د ناټو وياند جنرال گونتر مهمې خبرې افغانانو لپاره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 م . مسافر     (کابل)
امريکا د خپلو پوځيانو وتل د افغانستان څخه جولاى ٢٠١١ کي پيل او د همدې کال په آخر کي د لس زرو سرتيرو واپسي خبر ورکړ په لمړي پړاو کي د امريکايي پوځيانو وتلو لړۍ په کرار او سوکه وه په اگست ٢٠١٢ کال کي ناټو د ١٨٥ نظامي اډو تخليه اعلان وکړ خو د امريکا او ناټو هېوادونو د پوځيانو وتلو پروسه د ٢٠١٢ کال تر آخره په ډيره عجيبه چټکۍ سره مخته ولاړه د فرانسې ټول پوځيان ووتل او امريکا هم اعلان وکړ چي په افغانستان کي ٦٨ زره

امريکايي ستريري پاتې دي او تقريباً ٧٠ زره پوځيان د افغانستان څخه بيرته امريکا ته ستانه شوى دي.

د ٢٠١٣ کال پيلامه کي د امريکا ولسمشر بارک اوباما د حامد کرزي سره په امريکا کي د ليدنۍ په مهال په روښانه او څرگنده ټکو کي وويل (چي د ٢٠١٤ کال وروسته به زمونږ يو سرتيرى به هم افغانستان کي نه وي).

د بارک اوباما دا څرگنده اعلان ځينې د غربي هېوادونو بې خبره حکومتي چارواکي هک پک حيران کړل د جرمني بهرني چارو وزارت په خپله يوه اعلاميه کي د امريکا ولسمشر اعلان په سختو ټکو کي وغنده چي داسي اعلان زمونږ ځواکونو ته افغانستان کي سخت تاوان رسوي او زمونږ لاس ته راوړنۍ له مينځه وړي.

خو ځینی سیاسی کارپوهان بیا  پدا اند دي چي امريکا د خپلو گټو په فکر کي ده نه  د بل چا په  غم .

لدي مخکې هم امريکايي ځواکونه د نورو غربي ځواکونو سره يو ځاى د ملل متحد د صلح قواو تر نامه لاندې د ١٩٩٢ کال کي د صوماليا بيچاره هېواد لوټولو لپاره يرغل يوړ تر څو هلته د جنرال عیديد حکومت له مينځه يوسي. په صوماليا کي د امريکايي پوځيانو يوه مياشتې لا تيرى شوى نه وه چي د شپې د سمندري بيړيو په واسطه خپل ټول پوځيان د صومالي څخه وويستل، بې لدې چي خپل نور غربي ملگرو ته خبر ور کړي، سهار چي فرانسوي، انگليسي، ايټالوي او جرمني جنرالانو گوري په موگاديشو کي يو امريکايي سرتيرى هم نشته ټول د شپې تښتيدلي دي، هلته هم ځینی اروپایی او د جرمني چارواکو د امريکايانو ناځوانمردانه عمل باندي سخته خواشينى څرگنده کړې وه خو څرنگه چي امريکا خپل غلامان پيژندلي دي د غسې د هغوى انتقاد او غندنې هم بې پروا گڼي لکه د حامد کرزي ځينې انتقادونه او غندنې.

* اوس د ناټو او ايساف وياند جنرال گونتر کتس اعلان د افغانانو لپاره نورهم جدی دی پس له هغه چی  د افغانستان څخه د کانادايي، هالندي، استراليايي، سويزرلند، فرانسوي او د ٧٠ زرو امريکايي پوځيانو وتلو خبر ورکول شو

د ناتو وياند جنرال کتس په خپل خبري کنفرانس کي يو مهم حقيقت افغانانو او نړيوالو ته څرگند کړ او د لمړي ځل لپاره یی د مطبوعاتو په وړاندې ددې خبرې تصديق وکړ: چي تر دې دمه ئې په افغانستان کي شپږ سوه نظامي اډې تړلې دي . دغه اعلان څخه په ډاگه معلوميږي چي امريکا او ناټو هڅه کوي  ژر تر ژره د افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړي.

د عيني شاهدانو له نظره چي امريکايانو په ډيرو ولسواليو کي خپل بيسونه تخليه او تخريب کړي دي، د قندهار هوايي ډگر څخه د افغانانو وينا ده چي پدغو ورځو کي د امريکايي الوتنی ډيرې زياتې شوې دي.

 د تگاب ولسوالۍ څخه د بهرني ځواکونو د لسو بيسونو په ځاى اوس يو بيس د ولسوالی تعمير په بازار کي ساتلي نور ئې تخليه او ځینی افغان ځواکونه ته ورکړي دي، تېر کال د کنړ ولايت مختلفو سيمو او ولسواليو کي د ډيرې نظامي اډو څخه امريکايي پوځيان و تښتيدل او بيسونه ئې تخريب کړل .

دعيني شاهدانو له قوله چي د بگرام هوايي ډگر کي پخوا تقريباً څلور زره افغاني کارگرو د امريکايي پوځيانو لاندي مختلف تعميراتي آشپزخانې او تشنابونو پاکولو کارونه کاوه اوس دا شمير نيمايي ته را ټيټ شوى دى او ډيرې پروژې ئې تړلې دي.

د حامد کرزي وينا چی (امريکايان دې ميدان وردگ څخه ووځي) پدا باندي هر افغان پوهيږي چي امريکايي پوځيان د سختو فشار له کبله د ميدان وردگ څخه د وتلو فيصله کړې ده کرزى هسې پخپلو ساختگي نيوکو سره غواړي ځان د کاغذي قهرمانانو په لست کي شامل کړي.

•د ناټو او ايساف وياند جنرال کتس په خپله وينا کي د ائتلافي هېوادونو تر مينځ د تجهيزاتو او نظامي وسايلو نقل او خرڅولو په هکله د اختلافاتو او بې اعتمادي جنجال هم برسيره کړ هغه وويل: افغانستان کي ميشت ايساف او ناټو ځواکونه ډير جنگي تجهيزات لري چي د دغو وسيلو حساب ورکول او بيا ليږدونه د هر هېواد خپله ملي گټه او تاوان دى .

*د جنرال گونتر کتس په وينا :چي مونږ په افغانستان کي د سل زرو کانتينرو څخه زيات تجهيزات او پنځوس زرو څخه زيات نظامي ليږدونکى وسيلې لرو، چي ځينې به ئې له مينځه يوړل شي تر څو مجاهدينو لاس ته ور نشي او ځينې ئې د کار او اهميت له نظره وروسته کابل حکومت ته ورکول شي (بيکاره وسايل) او ځينې وسايل به تر هغې د جگړې اړتيا پورې کوي او بيا به تشريح شي.

• جنرال کتس وويل: چي مونږ د افغانستان څخه د دغو وسايلو د ايستلو لپاره بيلا بيلې لارې مخته لرو د هوا، ځمکه او سمندر ، چي هر هېواد به د خپلو تجهيزاتو د ليږدولو لپاره تصميم نيسي او که څوک ئې خرڅوي دا هم د هغه هېواد کار دى.

څو موده مخکي انگلستان او کاناډا غوښتل چي خپل نظامي وسايل په ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان خرڅ کړي خو د روسيې ولسمشر پوتين ګواښ غربي هېوادونو ته  دا وو : چي د مينځني آسيا هېوادونه سره د نظامی وسایلو  پيرلو قرار داد او ژمنه څوک نشی کولي.

پاکستان حکومت هم د انگلستان څخه غوښتنه وکړه چي خپله پاتى شونې سلاحگانې دوى ته ورکړي ځکه وړل ئې بيرته امکان نلري.

*د ناټو او ايساف وياند جنرال کتس د امريکا او ناټو هېوادونو نظامي اډو په هکله وويل: مونږ په افغانستان کي تر دې دمه ٦٠٠ شپږسوه اډې تړلې او د نورو په اړه به هم راتلونکۍ نږدې مياشتو کي تصميم نيسو.

*جنرال کتس پخپلو خبرو کي يو څه نور مهم معلومات هم وړاندې کړ هغه داسي وويل: د نظامي اډو په اړه بايد ووايم مونږ ٦٠٠ اډې تړلې دي په دې معنى چي ٢٥٠ دوه نيمه سوه اډې مو تړلې او له مينځه وړى دي او ٣٥٠ دری سوه او پنځوس نورې اډې مو افغان ځواکونو ته سپارلي دي اوس مونږ  ١٩٠  لوې اډې په واک کي لرو چي د دغو شمېر به هم راتلونکو مياشتو کي ډير را ټيټ شي.

*جنرال گونتر کتس دا معلومات هم وړاندې کړ: چي پدغو ٦٠٠ شپږسوه اډو کي کوچنۍ او سترې نظامي اډې شاملې دي او هغه سترې اډې چي لا تر اوسه د ناټو او ايساف په ولکې کي دي بايد وگورو چي په راتلونکى کي کومو اډو ته موقتاً اړتيا لرو پدا اړه به افغان حکومت سره خبرې وکړو.

*د ناټو او ايساف وياند جنرال گونتر کتس په خپل خبري ناستې کي د ناټو هېوادونو ځينې اختلافاتو څرگندولو سره به تر فشار لاندې را ته او د اختلاف ټکې به ئې دوه درې ځله تکرار کړل.

*جنرال کتس يو ځل بيا د ناټو ځواکونو د تجهيزاتو په اړه وويل: (چي دغه وسيلې په بيلا بيلو هېوادونو پورې تړاو لري او هر هېواد د خپلو وسايلو په اړه خپله تصميم نيسي چي بېرته ئې خپلو هېوادونو ته وړي او که ئې پر چا پلوري د هر چا خپل کار دى) دا څرگندونې د ناټو هېوداونو ترمنځ جدي اختلافاتو جوته وي، د ناټو اختلافاتو يوه بيلگۍ څو ورځې مخکي په بروکسلز کي د ناټو په غونډه کی د جرمني او ناټو مشر راسموسن  او امریکا او د فرانسې او انگليس نمايندگانو تر مينځ  ښکاره ټکر مطبوعاتو ته را برسيره شو.

*جنرال گونتر کتس يوه بله مهمه خبره د اختلاف هم په خپلو خبرو کي په ډاگه کړه: هغه وويل: (بهرني ځواکونو شاوخوا پنځه سوه او پنځوس اډې زمونږ په واک کي پرې ايښي دي ځينې ئې قصداً تخريب کړى دي).

کيداى شي جنرال گونتر کتس دا اشاره ځينې اروپايي هېوادونو ته کړي وي، ځکه فرانسويانو په تگاب، سروبي او ځينې نورو ځايونو کي د ډيرو غوښتنو با وجود هم امريکايي ځواکونو ته مفتى په اختيار کي ورنه کړې فرانسوي پوځيانو قصداً خپلې ځينې اډې تخريب او له مينځه يوړلې.

*د ناټواو ایساف وياند جنرال گونتر کتس څرگندونو په هکله د کابل رژيم وزرات دفاع وياند جنرال ظاهر عظيمى يو ضعيف موقف د بي بي سي سره په مرکه کي څرگند کړ ظاهر عظيمي د بهرنيو ځواکونو د تجهيزاتو په ارتباط وويل (مونږ د ٥٠ هېوادونو تجهيزات له ځان سره لرو او هر هېواد د خپل تصميم نيسي چي خپل تجهيزات پر چا وپلوري، زه نه شم کولاى د يو عادي وياند په توگه د ټولو ٥٠ هېوادونو په استازيتوب پر دغې موضوع بحث وکړم (ظاهر عظيمي د بي بي سي خبريال مخته خپله کمزوري او عاجزي باندي اعتراف وکړ او زياته ئې کړه : مونږ به د افغان پوځ او پوليسو جوړښت ته په کتو، له افغان بهرني همکارانو او مشاورينو سره خبرې وکړو او خپلې کمى او ضرورت به مخته کړ، و به گورو چي کوم هېواد خپلو افغاني دوستانو  ته کوم تجهيزات ور ته پريږدي.

*د کابل رژيم دفاع وزارت وياند جنرال عظيمى د خپلو بې اختيارو خبرو په ترڅ کي وويل: (په هغو سيمو کي چی واک افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي حالت د پخوا په پرتله ډير ښه شوى دى).

*بي بي سي راديو د جنرال عظيمي ضد او نقيص څرگندونې په هکله وويل: چي عظيمي وړاندې تر دې په دې هکله ويلي وو : (بهرني ځواکونو شاوخوا پنځه سوه او پنځوس نظامي اډې زمونږ په واک کي پرې ايښي دي ځينې ئې چي د کارولو نه وي له مينځه وړي دي په هغو سيمو کي چي واک افغان ځواکونو ته ليږدول شوي امنيتي حالت د تېر په پرتله تر شل سلنې ډير ښه شوى دى).

*د امريکا ولسمشر اوباما هغه څرگندونه چي (زمونږ جگړه به ٢٠١٣ کال تر پاى ختميږي او زمونږ ماموريت به جگړيز بڼه نلري او ٢٠١٤ کال وروسته به زمونږ يو عسکر افغانستان کي وجود ونلري).

دهغی وروسته د کابل رژيم په حکومتي چارواکو ډير زيات اثر غورځولى دى او هر يو ئې خپل راتلونکى په خطر کي ويني نو خپل جايداد، کورونه او اپارتمانونه خرڅوي، د وتلو هڅه کوي، او ځينې ئې هم د مجاهدينو سره د معاملې او بښنې غوښتنه کوي کابل کي داسي آوازې هم شته چي استاذ سياف لخوا ملاعمر او حکمتيار ته ليکونه ليږلي او حاضر دى چي د خپلې غلطي د پاره څه وکړي.

ډاکتر عبد الله د شمال ټلوالى يو مشر کابل کي د پاکستان سفارت څخه څو موده مخکي د ويزې غوښتنه کړى وه تر څو د پاکستان د لارې کاناډا ته په يوه بهانه لاړ شي، د حزب وحدت اهل تشيع يو مهم مشر حاجي محقق اسلام آباد ته په خپل سفر کي د پاکستان د حکومت زيات توصيف وکړ د صدر اعظم راجه پرويز اشرف په شمول نورو ديرو چارواکو سره وکتل.

څو ورځې وړاندې يونس قانوني د شمال ټلوالى په يوه غونډه کي په هرات کي وويل: (ما نمى فهميم که چه کنيم هر کس کارى خود را جور مى کند) د چرگۍ لکۍ په شان وايي حاجي محقق ځمکې ته کتل ځکه حاجي محقق تېر ځلې د خپلو شخصي گټې په خاطر د قانوني په ضد د سياف سره گوتې پټې کړى وى.

د شمال ټلوالى يو بل مشر صلاح الدين رباني هم درې مياشتې مخکي د اسلام آباد په سفر کي د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د پوځ مشر په شمول ډير چارواکو سره وکتل او خپله ډيره خوښي څرگنده کړه.اوس کابل کي شورى نظار او دولتي چارواکي خپلو فاميلونه او سرمايه د هندوستان او دوبۍ په لور نقل مکان کوي.

تېر کال د افغانستان څخه تقريباً څلور نيم ميليارده ډالر دوبۍ ته په غلا او قاچاق وړل شي دي.پروسږ کال د شورى نظار مشر يونس قانوني د دوبۍ په هوايي ډگر کي د ډالرو ډک لاسي بکس سره ونيول شو وروسته د کابل حکومت په وساطت لانجه ختمه او پته شوه.

څو ورځۍ وړاندی ځینی اروپایی رسنیو  راپور په اساس:چی ډير افغانان د بهرنيو ځواکونو د وتلو او افغان ځواکونو ته د ليږد پر بهير نيوکې کوي او وايي چي دا بهير لکه

څنگه چي ورته اړتيا ده سم پر مخ نه ځي ، غربي هېوادونه نه بين المللي قانون او نه هم اخلاقي معيار ته احترام لري فقط هغوی  خپلو گټو ته ارزښت ورکوي.

اوس افغانانو ته پکار ده چی خپل مشکل سولیزه حل کړی د پردیو په تمه نشی .