عينو بنياد عام المنفعه تاسيساتو ته وړيا مځكه وركوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور : عزت الله ذکي
د ولسمشر كرزي ورور او د عينو مرستندويه بنياد مشر وايي، ياد بنياد چمتو دى چې په كندهار كې د هر عام المنفعه ځاى لپاره وړيا مځكه د دولتي ادارو او خلكو په واك كې وركړي. محمود كرزي دا څرګندونې د كندهار د عامې روغتيا رياست ته د ۱۳۷ جريبه مځكې د وركولو پر مهال رسنيو ته كولې. چارواكي وايي، په پام كې ده چې پر ياده مځكه، چې د كندهار ښار په عينو مېنه كې موقعيت لري، يو لوى ولايتي روغتون جوړ شي، چې شپږ سوه بستره

به ولري. د كندهار د عامې روغتيا رئيس ډاكټر عبدالقيوم پخلا وايي، ياد لوى روغتون د درېيو څلورو كلونو په اوږدو كې د لس ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت جوړېږي. ډاكټر پخلا وايي، د دغه روغتون لپاره عينو بنياد ۱۳۷ جريبه مځكه په وړيا ډول په واك كې وركړې ده. ده هيله وښوده چې د دغه روغتون جوړېدل به په كندهار كې د روغتيا له پلوه د خلكو ستونزې راكمې كړي: ((ميرويس روغتون د كندهار ښار په لوېديځه خوا كې دى، خو په ختيځه كې خوا كې هم يوه روغتون ته اړتيا وه، چې دا دى په عينو مېنه كې يې جوړول په پلان كې دي.)) د عينو بنياد مشر محمود كرزى وايي، د دغه روغتون لپاره يې ۱۳۷ جريبه مځكه د روغتيا ادارې ته وركړې، چې شاوخوا شپږ نيم ميليونه ډالر ارزښت لري. د نوموړي په وينا، عينو بنياد كندهار پوهنتون ته هم ۱۴۰۰ جريبه مځكه په واك كې وركړې، تر څو نوى پوهنتون پر ودان كړي. هغه ځيني نور عام المنفعه تاسيسات هم ياد كړل، چې عينو بنياد ورته مځكه په واك كې وركړې ده. محمود كرزى وايي: ((موږ د ښځو پارك ته څلوېښت جريبه، يوه تعليمي مركز ته دېرش جريبه، يوې نړيوالې خصوصي لېسې ته لس جريبه، د كادستر رياست ته پنځلس جريبه، د كار او ټولنيزو چارو رياست ته لس جريبه او دغه راز محكمې ته هم يوه اندازه مځكه په واك كې وركړې ده، تر څو عام المنفعه تاسيسات ورباندي جوړ كړي.)) ښاغلي كرزي د دغو مځكو مجموعي لګښت ياد نه كړ، خو چمتووالى يې وښود چې آماده دى هر هغه چا ته مځكه په واك كې وركړي چې غواړي د عامه خدماتو لپاره تاسيسات جوړ كړي. هغه رسنيو ته د خبرو پر مهال زياته كړه: ((موږ غواړو چې د وطن لپاره كار وشي، نو عينو بنياد د همدغه اصل پر بنياد آماده دى چې هر چا ته چې وغواړي، د عامه خدماتو لپاره مځكه وركړي.)) محمود كرزي په كندهار كې عامه خدمات كمزوري وبلل او ويې ويل چې اړتيا ده په دې برخه كې ډېر كار وشي. د سرچينې په وينا، يو مهال كندهار ته د يوه مهم ولايت په توګه كافي پاملرنه كېدله، خو دا مهال له پامه غورځول شوى دى. نوموړي د بيارغونې پر پروسه هم كلكه نيوكه وكړه او ويې ويل چې د بيارغونې په نامه پيسې اخيستل كېږي، خو لګول كېږي نه. ملي پانګه وال محمود كرزى وايي: ((زه په دې نه يم خبر چې د بيارغونې پيسې چېري ځي، خو دومره خبر يم چې د بيارغونې په نامه پيسې اخيستل كېږي.)) محمود كرزي د ماليې پر وزير هم نيوكه وكړه چې په كندهار كې د كركټ لپاره د لوبغالي د جوړولو ژمنه يې كړې، خو عملي كړې يې نه ده. د عينو بنياد مشر دغه راز وړانديز وكړ چې په كندهار كې د پرمختيايي چارو او د عامه خدماتو لپاره د بېلو شويو پيسو پر لګولو څار ته اړتيا ده. دى وايي: ((په كار ده چې د كندهار د مشرانو يو كمېسيون جوړ شي، چې د پيسو نظارت وكړي.)) د نوموړى په باور، ښه به دا وي چې له كندهاره تر لاسه كېدونكې پيسې پر همدغه ولايت ولګول شي. عينو مېنه نژدې د ټول هيواد په كچه تر ټولو لويه ودانيزه پروژه بلل كېږي چې په زرګونو كسان پكې كار كوي.
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه