محب الله جان لايځ
۱۳۹۱ل\۱۲\۲۴
دکب په څلورویشتمه د ژوند ادبي بهيرشپږشپېتمه غونډه د دريځوال خوشال دراني په تلاوت کولوپيل شوه ،له تلاوته وروسته دتېرې اونۍ راپور محب الله جان لايځ واورولو،ګډونوالو دراپور جمله بندۍ ته علاقه وښوده اوپه یوښه راپور يې وستایه،ددې سربېره په راپور کې دټولو نومونو دراوړلو وړاندیزونه هم وشول،کره کتنه د رحمت الله چکیمي په لنډه کیسه(ښه شپه) وشوه .کیسه دکابل پوهنتون دیوه محصل(جاوید) په بې وسۍ سربېره دښوونکو په ناسم چلنداو په پوهنتون کې دشعیه او سوني
مسلمانانوپه جنګ کې دهغه په مړينه لیکل شوې وه . دکیسې تلوسې اوپيغام لوړ تاثیر درلود او دیوې رښنينې پېښې په انځور کښل شوې وه،کره کتونکوداکیسه دافغاني ټولنې دبدبختۍ یوښه انځور وبللو،دکیسې عنوان (ښه شپه )و،چې دمحتواسره په بې تړاوۍ ګډونوالويې دسمون وړاندیز وکړ،
زاهدالله نوري وویل:په ټولګي کې په پښتون جاوید دښوونکي تمسخر،اودهغه په لباس خندا،که څه هم دایوحقیقت دی،خو باید تبعیض په لیکنه کې رانه شي،چې داپه ټولنه بده اغېزه کوي.
خوشال دراني خپله دسمون وړاندوينه داسې وکړه : دکیسې عنوان(ښه شپه)باید(ښه ورځ)شي.
زاهدالله ځیرک داسې نظرورکړ:داتل وژنه زمونږپه کیسوکې کلیشه شوې بایداتل بریالی واوسي،چې داپه ټولنه بده اغېزه لري ،دکیسې پیغام بایدهڅونه،زیار،اوبریالیتوب وي،که دبې وسه خلکو دوژنې پرځای باید دهغوی بریالیتوب راوړل شي،ښه مرال به ولري.همدارنګه راوي کرکټرونه ډېر ښه انځور کړي وو،که دامستقیم راغلی وی لاپه خوندور وی،انخورونه يې ډېرحقیقي ولکه: (دبوټانوتسمې يې کش کړې،لاسونه يې خولې ته نیولي و).
شهزاده قادري وويل:عنوان دموضوع روح اونچوړدی،باید په عنوان کې دکيسې مفهوم پروت وي.
له کره کتنې وروسته یوې ښکلې مشاعرې یاده ناسته راونغاړله،دراتلونکې غونډې لپاره ځانګړې موضوع نورمحمد شهاند،ادبي درس شهزاده قادري اوکره کتنې لپاره زاهدالله ځیرک خپله لنډه کیسه وټاکله.
درنښت