دا فغانستان ټو لنه او اطلا عات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
د اطلا عا تو پر مختګ، پياوړتيا په داسې حال کې چې ز موږ هيواد له سترو مشکلاتو سره مخامخ دى دټولنې د بيداري ډيره ستره او مهمه برخه ده. له نيکه مرغه ځينې انتر نيتي اطلاعاتي ورځپاڼې ډير عالي ، علمي، څېړنيزه، سيانسي ، فکري او عرفاني برخې لري چه د هرچا لپاره ډيرې ګټورې دي او زمونږ هيوادوال په ا عظمي توګه له هغو څخه استفاده کولاى شى . ځيني بيا ډير عقيد وې، اخلاقي، مدني او افغاني بڼې لري چې په مجموع کې

زموږ د ټولنې سره ډير نږدې بريښي او هسې د هياهو، ناوړه يو تيبونو او کليپونو په څير زمونږ ملي فرهنګ سره په ټکر کې نه دى. که څه هم داطلاعاتو بر خه زما مسلک نه دى
او نه په اطلا عاتو کې مسلکي پوهه لرم خو زما اطلاعات ډير زيات خوښيږي ددې لپاره چې زمونږ جنګ او جګړو خوړلي ټولنه ورته ډيره ډيره ډيره ضرورت لري او له بلي خوا زمونږ نوى نسل کرا ر کرار له خپلې دوديزې ټولنې ورځ په ورځ ليري کيږي چې ځينې يي لا اوس ليرې شوي او خپله ژبه ورنه پاتې ده مه پريږدې چې خپله ژبه هيره کړې مهمه نه ده چې څه ډول پلمې کوي. دوى د ننه په هېواد کې د پرديو د فرهنګ ،ډول او ډبنک ته په ډيره نا اګاها نه توګه لاسونه ټکوي او له بلي خوا نه ګورى چې د ودونو شخصي يوتيوبونو کې د افغانستان د ولس ملي جاموپه نوم څه ډول ښکاري.ا يا زمونږ ملي جامې عفت نه لري ؟
دا ښايسته لمنې چې په زرو سنبالې او لاسي هر ډول کار ور باندې شوى لازمه ده چې عامو ته په همدې طريقه وښوول شى؟ څومره اتڼونه ...........
زه فکر کوم چې زمونږ اطلاعاتي شبکې بايد د خپلې خپلواکې په چوکاټ کې بشپړه اراده او خپلواکې ولري او په ډيره خپلواکه توګه انتقا د وکړا ى شى نه د افراط او توهين په څير. دولتي چارواکي بايد د خپلو ګټو لپاره په اطلاعاتي شبکو بنديز ونه لګوي او په ځانګړې توګه هغه انتر نيټي پاڼې چې د ملي هويت په برخه کې يي د ايمان او مسلک په څنګ کې د خپلې ټولنې ملي روحېي ته پرورش او روزنه ور کوي نه يواځې تقدير بلکې د نورو برياوو لپاره هم ورسره ملا وتړل شي او د خلکو لپاره يي موثر وګڼې.
د غه انتر نټ ورځپاڼې په سيمه، هېواد، د ننه او بهر په ټولو برخوکې بايد بشپړ لاس رسي ولري او د هغو انتقاد کول او حقيقت ته ګوته نيول کومه شخصي شخړه ونه بولي، ځکه دوى د خلکود ګټو او په مجموع کې د هيواد ابادي او پرمختګ مهم غړي دى او له بلې خوا مونږ ډير زيات ضرورت لرو چې په دې لاره کې کاروکړو. دولت مجبوره ده چې واک د خلکو او سترو. با رسالتو ، پوه او عالمو خبريالانو په لاس ورکړي. په دي لړکې ملي عناصر او هغه څوک چې د افغانستان د خلکو له ملي ارادې سره ډير نږدې اړيکې لري اهميت ورکړ شي ځکه چې د ولس په ګټه ښه کارونه کولاى شي. له ټا پو وهني او بې ځايه محکوم کيدو نه
څه نه پورته کيږي که څه هم ځينې خلک زمونږ عقيدوي مسايل له سياسي مسايلو جلا ګڼې او د خپلو ګتو لپاره يو د بل په نوم سره ټکوي چې دغه سياست بيا زمونږ کمونستانو ډيرتکرار او کته او پورته کړ او تل به کمونستان خپل ځا نونه او پلويان روشنفکره بلل. په هر حال خبره د اطلاعاتو ده ، ټولې هغه ويب پا ڼې چې د افغانستان ملي فرهنګ د افغان په بڼه کې ښيي د هيواد دخلکو لپاره ډير مناسب او په زړه پورې زيرى بلل کيږي او زمونږ د راتلونکي نسل لپاره به يوه ډيره مناسبه سرچينه وي. موږ به له پردي فرهنګ نه څه زده کړو؟ مه کوه په ما چې وبه شې پرتا!
په درناوي