ع. شريف زاد
١ــ سخاوت دمال، عمل دعلم اود الله پاك رضا او خوښي د اخلاص مېوه ده.
٢ ـــ پوه انسان هغه دى چې په ډېر پام اواحتياط سره ګامونه اخلي.
٣ـــ توره بدن ټپي كوي اوبده وينا روح .
٤ـــ كه چېرې مو ګناه ته زړه وي نوداسې ځاى ولټوئ چې الله پاك هلته نه وي .
٥ـــ څوك چې دانسان حق نه پېژني داسې برېښي چې د الله پاك حق يي هم نه دى پېژندلى.
٦ـــ ګناه زړه نارامه كوي اوډاډ له منځه وړي.
٧ـــ ټولې نيكۍ له حيا اوټولې بدۍ له بې حيايۍ سره تړلي دي.
٨ــ دقهر اوغضب په وخت كې ښه دوا چوپ پاتې كېدل دي.
٩ـــ په تنګسه كې دزغم له بركته الله پاك پر انسان اسانتيا راولي.
١٠ـــ مسلمانان شپږ ډوله وېره لري:
١¬د الله پاك وېره چې دايمان دولت ترې وانه خلي،
٢¬د مرګ دملائكو وېره چې روح يې قبض نه كړي،
٣¬ د دنيا وېره چې له آخرت يې غافل نه كړي،
٤¬ دمېرمنې اوكوچنيانو وېره چې الله پاك ترې هېر نه كړي،
٥¬دملائكو وېره چې ګناوې يې ونه ليكي،
٦¬دشيطان لعين وېره چې په دام كې يې ايسار نه شي.
په درناوۍ