د ښځې نړيوالې ورځې د احترام په هکله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاددا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.;
نن په ټوله نړۍ کې د ښځې ورځ لمانځل کيږي، د سو کالۍ او ارامۍ په خاطر. ديوه بشپړ انسان په توګه، دژوند په ټولو برخو کې ديوه مهم عنصر په توګه او له دې نه اوچته د بيدارى او اګاهي په بڼه کې پريږدى چې انسان او انسا نان د خپلې نيکمرغي لپاره د انسان د هوساينې او سوکالۍ په خاطرخپله نړۍ چې احسن الخالقين د خپلو بندګانو د ازموينې لپاره پيداکړى . بې له هر ډول تهمت ، توپير، نفرت، زجر، فتنې، فساد او وير ې نه په امن کې د يوه

موجود په توګه خپلواکه، شرافتمندانه ، د خپلې ټولنې په چاپيريال کې په بشپړ افتخار او پوره عزت ژوند وکړى.
تاسې پوهيږي چې له بلې خوا نه يو ستر زعيم ولو که دهرې کورنۍ ، ټولنې او په هره عقيده وي خوبيا هم د همدې مور په غيږکې لويږي او بيا په نړيواله سطحه دغه بريا خپلې مور ته بښي. په مسلم تر مذي کې وايي چې : ښځه د ژوند ه متاع ده.! اوس نو د ژوند او متاع تعريف يو بعد نه لري د هغه ابعاد د يو دايره المعارف مفهوم لري او ډيره زيا ته پراخه موضوع ده چې هرڅوک يي د خپلې پوهې په معيار څېړلاى شي او د پېژند ګلوي معيار يي محدود نه دې . په حقيقت کې ښځه ده چې په کور کې د سولې اوسوکالي نظام مينځ ته راوړي او بيا دغه اخلاقي نظام، انصاف او عدالت ، يووالى، سکون او پېژند ګلوي په يوه کور
نى دسپلين کې ټولنې ته راوځي او پر مدني ژوند طبعا ډيره اغېزه لري. په نړي کې يي مثالونه ډير زيات دي. زمونږ متدينه مسلمان ټولنه بايد د ښځې د حقوقو تامين کيد ل په سيمه کې په هيڅ بدلون او حا لت سره هير نه کړي.
دې کې شک نه شته چې زمونږ ټولنې د ښځو د حقوقو په برخه کې هيڅ نه دي کړي او حتي تر دې پورې چې د هغوي حق کوم چې خداى(ج) او رسول(ص) پر هغه باندې امر اوتاکيد کوي نه ورکول کيږي اويا د دود او رواج په نوم له هغو سترګې پټول کيږي چې ستر خيانت دى.نو د کاږه ، غلط، دود اورواج په پلمو او لومو کې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کيږ ي او زياتو اخلاقي برخو نه يي د ننګ په نوم تيروتنې کيږي په ډاګه يوه ټولنيزه ناکامه خبره ده. مونږ بايد د اسلامي اصولو او اسا سا تو، عرف او عرفان پر بنا ښځو ته حق ورکړو چې د ټولنې په ټولو برخو کې سهم ولري او په خاص ډول هغوبرخو کې چې ددوي موجوديت حتمي بري�
�ي او ددوى عفت قدر او عزت ولمانځل شي. د افعانستان په بيوزلې ټولنې کې ډيرې ستونزې شته ، نور لږ او ډيرې ظا هري پيښې هم ورسره ملګرې دي چې نه يي عرف مني او نه عقيده.
رښتيا خبره ده مونږ دا بايد ومنو چې د ښځو په حق کې تيرى ډير دي خو دا بيا ددې معني نه لري چې مونږ بايد له باليووډ، هاليوود، پنج ستاره او شش ستاره، تش په نوم ګډا ګانې چې ددموکراسې نوم ورکوو هم له انساني معاشرت نه ليرې نه ورته فرهنګ ويلاى شو او نه کلتوردا هسې د انګريزانو د ګارډين ورځپاڼو پوچې او لوڅې تبصرې او د هيومن رايټ چې خلک ورته يو من رايټ وايي هلې ځلې نه دى دلته په مجموع کې دوى کور خود بيناى مردم ګڼل کيږي ،فکر کوم په هيڅ صورت دا هم د منلو وړ نه دى دا زمونږ ټولنه ده! افغانانو ته د ناموس کلمه دا تاريخ په اوږدوکې يو سپيڅلې ځاى لري او په هر وخت کې ي
ي درناوى کوي هېڅ وخت د بې عزتي پلويان نه وه او انشا الله په يپويشتمې پيرۍ کې به هم خپله لاره هيره نه کړي .د ښځو حقوق مهم دي بايد يواځې سيا سي رنګ ونه لري چې زمونږ د راوا انقلابې ښځې يي هم بې لارې کړي دي تاسې وګوري چې راوا څه وايي؟ زمونږ د ښځو حقوق د اسلام په چوکاټ کې يو افعاني هويت، ملي او فرهنګي برخه او ستره ګا ڼه بلل کيږي.
په درناوى