعاتي كمېسيون ته اړتيا ده. ښاغلى مينه وال وايي، دغه راز د كندهار محلي رسنيو كې ځيني مهال ځيني داسي خپرونې هم كېږي چې له قانوني پلوه معياري نه وي او د ولس له لوري كلكې نيوكې پر كېږي. مينه پال، چې د رسنيو د خپرونو د څار د دغه كمېسيون د ايجاد په اړه جوړې شوې غونډې ته يې خبرې كولې، وويل چې د رسنيو د خپرونو د څار دغه كمېسيون يا جرګګۍ پنځلس تنه غړي لري، چې په راس كې به يې د اطلاعاتو او فرهنګ ولايتي مشر وي. دواخان مينه پال زياته كړه: ((په دغه مطبوعاتي جرګګۍ كې به د اطلاعاتو او كلتور رئيس، د ولايت مقام د رسنيو د دفتر مسوول، د پريس كلب مشر، د نى ساحوي دفتر مسوول، د محلي رسنيو مسوولين، د ملي خبريالانو استازى، د نړيوالو خبريالانو استازى او اړوند نور كسان غړيتوب ولري.)) د سرچينې په وينا، دغه كمېسيون به په مياشت كې يو ځل غونډه كوي او د محلي رسنيو د ستونزو د هواري او دغه راز د هغوى د احتمالي كميو پر پوره كولو به بحث كوي. د اطلاعاتو او كلتور رئيس ژمنه وكړه چې په مطبوعاتي ډګر كې د دولتي استازي په توګه به د سيمه ييزو رسنيو او خبريالانو د ستونزو د هواري او دغه راز د هغوى د كار د معياري كولو او مطلوب كولو په برخه كې به هلې ځلې كوي. ده هيله وښوده چې د دغه نوي اقدام عملي كېدل به د رسنيو په برخه كې يو لړ بدلونونه رامنځ ته كړي. د كندهار دغه فرهنګي چارواكى وايي: ((دا جرګګۍ به له دولتي ادارو سره د محلي رسنيو د ستونزو په هوارولو، پر رسنيو د خلكو د نيوكو په راكمولو، د خپل توليد په زياتولو او په پايله كې د سالم رقابت په رامنځ ته كولو كې رول ولري او تمه ده چې موږ په كندهار كې په مطبوعاتي ډګر كې د اړين بدلون شاهدان واوسو.)) د كندهار د محلي رسنيو مسوولين او استازي د اطلاعاتو او كلتور رياست د دغه نوښت هركلى كوي او باور لري چې دا به په محلي كچه د مطبوعاتي تخطيو په راكمولو او د ځايي رسنيو د ستونزو په هوارولو كې مرسته وكړي. د هيواد ټلوېزيون د خپرونو مسوول ډاكټر احمدجاويد سعادت وايي، رسنۍ د يوې كورنۍ د يو غړي حيثيت لري، چې له همدې امله يې كړنې پر كورنۍ مستقيم اغېز لري. نوموړى وايي: ((نن سبا ټلوېزيون او راډيو د يوې كورنۍ د غړي په توګه دي، كه په يوه كور كې څلور تنه وي، نو پنځم به حتماً راډيو او يا ټلوېزيون وي، نو د كورنۍ غړي اخلاقاً يو د بل په وړاندي مسووليتونه لري، چې بايد په سالمه توګه يې تر سره كړي.)) ليكوال او ژورناليست محمدابراهيم سپېڅلى هم باور لري چې په كندهار كې د داسي يوه كمېسيون جوړولو ته اړتيا زياته ده. نوموړي د كومې محلي رسنۍ له نوم اخيستلو پرته وويل چې د كندهار د محلي رسنيو ځيني خپرونې د خپرېدو وړ نه دي: ((دلته رسنۍ ډېر څه خپروي چې هغه د خپرولو نه دي، نو په كار ده چې داسي يو كمېسيون وي چې د هغوى د خپرونو څار وكړي.)) د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست داسي مهال په دغه ولايت كې د رسنيو د خپرونو د څار لپاره له فرهنګي چارواكو او خپله د رسنيو له استازو جوړ كمېسيون رامنځ ته كوي چې لا هم دولتي چارواكي او د رسنيو استازي يو پر بل نيوكې كوي. چارواكي وايي، د رسنيو ځيني خپرونې معياري نه دي، خو د رسنيو استازي بيا دولتي لوري ته د معلوماتو د شريكولو او اړينې همكارۍ د نه كولو په برخه كې د انتقاد ګوته نيسي. كه څه هم د دا ډول انتقادونو په راكمولو كې به د دغه كمېسيون مؤثريت او نامؤثريت وروسته څرګندېږي، خو د كندهار ځيني اوسېدونكي وايي، لږ تر لږه دا اقدام هم د اوس لپاره هيله زېږوونكې چاره بلل كېږي.


راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه