د نستوش له مجلی نه :
مرکچی جیپال شرما
ژباړن :نجم الرحمن مواج
جاوید اختر د هند په نننی شعری بهیر کی یوه جوته او مطرح څیره ده .په ۱۹۷۰ کال کی دده لومړنی شعري ټولګه د سپوږمی غزل په نوم له چاپه راووته خو ده ته یی دومره نوم او شهرت په برخه نکړ. بیا یی نوری ټولګی د عاشقانه او یوازیتوب تر نومونولاندی خپرې کړې او داځلی د شعر خوښوونکو بدرګه دده ددغو دوو کتابونو(عاشقانه او یو ازیتوب) سره تر دې کچی وه چی په یوه میاشت کې دا دوه ټولګې د هند پر یوولسو دودیزو ژبو وژباړل شوې
اوپه لومړیو دریو میاشتو کی له څو واره خپریدو سره یو سل او څلرویشت زره نسخې خرڅې شوې .
له جاوید اختر نه تر اوسه پوری (( یوولس شری ټولګې د لنډو داستانونو دوې ټولګې د ګنګا تر څنګه او له نیپاله یوه ښځه )) او یو شمیر مقالې په هندوستان کی خپرې شوې دي.
پرته له شاعری هغه سینمایی ارزښتناکو کارونو سره هم لیوالتیا لری له سینما سره د هغه همدابی کچی لیوالتیا ددې لامل شو چی د هند نامتو شاعر کیفی اعظمی له لور (شبانه اعظمی ) سره چی د هند د سینما ستره لوبغاړی ده واده وکړي .
جاوید اختر نن د هند په لوی او ارت ټاټوبی کې د شاعر ،سناریست او ستر مصنف په توګه وتلی نوم لري او ددی وطن د معاصرو شاعرانو لکه ګلزار راجاموهن دارا ،ابراهیم اشک او ...نورو پام ځان ته اړولی دﺉ له دې شاعر سره لاندې ځانګړې مرکه ولی:
غواړم له دې ځایه یې پيل کړم چی ستا سو خیالونه د (شعر ) په اړوند څه دي ؟
شعر د یوازیتوب په ګهیځ کی د انګیر اذان دﺉ ،لکه د عواطفو په ګهیځ کی چی انسان د عاشقانه لما نځه لپاره عبادت ته اړ باسی .دا عبارت د روح له شاعرانه ښکلا سره مساوی ،ورځنیو کارونو له قیده خلاصون دی ،او غالب په قول (( ددنیوی ابابوله عالم نه خلاصون ))
سره له دی چی (آصف بریلوی ) معاصر ویاند (شعر ) یوه کلی او سل په سلو کی (( الهامی مقوله نه ګڼی،ستاسو توجیه له دې مسئلې نه څه ده او پدی اړه کوم ټاکلی نظراو باور لرلای شی؟
زه مې د خپل ختیځ ځانګړتیا وې لیدنی په پام کی لرلو سره (شعر ) د بریلوی لید بر عکس یوه الهامی مقوله ګڼم او یوه شرقی محسوسه پدیده یی بولم .
شعر د زړه خبره ده او د شاعر انه اندیښنی انعکاس د انګیر په هنداره کی دﺉ که چیری د شعر دغه احساس توجیه پدی بحث کی د ننوتلو لپاره د پيلامی مصداق وګڼو ،وینو چی شعر تر ډیره کچه نه له هغه نه بیل او یا ورنه لیری (ساغر پالم پوری ) دیو بل معاصر شاعر د شعر په ستاینه کی و ښکلی بیت له ختیځ سره لري .
شعر بلندی های احساس است آه
ما چرا در کوچه پست تعقل میرویم
که چیرې پر خپلو توجیه ګانو کی الهامی مقوله په شعر کی اصل وګڼو زما په اند د شعر ښکلا یې ارزښت یو څه لږ یږي چی د هغه ((حسی )) او ((احساسی )) مفهوم دﺉ .
د ساغر په تعبیر عقلانی کړه :د عقل په ټیټه کوڅه کی تلل دي چی په پای کې له عقلاني کړکیچ سره مخ کیږ.
د هند د ادب د ډیرو کره کتونکو په تعبیر زموږ د معاصرې دورې شعر لا هم د هماغو لرغونو دورو رومانتیکو او تغزلی څرګندونو شخوند دﺉاو د نوښت او نوي لټون کوم څه پکی نشته آیا د اتوجیه منی ؟
له دی نظر یی سره دومره موافق نه یم زه د معاصرو شاعرانو غټی بېلګې پېژنم چی ددې پنځوونوپه ټولو برخوکې بدلون اونوﺉ لټون په څرګنده بریښي.
پدی برخه کی چی تغزلی اوعاشقانه بیان د معاصرو شاعرانو په شعرونو کی تکراریږی زه دوی کتنې لرم .
لومړی: دا چی عاشقانه پنځونی (لیریک بیان ) ته پاملرنه له نننی مفهوم سره یی تکرار نه بلکې یوه اړتیاده (آیا داسی کیدای شی چی انسان کېني او عاشقانه سوچ ونکړي او د تکرار له ویرې ،د مینتوب انګیر او عاشقانه سوچ کول پرځان تحریم کړي ؟باوروکړﺉ چی داډول سوچ ډیر د خندا وړ دﺉ)
دویم :دا چی موږ د خپل هماغه شرقی فطرت ته په پاملرنې سره اړیو چی له مینی سره وڅښو ،له مینی سره پوه شو ،له مینی سره لارو وهو ،له مینی سره ویده شو او لنډه دا چی له مینی سره ساه وباسو (هماغه څه چی په وار وار ګلزار صیب د هندی فرهنګ د ډیر مهم میراث په توګه پری تاکید کوي )
مینی ته مخه او عاشقانه روح لرل ،نن د نړۍ د ټولو بنیاد د مانو مهمه غوښتنه ده .ولې ددې ټکي په پوهیدو سره چی دمینی ختیځه ځانګړتیا وې او هغی ته زموږ د کتنې د پام ډول زموږ د ژوند رښتینی مفهوم دی ...
فکر کوم چی دا انتقاد د ډیرو شعرونو د ننه ییزی محتوا (منځپانګه ) او سبک کی شاملیږی تر دې چی د پدیدو په مفهوم کی ....هو ؟
پدی توګه که چیری د منتقدینو نیوکه د هماغو نورو ویناو د بڼې تکرار وي د هغو خبره د منلو وړده...
ښایي چی دا تعبیر له نورونه تکرار دهند په نننی شعر کی څه ډیره بیځایه نه وي؟
مازی تکرار او یوازی د کلاسیکو شاعرانو له شعرونو نه تقلید په هیڅ یوه ادبی ټولنه کې دمنلو وړ نه دﺉ .یوازې د نورو دا نځور ،تعبیرونو او تشبیهاتو تکرار د (مانا له شهادته ) پرته بل څه نه دي.
د فارسی ژبی شاعر په قول :
خام طبعان بسکه میسازند معنی ها شهید
شد زمین شعر آخر چون زمین کربلا
٭ ٭ ٭
اوم طبعانو مانا ډیر ې کړې شهیدې
د شعر ځمکه شوله پای کې کربلا
ددی شعر زمزمه یی چوپیا ماته کړه (سره ددې چی تاسی مسلمان یاست )هندوانو ته سوغات شوﺉ دﺉ ولی مو دا کار کړی دی؟
زه ستا سودا د و((لې)) کلمه د ((څه لپاره )) په کارولو بدلوم او بیا ځواب وایم ...
بښنه غواړم د څه لپاره ؟
(جاوید اختر موسکی کیږي)زما لپاره چی شاعر یم ددین او مذهب سره بشری مینه هم غوره ګڼم د (نانک ) او (مهاتما) ډلې پشانې زما دین انسان دﺉ مذهب می مینه ،له انسان سره می مینه هره شیبه په ضمیر کی چیغه کوي او عاطفه می پاروي د انسانانو د ننه ییز ارزښت تر پښو لاندې کولو ته هندو ،مسلمان ،شیعه او سنی ډیر جدې مفهومونه نه دي.
زه هره شیبه د (ګاندی جي )پراخه مقوله تکراروم چی (ټول وګړي سره وروڼه دي)زه هره ورځ هم قرآن لولم هم ((راماینا)) او هم ((ریګویدا )) ،هرې اندیښنې کې ار زښت پروت د ﺉ آن د هغو کسانو په مامولي کتنو کې چی هره ورځ د بمبه یی (موتی محل) له څلورلارې تیریږي.
په شعر کې ژوند څه ډول وینې؟
شعر له ژونده بیله مقوله نده ،ژوند هم له شعر نه پرته یو بیرو حه او کنګل څیز دﺉ ،شعر د ژوند چیغه ده ،او ژوند هم ددې چیغی جوړونکی دﺉ ،شعر او ژوند سره د یو بل نیمایی دي چی په ګډه په هستۍ کی سره بشپړیږي لکه د روح او جسم تړاو .
دا هم د بیلګی په توګه د جاوید اختر دوه شعرونه :
سندر
کوڅې تیارې دي
د دیوال شاته څوک بدله وایي
ای هریجنه واوره
ژوند ،
د خدای مفهوم پشانی ندی یو رنګ
ته ماندینی ته دی ووایه خپله
دپېښو،یاغی ترهیدلی باد
دلاس سندردې غلا کوي یوه شپه
هنداره
د هندارې پر مخ مه وهه ډبره
ټب د هنداری و کسه
و،اوڼه درد ،د هند اری له مخ
آه ....
له زغمه څومره ده لیرې،
که څوک ،
یوازیتوب ګهیځ کې،
خپله ښیښه د یو رنګی ،په ډبره وهي.