د تگاب دخلکو لخوا اعلاميه
په تيرو څو ورځو کې د صليبي لښکرو په مشرۍ امريکائي پوځيانو د کاپيسا ولايت د تگاب ولسوالۍ اړوندو سيمو کې په مظلومو او بې گناه ولسي وگړو باندې نه هيريدونکي جنايات او وحشيانه پوځي يرغل دتصفيوي عملياتو په نوم پيل کړى دى پدغو عملياتو کي دڅو زرو امريکايي پوځيانو ترڅنگ د چورلکو او زرهي ټانکونو توپونو او نور وسايلو څخه استفاده کيږي .
د ( دلو ١٧ / د فبرورى ٧) د تگاب د جالوخيلو، عمريو تر جوبيار سيمو پورې د شپې په ناڅاپي يرغل کي د لس گونو کورونو د تلاشۍ په نوم دقلعه گانې دروازې په بمونو والوځول شوي او پدغه غير انساني عمل سره يې ماشومانو، زنانه و، سپين ږيرو او عام وگړو ته سخت روحي شکنجه او تعذيب ورکړ دڅو کسانو په شهادت رسولو وروسته تقريباً دسل شاوخوا سپين ږيري او مشران يې لاس تړلي خپل بيس ته بوتلل او هلته يې د دوه ورځو تحقيقاتو اوځورونو وروسته ډير يې بيرته خوشي کړل .
د امريکايي پوځيانو دغو جناياتو په مقابل کي دتگاب يو مجاهد په خپل عادى راکت لانچر سره د امريکا يوه پوځي الوتکه وويشته چې پکې ناست ټول پوځيان له مينځه ولاړ ل الوتکه د تگاب دگَبَري په سيمه وغورځيده .
امريکايي پوځيانو دغچ اخيستلو په خاطر دگَبَري سيمې په عام وگړو بمباري وکړه او ورسته ددري زره امريکايي پوځيانو لخوا څو کلي محاصره او دخلکو کورونو تالاشي شوه . او په ډير ظالمانه توگه لس بيگناه وگړي په شهادت ورسول شول .
يوه ورځ وروسته په ١٢ او ١٣ دفبرورۍ امريکايي پوځيانو يو ځل بيا پراخ عمليات دتگاب ولسوالۍ د بدراب په سيمه پيل کړل چی د عام ولس وژني په ترڅ کي تقريباً څلويښتو څخه زيات بې گناه وگړي ژوبل اوپه شهادت رسيدلي دي او دغه جنايات اوس هم روان دي ، دسترگو ليدلو حال دادى چې امريکايي هلى کوپتر د هوا څخه په عام وگړي مرمى چلوى په خلکو يې قيامت جوړ کړى دى .
دسيمې خلک دخپل ژوند او عزت ساتلو په خاطر له سختې ويرى او پريشانۍ سره مخ دي ،شهيدانو او زخميانو ليږدول هم د امريکايانو لخوا منع شوى دى .
د تگاب دمظلومو او شريفو خلکو غوښتنه دنړۍ له مسلمانانو او نورو هېوادونو ، ټولو بشري او انساني حقوقو غوښتونکو او آزادو رسنيو څخه داده چي په تگاب کې د امريکايي پوځيانو د اوسنيو جناياتو مخ نيونه ژر تر ژره وشي .
په تگاب کي دغه عمليات ټول د امريکايي پوځيانو لخوا ترسره کيږي دکابل رژيم عسکر پکې هيڅ رول او واک نلري ، چې په دې ترتيب سره د امريکا او ناټو هېوادو دمشرانو دا ادعاگانې هم درواغ ثابتې شوې چې په افغانستان کي ٨٠% نظامي عمليات د کابل رژيم دپوځيانو لخوا ترسره کيږي .
د تگاب خلک د نړۍ د رسنيو او ميديا په چوپتيا باندې هم تاسف کوي چې د امريکايي پوځيانو دومره لوى جناياتو خبرونه نشر ته نه سپاري .
زمونږ غوښتنه يوځل بيا له افغانستان ټولو بادرده مشرانو باالخصوص د تگاب علما وو قومي سياسي او جهادي او نورو مشرانو څخه چي دنړۍ په هر ځاى کي وي داده چي د تگاب د مظلومو ماشومانو او زنانه و او سپين ږيرو او ځوريدلي ولس غږ اوچت کړي تر څو امريکايي جنايتکاران ژر ترژره خپل دغه ظالمانه عمليات بند کړي او په افغانستان کي دخپله پوځي ماتې غچ دتگاب عزتمندو مسلمانانو څخه وانخلي .
د تگاب ټول پتمن پښتانه صافي قوم د افغانستان د نورو شريفو قومونو په څېر د انگريزانو او شورويانو ديرغل په مقابل کې د افغانستان په دفاع او سرلوړۍ کې تل فعاله ونډه درلوده . او په تيرو لسو کلونو کې يې هم ډيرې قربانۍ ورکړي دي .
والسلام
د تگاب د خلکو لخوا