دكليمې پیاوړتیا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه او ترتیب : عبدالرحمن فرقانی
په ځنې شېبوکې، د ترخې مبارزې اوکړاونو په شېبوکې، هغه له کړاو نه ډکې شېبې چې امت  په هغه تېره زمانه کې ګاللې .. به ما ته د نا هیلۍ فکرپیدا شو، او پر ما باندې به ئې سخت فشار راوست . په دغه شېبو کې به مې له ځانه پوښتنه کوله : چې ستا د لیکلوګټه څه ده؟ د دې مقالو ګټه څه ده چې د ورځپاڼو پاڼې پرې ډکوې؟  تردې ټولوښه نه وه چې یوه تمانچه اوڅو مرمۍ دې پيدا کړی وی، اوبیا تللی وی د هغو باغي اویاغي ککریو سره دې

خپل حساب تصفیه کړی وی ؟ د دې ګټه څه ده چې د میز څنډې ته کښینې اوخپل د غضب او قهر جام په کلیمو کې تشوې، او خپله ټوله وړتیا اوتابتیا په داسې څه کې مصرفوې چې هغو ککریو ته لاره نه شي موندلی،  کومې چې ښایي  سرنګونې شي ؟!
او زه انکار نه کوم چې دغو شېبو به ډیر ځورولم او کړولم، زما زړه به ئې د تیارو او ناهيلیو څخه ډکاوه ،  د خپل ځان په وړاندې به شرمیدلم ، د یوه مثمر اوګټور کاردسرته رسولو څخه د عاجزۍ په خاطر به شرمیدلم !
خو زما نیکبختي اونیکمرغي په دې کې نغښتې وه چې دا شېبې به ډیرې نه ځنډېدلې، چې د کلیمې په پیاوړتیا کې به هیله بیرته راته راوګرځیدله .دځینو داسې کسانو سره به مخ شوم چې زما کومه لیکنه به ئې لوستې وه، او د ځینو څخه به مې لیکونه تر لاسه کول، اوخپل اعتماد به مې د دې ‌ذریعې (لیکلو) په ګټورتیا کې بیرته تر لاسه کړ . داسې احساس به مې کاوه چې دوی زما سره د کوم څه به سر متفق دي: داسې څه چې د دوی په زړونو کې  ورته روښانه او څرګند تصورلاتر اوسه نه شته، خو دوی ئې په تمه دي، او ورته تیاریی نیسي، اوپرې اعتماد او باور لري !.
احساس به مې کاوه چې د آزادو اوخپلواکو لیکوالانو لیکنې ټولې بې ځایه نه ځي ، ځکه چې ویبده راویښوي، چپ راپاروي ، او یو ولسي پاڅون ایجادوي ،چې یوه ټاکلي لوری ته په حرکت کې کېږي ، که څه هم دا لوری تر اوسه پوره روښانه او څرګند شوی نه وي . خو د دې قلمونو تراغیزې لاندې یو څه  نه یوڅه خامخا تحقق مومي .
خو زه به سره لدې بیا بیرته  هماغه د نا هیلۍ او تیارو شېبو ته ور وګرځیدم او خپل ځان به مې ملامتاوه ، او ویل به مې : آیا دا د کلیمې په پیاوړتیا باندې ایمان د دې پلمه خو نه ده چې د کوم بل ګټور کار د تحقق  څخه مخنیوی وکړي ؟ او دا د انسان له لوری پرخپل ځان باندې خندل خو نه  دي ، تر څو ځان پدې ډول مطمئین او ډاډمن کړي، چې کوم ګټور کار ئې تر سره کړی، او د بې غیرتۍ او تقصیر له احساس څخه تښتيدل خو نه دي !؟
د تېرې شوې مبارزې شېبې مې دا راز تېرولې،  تر څو د الله تعالی په امر نوی سهار راوخوت،  تیاره ورېځې ورکې شوې، اوخلکو هغه پاکه هوا تنفس کړه چې انقلاب له ځانه سره راوړې وه، او دا کشمکش یوه داسې خاطره وګرځيدله ،  چې تاریخ به ئې له ځان سره وساتي.  
نن دا فکر راته پیدا شو چې د کاغذ هغه ټوټې وګورم چې  د مبارزې په هغه ستونزمن او له کړاوو نه ډک حالت کې ما ځینی ټکي پکې لیکلی ؤ. انکار نه کوم چې  په لیدلو ئې زه ډیرسخت حیران شوم ، آن تر دې چې باور مې نه کاوه چې دا لیکنې هغه وخت ما کړې وي.  یقینا چې د کلیمې پیاوړتیا عجیب څه دي. ټول خوبونه په حقیقت بدل شوي دی، ټولې وړاندوینې ریښتیا شوې دي . لکه چې د آسمان دروازې پرانیستې وې، او آزاد او خپلواک لیکوالان د زړه دخلاصه لیکی اود دې کلیمو په اساس خپل پیغام وړاندې کوي.  
بیا به مې له خپل ځان نه پوښتنه کوله چې دا دکلیمې د پیاوړتیا راز په څه کې نغښتی دی ؟
یقینا چې دا راز د کلیمو په ښکلا او د عبارتونو په موسیقۍ کې نه دی نغښتی، بلکه دا د پیاوړتیا راز د کلیمې پر  دلالت او مفهوم باندې په ایمان او باور کې نغښتی دی !، او دا راز په هغه هندسه کې نغښتی دی چې کلیمه د ژوندې مجسمې په څیر په حرکت کې راولي، او په هغه معمارۍ کې نغښتی چې د کلیمې دلالت او مفهوم ته ژوندی جسم ورکړي.
دا د کلیمې د پیاوړتیا راز په دې کې هم نغښتی دی، چې د خلکو له وجدان نه ، د انسان له احساساتو ، د بشریت له داد او نلښت ، او دخپلواکو او آزادو مبارزینو د وینو څخه خپل قوت او اراده تر لاسه کړي .
ټولې کلیمې د خلکو زړونو ته لاره نه شي موندلی، چې ژوندي ئې کړي او په حرکت ئې راولي ، او ټولې کلیمې زړونه نه شي سره یوځای کولای تر څو ئې په حرکت راولی . بلکه هغه کلیمې د خلکو زړونو ته لاره موندلی شي چې وینې ورنه بهیږي، ځکه چې د با احساسه انسان له زړه نه تغذیه شوې وي، هره کلیمه چې ژوندی پاتي شي په حقیقت کې هغه د انساني زړه نه تغذیه شوې وي . خو هغه کلیمې چې په خوله کې مړې زېږېدلې وي ، او ژبه ئې تلفظ  کوي، خو د الهي تصور له چینه نه اوبه  شوې نه وي ، مړې زېږېدلې اوهیڅ اغیزه نه لري ، بشریت د یوې ګوتې په کچه په مخ نه شي بوولای، اوهیڅ څوک هغه نه خپلوي، ځکه چې مړې تولد شوې وي، او انسانان عادتا مړي نه خپلوي .
دقلم خاوندان کولای شي ډیر لوی لوی کارونه تر سره کړي، خو په یوه شرط : کله چې دوی مړه شي د دوی افکار ژوندي پاتې شي، او خپل فکر د خپلو وینو او غوښو نه تغذیه کړي، اوخلکو ته هغه څه ووایی چې دوی پرې اعتقاد لري چې هغه حق دي، اوخپله وینه د حق تر کلیمې قربان کړي ، زموږ کلیمې او افکار د بې روحه جسمونو په څير دي ، مګر کله ئې چې په لاره کې  خپل ځان او وینه قربان کړو بیا ژوندۍ شي اود نورو انسانانوپه منځ کې وپایي.  
هغه خلک چې شپه او ورځ د یوې ښکلې کلیمې  د پیدا کولو لپاره زړه خوري ، ترڅو جذاب عبارتونه او براق تخیلونه ولیکي، هغوی ته یوه نصحت لرم : دا ټول زیار، کوښښ اوزحمت په نورو کارونو او چارو کې مصرف کړئ، ځکه چې  دلته د ژوند یوازنی لامل په یوه مقدس اور باندې، د ایمان په اور،  په ارزښت باندې دایمان په اور د روح تازه والی او د زړه روښنایی ده، د کلیمو ژوند او د عبارتونو ژوند دی.
بیا نور څه ؟
بیا دی هغه څوک چې په څه کړو باندې قادر دی لاس تر زنې نه کیني،
وروسته لدې چې د کلیمې له پیاوړتیا څخه یادونه وشوه، او د هغې مستقیمه اغیزه مو د خلکو په ژوندانه کې وڅیړله غواړم هغو خلکو ته په ډاګه کړم چې غواړی د کلیمې له لارې خپل مکلفیت پرځای کړي او د دې کار وس او همت  هم لري، نباید په دې لاره کې دسرښندنې او ایثار نه ځان وژغوري، په ډیرو شیبو کې  یوه خبره تر ډیرو کارونو پریکنده اوغوڅه وي.
 په ځینو شیبو کې بې ګټې به وي که ووایو او ووایو.. او عمل پرې ونه کو ، ځکه چې په ورته صورتحال کې پرځای د دې چې کلیمې موږ ته قوت راکړي زموږ قوت  له منځه وړي . نو یو محدود شمېر لیکوالان کولای شي چې کلیمو ته طاقت ورکړي، په هر حال اساس او بنیاد دا دی چې خلک په کلیمو عمل وکړي، اود کلیمو د عملي کولو په پایله کې هغه څه تر لاسه کړي چې د تر لاسه کولو هیله ئې لري.
 کلیمه که هر څومره اخلاص ولري په یوازې توګه څه نه شي کولای، ترڅو چې حرکت ورنه کړل شي، اوپکې روحیه پیدا نه شي، خلک په خپله هغه  ژوندۍ کلیمې دي چې  دلالت او مفهوم  ئې بلیغه او ستره  ادا پرځای کولای شي.
د عقایدو او فلسفو تر منځ بنسټیز ټوپیر دا دی، چې عقیده هغه ژوندۍ کلیمه ده چې د انسان په وجود کې کار کوي ، او انسان د هغه د تحقق لپاره زیار باسي . مګر فلسفه هغه مړه کلیمه ده، چې له وینې او غوښې نه بیله شوی، د انسان په ذهن کې ژوند کوي، او هماغلته  په سړه توګه اوسېږي.
له همدې ځایه عقیده د انسانانو په ژوندانه کې د هغه ساربان حثیت لري، چې نغمه بولي او بشریت ئې په نغمو پسې روان وي، اوپه ټولو  لوړو او ژورو، غرونو اورغونو ،او په دښتو او بیابانونو کې یوځای د دې  ساربان  په نغمو پسې روان وي، اوپه پای کې نجات مومي او ژوندی پاتې کېږي، اوپه نړۍ کې ئې پرخپل رسالت باندې اعتماد پخیږي ، ځکه چې دا رسالت له وجدان نه سرچینه اخلي،  وجدان روښانه کوي،  احساسات ژوندي کوي.
نوځکه له عقیدې پرته چاره نه شته، د کلیمې پیاوړتیا په دې کې نعښتی، چې له عقیدې نه سرچنه واخلي، عقیده د کلیمې ژباړونکې ده، عقیده  باید خلک په ژوند باندې تغذیه کړي، تر څوعقیده دوی ته ژوند ورکړي.

لیکنه : سید قطب
ژباړه او ترتیب : عبدالرحمن فرقانی .