وخت چې د کتلو و تا سایل ته نه کاته!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حیات الله ستومان
له ډېرو مودو را پدېخوا کرزی صیب غړانګه دنګه وړي موږ هم عجیبه خلک یو د هر چا ډول ته نڅا کوو
له هغه وخته چې د امریکا متحده ایالاتو د کرزی له ادارې سره په ټکان کې راغلې ده نو کرزی صیب هم ډیر 


په غرورمندانه ډول د افغاني غیرت ،توري او ډال او زموږ تاریخ یی موږ ته مخې ته کړیدی.
اوس چې په کرزي بده ورڅ ده او په ورو ورو پردي ورنڅنی لاس نیسي نو ما ته زما د توری او غیرت 
چغې اوسورې وهی .له هغه وخته چې ناټو په هیواد کې کومه وبا شیندلې ده او هره ورڅ د افغان وینه 
د افغان په مځکه په ناحقه تویوي او ګرد وطن یې یو د بل دښمن کړیدی 
په هومره اندازه چې د کرزي په دې فاسده اداره کې افغانانو ته کومې دښمنیانې او د سر تاوانونه رسیدلي دي 
دومره به د خپلمنڅی په جنګونو کې وي رسېدلي.
په هر ډول چې وي دا خاوره د افغان ده او افغان به ورڅنی د سر په بدل ساتنه کوي
نه لکه د هغه چا په څیر چې سېلاب په مخه کړی وي او هر بوټي ته لاس اچوي 
خو دا ملت د دارنګه وګړو په خبرو نه غولیږي دې ربړېدلي ملت ته باید دوئ او د دوئ هر وزیر او د هرې ادارې مشر 
د هرې کړنې ځواب ووایی لرې نه ده چې د حق لارې پلویان غالبه او دا یرغلګر او د افغان په جامه پردی مزدوران
مغلوبه شی.