ع. شريف زاد
هو! نن د مورنۍ ژبې ورځ ده ، خو پام کوي چې مونږ بايد خپلې لږ او ډيرې علمي انديښنې، ځيرکوالى او پوهه د بشپړې حوصلې په څادر کې را ونغاړو او د خپلې ژبې په رڼا کې ددې ولس ټول عرفاني اړخونه، تاريخي خواوي، سيسي لمنې ، ټولنيزه برخې په داسې بڼه راوسپړو چې هم مو د ژبې درناوى او هم د قوم او قبيلې سوله او سوکالي په کې خوندي شي.ز مونږ مورنۍ ژبه له هرڅه نه مخکې سوله غواړى او په سوله کې ستر برياليتوبونه
تر لاسه کولاى شي . په سوله کې د عقيدې، تهذيب او اخلاق، بيان او ازادي، ملي هويت او پيژندګلوي او با الا خره زمونږ د ګران هيواد افغانستان د بيلابيلو قومونو ګډ ژوند تا
مين کيداي شي او زمونږ ولس ور باندې ښه ښکاري.
زمونږ کاروان د پښتو ژبې په هکله په کومه روان دى.؟ رښتيا ! مونږ د خپلې ژ بې ټولې لارې چارې څېړو او که يواځې يوه اړخ ته يي ګورو له بده مرغه مونږ له مورنۍ ژبې پرته په بله ژبه خبرې کوو . مونږ ددې لپاره په مورنۍ ژبه خبرې نه کوو چې مونږ هسې د سترو ستونزمنو کړ کيچونو پر سر بل چاته سخت دريخه بريښو او پر مونږ باندې دهر چا له خوا نه ډيره ناوړه او نه مننونکې ټاپې وهل کيږي. زمونږ مورنۍ ژبه په حکومت، پارلمان، غټو او وړو ادرو کې په ډاګه تحقير کيږي مونږ مسلمان پښتانه يو خو په پښتو خبرې نه شو کولاى! ز مونږ د مورنۍ ژبې غږ ته په غوږ ويشتلي ډير بيداره دي ځکه هغوى ځانو�
�ه مترقي، روسنفکره د ډول او ډبنک ساز او اواز ملګري بولي. مونږ دلته په نړيواله کچه ډير مثالونه لري چې څوک زمونږ د مورنۍ ژبې د کمزورتيا په هڅه کې دي. په لمړي سر کې مونږ په خپله د ګا ونډيو هيوادونو په نسبت ژبې ته هيڅ نه دى کړى.او تر اوسه پورې داسې يوه فرهنګي موسسه نشته چې د پښتو ژ بې ټولې برخې په هغې کې په بشپړه تو ګه خوندي شي ځکه مونږ د يوداسې کړ کېچ سره مخامخ شوچې د پوهنې ټولې برخې له مينځه لاړ ې او د شهيد داود خان له حکومت وروسته اصلا د هيواد تعليمې برخې ديوه ستر ا زمايښت سره مخامخ شوې. چې همدا مخامخ کيدل زمونږ دنوي نسل لپاره د تعليم او تربيي ډير�
� ټيټه کچه وټاکله . له بلې خوا پاکستان هم ډير وخلکوته د عالي زده کړو مجاني سندونه برابر کړل مانا داچې د کابل د کورونود خرڅولو لوبه ورنه تياره شوه.او هر چا يو سند لاس ته راووړ په واقعيت کې يو ډير پا سيف قشر په دې سيمه باندې د بهرنيو په زور حاکم شو او تر اوسه پورې د پيسو ټولولو په خاطر هرڅه کوى ملي عزت،، بشپړ غيرت ، پوهه او زده کړه يي شاته وا چول او ډيرى يي لا په سوچ کې هم نه دى فکر کوم چې يواځې په نورو انتقاد کوو او نورو ته سهار او مازيګر غاښونه چيچل به کومه نتيجه ونه لري.او يا په لږه پوهه کې په خپل فرهنګ باندې د BBC په کاسه انتقاد کول چې مثالونه يي هم
ډير زيات او د املايي او انشا يي غلطي هم بې حسابه ! په هره ټولنه کې ډير زيات کموالي ليدل کيږي خو ددې مانا نه لري چې هغه دود او خلک سړي په مړه ګيډه د لويديځ د کلتور په مقياسه محکوم کړي. له بده مرغه مونږ په خپله يو چې په حقه او ناحقه قسم خورو، رشوت او بډې اخلو، دروغ وايو او له ځانه تل اوچتې خبرې کوو. مونږ يو چې له مارشال نه نيولې تر کاتب او زير کاتب پورې غوړ لقبونه لرو او غوښتونکې يي يو او مونږ دلته په خاوره کې "دسپرو حيثيت لرو نو د پلېو په حال او احوال به څه ډول خبر شو؟ درې لسيزې کيږي چې مونږ ددې خاورې اصلي بڼه هم په سياسي لحاظ او هم اجتماعي ونه پيژ
اند او نه مو د ژ بې په هکله څه کړي دي. مونږ په کږه لار روان يو او بار موهم کوږ دى او طبيعي خبره ده چې کوږ بار تر مزل نه رسيږي دريغا ! هرڅه مو وکړل او حتي تر دې پورې چې دولتي خمکې مو هم خرڅې کړې ، ښه انسانان او ددې خاورې اصلي بچيان مو وزورول، مړه او له تورو تيارو سره مو مخا مخ کړل . مونږ بايد د بدلون په لټه کې واى او په دې باره کې مو کلک سوچ کړى واې ځکه چې دلته د خلکو غوښتنې د خلکو ضرورت يو ډير مهم او اساسي مطلب وه خو بيا مو هم د بدلون لاره ونه موندله يواځې مونږ يو چې زمونږ د ژبې پيا وړتيا او پرمختګ لپاره په لمړي سر کې انګريزانو او له هغه نه وروسته پاکست
ان او ايران ډير زيات ګواښونه کړي دي . پښتونخوا ته دې لوى خداى خير ور کړي چې د لمړي ځل لپاره وروسته له 1945 کال د ژبې د حقوقو په خاطر غږ راپورته کړ! او دادې د پښتو ژبې د رسمي کيدل په خپل کور اوسيمه کې غواړي.
تاسې ته معلومه ده چې په عمومي ډول د نړۍ خلک د خپل هيواد په هکله له پوره احتياط نه کار اخلي د يوه ملت ټول شيان پرته له هر ډول پلمې نه په پوهه پورې اړه لري په ژبې پورې تړلې کارونه يو په بل پسې ډير ښه اصلاحات او ترميم مينځ ته راوړي او پوهه کولاى شي چې په هيواد کې مساوات، عدالت، انصاف او سوله ايزه ژوند تامين کړي چې دا ټول بيا په ژبه پورې تړلي کارونه دي.
دريغا ! د ملګرو ملتو په دوه اړخيزه تګلارې او د هغو هيوادونو په برخه کې چې زمونږ د ولس پسې ېې هر ډول پلمې رامينځ ته کړي او زمونږ دمورنۍ ژبې د کمزورتيا لا څه چې مړينې لپاره شپه او ورځ کار کوى.او لګيادي. زمونږ په ژبه تجارت روان دي او هر څوک يي د خپلو ګټو لپاره استعمالوي.
په درناوي