د کندهار ميانشين ولسوالي بېړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

/راپور : عزت الله ذکي
(۱۳۹۱- حوت/کب ۲۷مه ): د كندهار د وروسته پاتې ولسوالۍ ميانشين ولسوال وايي، دا ولسوالي له امنيتي پلوه نسبتاً خوندي شوې، خو په پرمختيايي برخه كې كلكې پاملرنې ته اړتيا لري. ولسوال حاجي روزي خان دا څرګندونې ټاټوبي اوونيزې ته په يوه ځانګړې مركه كې كولې. ميانشين ولسوالي د كندهار لېري پرته ولسوالي ده، چې له ګاونډيو ولايتونو زابل او اروزګان سره ګډه پوله  لري. دا ولسوالي شاوخوا شپږ كاله د دولت د وسله والو


مخالفينو په ولكه كې وه، خو يو څه وخت كېږي چې دولتي ځواكونو تصفيه كړې ده. حاجي روزي خان وايي، ميانشين ولسوالي شاوخوا څلوېښت زره تنه نفوس لري، چې وګړي يې زياتره غريبكار خلك دي. د خلكو ژوند يې پر كرهڼه ولاړ دى او خپلې مځكې په كارېزونو اوبوي. د نوموړي په وينا، ميانشين ولسوالي له امنيتي پلوه دا مهال نسبتاً ښه ده او په هغو سيمو كې، چې دولت پكې واكمني لري، ډاډمن امنيت تامين دى. هغه زياتوي چې نور د دولت وسله وال مخالفين دا چانس نه لري چې ياده ولسوالي ونيسي. ولسوال وايي: ((په زنتو او شاوخوا سيمو كې اوس امنيت ډاډمن دى او دښمن د دې توان نه لري چې له دولتي ځواكونو سره مخامخ جګړه وكړي او د ولسوالۍ د نيولو هڅه وكړي.)) د ميانشين ولسوال وايي، د لارې په اوږدو كې يې امنيتي ځواكونه ځاى پر ځاى كړي، تر څو امنيت ته د متوجه ګواښونو مخه ونيسي. د سرچينې په وينا، سره له دې چې په ميانشين ولسوالي كې په ځينو سيمو كې د ملي پيوستون پروګرام پيل شوى، خو دا ولسوالي له دې امله چې پاملرنه ورته نه ده شوې او وروسته پاتې ده، كلكې پاملرنې ته اړتيا لري. حاجي روزي خان وايي، په ميانشين ولسوالي كې محلي اداره فعاله نه ده او آن ولسوالي يې ودانۍ هم نه لري. ده له ټاټوبي اوونيزې سره په خپلو څرګندونو كې زياته كړه: ((زه په يوه كانټينر كې او امنيه قوماندان په بل كانټينر كې دنده تر سره كوي او همدا راز پنځه خېمې لرو، چې شوراګانې پكې جوړوو، ولسوالي مو ودانۍ نه لري.)) ياد ولسوال وايي، په ميانشين كې تر ټولو لومړى د ولسوالۍ لپاره د ودانۍ جوړولو ته اړتيا ده، تر څو هلته محلي اداره په سمه توګه فعاله كړل شي. د نوموړي په خبره، په دغه ولسوالي كې نه قاضي، نه څارنوال او نه د نورو دولتي ادارو استازي شته، چې په محلي كچه خلكو ته خدمات وړاندي كړي. د ميانشين ولسوال د دغې ولسوالۍ د مركز او كندهار ښار تر منځ د غځېدلې لارې خرابوالى بله هغه ستونزه وبلله چې د ميانشين د خلكو ژوند يې ستونزمن كړى دى. د ولسوال د څرګندونو له مخې، د لارې د خرابوالي له امله د ميانشين كروندګر د خپلو حاصلاتو نيمايي بيه د حاصلاتو پر لېږد وركوي. دى وايي: ((د ميانشين ولسوالۍ او كندهار ښار تر منځ لار شپږ ساعته وخت نيسي. كله چې زموږ كروندګر خپل حاصلات كندهار ته راوړي، نو نيم يې موټرچلوونكو ته په كرايه كې وركوي، ځكه يو من په څلوېښت افغانۍ ورسره لېږدوي.)) په ميانشين ولسوالۍ كې ښوونځي هم شتون نه لري، چې ولسوال يې دا هم لويه ستونزه بولي. ويل كېږي چې هلته آن د ظاهرشاه بابا د واكمنۍ له مهاله ښوونځى فعال شوى نه دى. حاجي روزي خان وايي: ((زما د ظاهرشاه د واكمنۍ څخه نه په يادېږي چې دلته دې ښوونځى وي او كوچنيان دې د زدكړې لپاره ورځي.)) د ميانشين دغه چارواكي د كندهار د پوهنې له رياسته وغوښتل چې په ميانشين كې د ښوونځيو فعالولو ته لومړيتوب وركړي. ده د پوهنې فعالتيا له ثبات سره تړلې وبلله او ويې ويل چې پرته له دې امنيت نه راځي. نوموړي دغه راز د روغتيا په برخه كې هم د ځينو ستونزو يادونه وكړه او ويې ويل چې هلته يوازي يو كلينيك فعال دى، چې هغه هم د كرايې په كور كې شتون لري او يوازي د واكسين چارې پكې تر سره كېږي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ميانشين ولسوالۍ كې شاوخوا پنځه اويا د خلكو شوراګانې جوړې شوې، چې د ملي پيوستون پروګرام پر مخ بوزي. له دغو شوراګانو څخه پنځو يې د زنتو په شاوخوا كليو كې كارونه پيل كړي دي. ولسوال تمه وښوده چې د ميانشين په نورو سيمو كې به هم د ملي پيوستون پروګرام پيل شي، خو هلته د پرمختيايي كارونو تر سره كېدل يې له ثبات سره تړلې وبلل. ده له خلكو وغوښتل چې د خپلو كليو د امنيت په خونديتوب كې مرسته وكړي، تر څو هلته پرمختيايي كارونه پلي شي: ((كه خلك خپلو سيمو ته د وسله والو د راتګ مخنيوى وكړي او د امنيت په برخه كې د خپل دولت همكار واوسي، نو يقيني ده چې دلته به پرمختيايي كارونو ته زمينه برابره شي.)) د ميانشين ولسوال حاجي روزي خان داسي مهال د ټاټوبي اوونيزې له لارې د ميانشين ولسوالۍ ستونزې راپورته كوي چې د دغې ولسوالۍ تر څنګ د كندهار ځيني نورې ولسوالۍ هم شته، چې خلك يې له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د ځايي مسوولينو په وينا، جدي او بېړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري.


راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه