د محمد کریم نور اپلتې او زما ځواب

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حیات الله ستومان

په ټول افغان ویبپاڼه کې مې د ښاغلي محمد کریم نور یوه لیکنه ولوسته چې د ارزښتونو تر عنوان لاندې لیکل شوې وه خدای شته ډیر ودردیدم او ډیر خپه شوم چې موږ اوس هم همداډول علما لرو داخو جوته ده چی د علماو د پښو خاورو ته هم نشی رسیدلای خو هسی اوبه خړوي او کبان پکی نیسي الله دې موږ ټولو ته د هدایت ،نیکې لار راوښایي او د افراط ،تعصب او د منافقت نه نجات راکړي (امین).


په دې لیکنه کې ما د کریم صیب اپلتې راخستې دي او د هغې ځواب مې په صداقت او ایماندارئ
تر خپل وسه د اسلام ددین په رڼا کې کړیدی.
دا چې په اسلام کې ناپوهه او د تعصب نه ډک وګړي په سترو سترو علماو تور او درواغ پورې کوي او هغوئ ته په سپک نظر کاته کوي زر ده چی د خپلو اعمالو په جزا به ورسیږي ، علماء کرام رحمهم الله د انبیاو وارثان دي لکه څنګه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم مهرباني کوي( ان العلماء ورثه الانبیاء ،و ان الانبیاء لم یورثو دینارا ولا درهما انما ورثوا العلم فمن اخذه اخذ بحظ وافر)رواه الترمذی و صححه الانبانی
ترجمه زموږ ستر لارښود نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي ( په تحقیق سره علماء د انبیاو وارثان دي او انبیاء علیهم الصلاه دینار او درهم په میراث کې نه دي پریښي هغوئ تنها او تنها علم پریښی دی په میراث کې .....)
همداسې الله جل جلا له فرمایي (يَرْفَعُ اللهُ الذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ والذِينَ أُوتوا العِلْمَ دَرجاتٍ) سورة المجادلة : 11
لوړه وي الله جل جلا له هغه کسان چی ایمان یی راوړیدی په یوې درجې سره او هغه کسان چې ایمان یې راوړی دی او عالمان هم دی هغوئ لوړه وي په لوړو(سترو) درجو او مرتبو سره .
بل ځای هم نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي(يشفعُ يومَ القيامة ثلاثةٌ: الأنبياء، ثم العلماء، ثم الشهداء)
په ورځ د قیامت کې به درې کسان شفاعت کوي اول انبیاء علیهم الصلاه بیا علماء رحمهم الله بیا د الله په لاره کی شهیدان.
همدا ډول داسې ډیر ایاتونه او حدیثونه شته چې فضیلت د عالم په امی او په عابد باندې څومره دی .
خپلې خبرې لنډوم او د محمد کریم نور خبرې او اپلتې رااخلم او حقیقت ستاسو عزتمنولوستونکومخ ته ږدم.
الله دې د حق توفیق موږ ټولو ته راکړي (امین)
دا ورور وایي (دا چې وهابيانو اسلام سور اور ګرځولی دی او شرعي احکام داسې سپړي چې د خوارج(۱) او المرجئة (۲) تر پولو رسېږي او يا هم د هر شرعي حکم سپړنه يا تفسير خپله رښته (حق) ګڼي او د نورو اسلامي پوهانو پوهه تر پوښتنې لاندې نيسي او حکم يې ردوي، هغه د دوی خپل کړکېچن اندواند او ستونزه ده، نه دې اسلام او مسلمانانو . پوښتنه راپيدا شي چې وهابيان څوک دي
لمړی به د وهابیانوچی ولې خلک ورته وهابیان وایي ارزونه وکړو او بیا به یې پیژنګلوي وکړو انشاء الله
له ما سره یوه پوښتنه راپیدا شوه چې یوڅوک که د یوه کس لار تعقیبوي او د هغه کس په ډله کی ځان ثبت کړی او نو ځان هغه ته منسوبوی او که د هغعه پلار ته ؟
لکه د مثال په ډول زه د امام صیب ابوحنیفه په مذهب یم زه حنفی ځان ته وایم نه ثابتي ځکه دامام صیب نوم دی ابو حنیفه نعمان ځوی د ثابت دی.
مطلب زه د امام صیب پلار ته ځان نه منسوبوم چی نوم یی ثابت دی او زه دې ثابتي شم
همدا ډول د امام محمد بن عبد الوهاب د لارې پیروانو ته باید خلک او ټول متعصبین محمدی ووایی ځکه چې نسبت یې ده ته کیږی او دوئ ناپوهان دده پیروانو ته د امام محمد پلار ته کوی چې دهغه نوم دی عبد الوهاب.
د امام محمد بن عبدالوهاب پیژندنه
محمدبن عبد الوهاب بن سليمان بن علي بن محمد بن أحمد بن راشد بن بريد بن محمد بن مشرف بن عمر بن معضاد بن ريس بن زاخر بن محمد بن علوي بن وهيب بن قاسم بن موسى بن مسعود بن عقبه بن سنيع بن نهشل بن شداد بن زهير بن شهاب بن ربيعه بن أبي سود بن مالك بن حنظله بن مالك بن زيد مناه التميمي.
ایا په رښتیا سره وهابیانو اسلام سور تنور ګرځولی دی؟
دکتور صالح بن عبدالله بن عبدالرحمن العبود پخپل کتاب [عقیده الشیخ محمد بن عبدالوهاب السلفیه و اثارها فی العالم الاسلامی] کې داسې لیکی ترجمه
شیخ محمد بن عبدالوهاب دخپل ځان په هکله وایي[ د لوي الله شکر دی چې زه داسې کوم صوفي او متکلم مذهب ته دعوت نه کوم او نه ځان د لوییو علماؤ په کتار کی شمارم لکه امام ابن القیم رحمه الله او امام الذهبی رحمه الله او امام ابن کثیر رحمه الله زه دالله او دالله درسول دین ته خلک دعوت کوم زه هغې لاری ته دعوت کوم کومی باندې چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وصیت کړیدی زه هیڅکله حق نه ردوم کله چې ماته حق ورسیږی بلکې زه ګواهې ورکوم په الله جل جلاله ،په ملایکو او ټول خلک دی هم ګواه اوسي که چیرې موږ ته حق راورسیږي موږ به یی په واړه سترګو قبول کړو]
همداډول دکتورالسوري وهبة الزحيلي -حفظه الله پخپل کتاب [تأثر الدعوات الإصلاحية الإسلامية بدعوة الشيخ محمد بن عبدالوهاب]کې داسې لیکې ترجمه
[امام محمد بن عبدالوهاب د حق ناره او د حق چغه ووهله او ډیره متاثره ناره وه د حق دلارې مهمترین او لوړ داعی و،ځکه د غوښتل چې امت ته د نجات لار پرانځی او امت له بدعاتو،خرافاتواو انحرافاتو نه وژغوري خلکو ته حقیقت ښکاره کړ د وحدانیت او خالص تو حید په لور یې د دعوت په لار کې هر ډول ستونځی وزغملې.......]
علامة المغرب سيدي محمد بن الحسن الحجوي الثعالبي په خپل کتا ب [ الفكر السامي في تاريخ الفقه الإسلامي]کې لیکي ترجمه
د امام محمد بن عبد الوهاب رحمه الله عقیده پاکه او خالصه عقیده په مذهب د سلف الصالحین چې قران او سنت دی وه او په فروعو کی د امام احمد بن حنبل پلوی و خو مقلد یې نه واو ډیږ کوښښ یې کاوه چې خپله هره خبره د قران کریم او سنت نبوی په رڼا کی خلکو ته ورسوی ]
خوږو لوستونکو د یوه چا لاره چې قرانکریم او سنت نبوی وی نو هغه به څنګه وکولای شي چی اسلام سور تنور وګرځوي په رښتیا سره حق ترخه وی .
محمد کریم ورور خبره تر خوارج او المرجئه پورې رسولیده دومره له تعصب نه ډک دی دا ورور به خوارج او المرجئه نه پیژنی او هسې نوم به یی اوریدلی وي لوی خدای جل جلاله دې له موږ سره دده هم هدایت دنیکئ ورکړي امین
کریم ورور لیکی
د هر شرعي حکم سپړنه يا تفسير خپله رښته (حق) ګڼي او د نورو اسلامي پوهانو پوهه تر پوښتنې لاندې نيسي او حکم يې ردوي، هغه د دوی
دا خو معلومه خبره ده چې هر امام خپل دلیل دبل دلیل نه بهتر بولی او دا به تیروتنه وی چې ته وایی او دنورو اسلامی پوهانو پوهه تر پوښتنی لاندی نیسی او حکم یی ردوی که ته د ابن عباس او ابن مسعود رضی الله عنهم تفسیرونو ته مراجعه وکړې امید دی چی یو څه به مغز خلاص شی او د بهتان او افترا نه به په امن کی شی .
ګرانه نور صیب الله دی زړه له نوره ډک کړه ته خو نور یې خو په تیاره کی روان يې ته چی په کومې لار روان یی دا کوهستان ته تللی راشه له حق نه ځان خبر کړه!
ته په کوم ډول د علماءکرامو نومونه لیکی چی نه ورسره رحمه الله لیکي ته دومره له کینی او تعصبه ډک یی الله دې درته هدایت وکړي
دا ورور لیکی د احمد بن حنبل په شان ده ته هم د شيخ السلام خطاب کېده .
دا بل ځای لیکی
دا چې محمد ابن عبدالوهاب د ابن تيميه پر نظر څومره پوه شوی دی او تر کومه ځايه يې د ابن تيميه حکمونه پرته له غلطۍ څخه د خپل وخت او ټولنې خلکو ته سم را رسولي دي، ښايي چې اسلامي پوهان پرې څېړنه وکړي، خو د ابن تيميه په باره کې نه ويل کېږي چې ده به د اولياو کرامت نه منه، قبرونه او يا به يې نور مذهبي مراسم ړنګول . د ابن عبدالوهاب په اړه هر ګوره (البته) ويل کېږي چې ده په خپله ټولنه کې د قبرونو او زيارتونو ړنګول پيل کړل او خلک به يې له خپلو ټولنيزو مراسمو منع کول او يا به يې ورته مزاحمت کوه . نو همدا لامل وو چې خلکو محمد ابن عبدالوهاب له خپلې ټولنې څخه وشړه او دی پ
ه تېښته د محمد ابن سعود تر قوم پورې را ورسېد .
دا چې اسلام پوهان پرې څیړنه کوي نو ته محمد کریم نور د کوم باغ ملۍ یی چې علماو پسې دې راخستې ده
داولیاو کرامت ټول موحدین خلک مني اشنا خو دلیل به یې دا وي چی ولي صیب ژوندی وي خو کله چې ولي صيب مړ شي ولایت یی هم پای مومي که وایی چې نه د ولي صیب ولایت د هغه له مرګه ورسوته هم ژوندی وي نو بیا خو ستا او د شیعه ګانو هیڅ توپیر و نشو هغوئ هم د علی رضی الله عنه ولایت ژوندی بولی او ته هم بله خبره د قبرونو او زیارتونو ړنګول هلکه ستا په زیارتونو او قبرونو کې کومې لوبې نه کیږي زنا،لواطت د همجنسبازانو ودونه او ټول منکرات چی واړه کفر دی دا ټول پکې په رڼا ورځ کیږي او ته مولانا صیب وایې چې دا قبرونه ړنګول
د وهابیانو کار دی دا د موحدینو کار دی الله دې ورته په لاسونو برکت کړي (امین)
او اوس خو دافغانستا ن او پاکستان په زیارتونو کې بلا بلا اسلحه او کانونه پیدا شویدی .
تا قبرپرست ته کوم مړی شفا درکړی تا زیارتي صیب ته کوم بابا څه درکړي هلکه نور صیبه سم شه خدای پاک فرمایي (فاستقم کما امرت ) مستقیم او برابر اوسه لکه څنګه چې تاته امر شویدی الله دې درته هدایت وکړي که نه لاړ شه همالته د یوه زیارت مرید شه ګرمې ګرمې حلواګانې به خورې او بلا بلا شکرانې به اخلې ته په انټرنټ او په دې دنیا څه کوې
او له دې ... هم لاس واخله خدای جل جلاله فرمایی (وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ)البقرة: 191
فتنه ډیره ستره ګناه ده بلکی له قتل نه هم ډیره الله دی درباندی رحم وکړی الله نه وویریږه
کریم ورور د حکمتیار صیب خبره راخلی خدای زده چی هغه کړی او که نه خو هغه لیکی
تر ټولو ډېره اړينه دا ده چې که ريښتيا هم وهابيان د اسلام لمړني وخت ته ورتګ غواړي، نو ولې د ښاغلي ګلبدين حکمتيار خبره نه مني چې که څوک ريښتيا هم لمړنۍ اسلامي دورې ته ورتګ او د لمړنيو سپېڅلو مسلمانانو په څېر ځانونه جوړوي، نو د امام ابو حنيفه رح په مذهب دې شي ځکه چې هغه تر محمد ابن عبدالوهاب هم ستر عالم وو او هم د رسول الله ص وخت ته نيږدې .
امام ابو حنیفه رحمه الله فرمایی اذا صح الحدیث فهو مذهبی ترجمه
کله چې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم خبره صحیح ثابته شی هماغه زما مذهب دی
ټول اسلام دوه اساسی محورونه لری چی یو یی قران کریم او بل یی احادیث دی د هر څه حل په قران او سنتو کی شته او الحمدلله علما کرام هم شته چې په کوم ډول احکام استنباط کړي.
بل دا که زه ووایم چی زه د قران او سنتو په مذهب یم یا د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په مذهب یم نو زه له مذهب نه خارج یم او که په مذهب کی داخل ؟ څنګه مذهبی صیب؟
د ټولو امامانو مذهب قران او سنت و زما هم دی ستا هم دی د بل هم که دا ډول نه وی نو ته یی را ثابته کړه مذهبی صیب!
دا ورور لیکی
بدمرغي هر ګوره دا وه او ده چې وهابيانو د عقل پر ځای خېټه کاروله، د علم پر ځای جهل او د عبرت پر ځای يې همغه غلطۍ کولې چې څو وارې يې کړې وه . بده لا دا چې تر اوسه پورې د خپل کړکېچن عقل او منطق بنديان دي .
الله دی درته هدایت وکړي د سلف صالحینو منهج قرانکریم او سنت نبوي دي نو څنګه کیدای شی چی عقل یا خیټه وکاروي خیټور خو تاسو غوندې وي د سرسایو او د باطلو لارې
نه روزی ګټل خو ستاسو بدعتیانو کار او عمل دی او د علم پر ځای د جهل نه خو ستاسی غوندی خلک کار اخلی له تعصب نه ډک خلکو .
په پای کی لیکي
يوازې يې د پېژند او کړنلارې يو څو بېلګې را وړم :

له علم سره ناباندېوالی (مخالفت)
د اولياوو سپکاوی
د قبرونو بي عزته کول
د خېټې د ډکولو لپاره فتواوې خرڅول
ښځې له انساني کرامت څخه بې برخې ګڼل
د اسلام ټيکه داري
د اخلاقو داسې سپړنه او پېژند چې څنګه يې زړه وي
په بې احترامه طريقه سره لمونځ کول

که هر څومره نقابونه پر خپل مخ واچوي او په يوه او بل نامه سره ر ا څرګند شي، افراط يې تر ټولو ستره نښه ده . په هر څه کې افراط او افراط . او په همدې افراط سره هر وخت او په هر ځای کې هغه ارزښتونه تر پښو لاندې کوي چې دوی يې د ساتنې باټې ولي .

زه به ارزونه او فیصله لوستونکو او دنبی کریم صلی الله علیه وسلم پر دین مینو امتیانو ته پریږدم چی څوک په حقه دی
له علم سره کله او څوک مخالفت کوي او ولې یې کوي په دېخبره خو زما سر خلاص نشو
د اولیاو کرامو سپکاوی که ته ده ته وایی چی په قبر یی یو لوړمنار او ګنبه کیښودلی شی او د ولی صیب قبر دی د ځمکی نه یونیم متر لوړ جوړ شي او لمونځونه دې پکی خلک کوي او خلک دې پکی نذرونه نیسي دا خو د پخوانیو مشرکانو کارونه دي.
د خیټې د ډکولو لپاره فتواوې خرڅول د هغوئ هیواد الحمد لله ابراهیم علیه السلام ورته دعاګانی کړیدی ده ته به یې ضرورت نه وي چې فتواګانې وپلوري لکه زموږ په وطن کی چې
تعویذ ګرته څاروی یوسه یا تعویذګر صیب وایی چی تعویذ د تورې چرګې په وینه ولیکل شی سم دم کار کوی الله دی تاسو مشرکینو ته هدایت وکړی .
د اسلام ټیکه داری خو معلومه ده چی په سر کې به یې الف نه وي او د اسلام سترو سترو علماو پسې به لیکل کوي لکه تا په څیر ته د اسلام په معنا او مفهوم پوهیږې له ځانه دی پروفیسور جوړ کړیدی چیرته په ارامه کښینه .
د اخلاقو خبره دې یاده کړې ته ډیر اسلامي اخلاق لرې چې دومره سترو سترو علماو پسې دې راخستې ده چی زه او ته د هغوئ د پښو خاورو ته هم نشو رسیدلای د هغوئ نومونه بی له رحمه الله لیکې او هغوئ د خلکو په ذهنونو کې د یو مسافر په شکل ښایی څنګه اخلاقی صیب!
نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم هجرت وکړ کله چې د مکې قریشو د هغه مبارک خبره ونه منله داسې صحابه کرامو،علماو ،ما او تا هم هجرت ته اړ شو او مهاجر شو.
په بی احترامه طریقې سره لمونځونه خو ستا غوندې وګړي کوي نور صیبه له تعصب نه امین بالجهر نه وایې چی ۱۲ احادیثه په بخاری شریف کی راغلي دي،رفع الیدین خو ستا غوندې خلک نه کوی چی ۴۰ حدیثونه پکی رغلی لاسونه خو ته په سینه نه ږدی چی ۸ حدیثونه پکی راغلی نو اوس ووایه چی په بی احترامی لمونځ ستا غوندې خلک کوي او امام محمد بن عبدالوهاب رحمه الله .
ښاغلیه وروره د یوه کشر ورور په څیر درته نصیحت کوم ما او تا د اسلام ،قرانکریم او نبوي ارشاداتو لپاره څه کړیدي بیا تا خو خبره ان تر خوارجو پورې رسولې الله نه وویریږه او ځان لپاره خپل عمل ښایسته کړه !
و ما علینا الا البلاغ
حیات الله ستومان