د كندهار خبريالان له مطبوعاتي دفتره راضي نه دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور : عزت الله ذکي
د كندهار يو شمېر سيمه ييز خبريالان د كندهار ولايت د رسنيو د معلوماتو او اړيكو دفتر له خبريالانو سره په نه همكاري تورنوي او وايي چې آن د خپلو دولتي پرمختيايي چارو او عادي پروګرامونو په اړه هم دوى معلومات نه وركوي. شاوخوا درې كاله كېږي چې په كندهار كې د ځايي ولايتي ادارې له خوا له رسنيو سره د اړيكو او معلوماتي مركز فعال شوى، تر څو ځايي ژورنالستان وتوانېږي چې له دغې لارې د پېښو او پرمختياوو په اړه له ولايتي ادارې څخه

معلومات تر لاسه كړي. د كندهار سيمه ييزو خبريالانو په لومړيو كې تمه لرله چې د دغه مركز فعالتيا به معلوماتو ته د دوى لاسرسى زيات كړي، خو اوس وايي، پايله يې د دوى د تمې خلاف راختلې ده. د كندهار يو سيمه ييز آزاد خبريال غلام محمد معصومي وايي، يوولس كاله كېږي چې د كندهار سيمه ييز خبريالان د پرله پسې شكايتونو سره سره نه دي توانېدلي چې له قانون سره سم د پېښو په اړه معلوماتو او د ستونزو په اړه د چارواكو غبرګون ته لاسرسى پيدا كړي. د نوموړي په وينا، كه څه هم د ولايت د مطبوعاتي مركز له جوړېدو سره په نسبي ډول د كندهار ولايتي ادارې د غبرګون او معلوماتو تر لاسه كولو ته د خبريالانو لاسرسى زيات شوى، خو وايي، ستونزه اوس هم پاتې ده. معصومي وايي: ((يوولس كاله كېږي چې موږ نارې وهو چې موږ ته پر وخت معلومات نه راكول كېږي، چارواكو هم بيا بيا د دغې ستونزې د حل ژمنې كړې، خو ستونزه تر اوسه پر خپل حال ده او لا هم اړين او پر وخت معلومات نه راكول كېږي.)) د ښاغلي معصومي په اند، دا ستونزه يوازي تر   چارواكو محدوده نه ده، بلكې په باور يې خپله ځايي خبريالان هم نه دي توانېدلي چې په همږغي ډول خپلو ستونزو ته انعكاس وركړي. خبريالان غلام محمد معصومي وايي، د كندهار سيمه ييزو خبريالانو په بېلابېلو نومونو د خبريالانو د دفاع او همږغۍ نهادونه جوړ كړل، خو د يوه په پاللو هم ونه توانېدل. دى وايي: ((بدبختانه دلته په څو نومونو د خبريالانو نهادونه جوړ شول، خو په يوه كې هم موږ په همږغي ډول راټول نه شوو، چې دا هم يوه ستونزه ده.)) د اساسي قانون له مخې، نه يوازي خبريالان، بلكې د ټولنې ټول عام وګړي حق لري چې بايد معلوماتو ته لاسرسى ولري. دغه راز قانون چارواكي مكلف بللي چې بايد رسنيو ته د پېښو او پرمختياوو په اړه معلومات وركړي. په كندهار كې د خبريالانو د ملاتړ ادارې (نى) سيمه ييز مشر عبدالسميع غيرتمل وايي، د افغانستان د رسنيو د قانون په پنځمه ماده کې راغلي چې هر افغان حق لري چې معلومات تر لاسه کړي، البته په دې شرط چې د افغانستان ملي ګټې به پكې په نظر کې نيول شوې وي. د نوموړي په وينا، د دغې قانوني مادې پر اساس د افغانستان ټول چارواکي مکلف دي چي افغانانو ته د خپلو تر سره شوو کارونو په اړه معلومات ورکړي. غيرتمل وايي، د کندهار ولايتي ادارې څو کاله وړاندي په ياده برخه کې خورا درنې ستونزې لرلې او دلته د هر ډول معلوماتو راټولونه خورا ګران کار و، خو د نوموړي په قول، د ښه مرغه په دې وروستيو کې ياد حالت خورا ښه شوی و، چې دى يې دا اصلاحي حرکت ستايي. خو نوموړي ټاټوبي اوونيزې ته همدا راز وويل چې رسنيو ته د معلوماتو وركولو په برخه كې توپيري چلند اوس هم كېږي: ((له بده مرغه يو شمېر خبريالان د دغې ستونزې يادونه بيا کوي او وايي چې يوې رسنۍ ته خورا وختي معلومات وي، خو د نورو رسنيو په واک کې بيا ډېر وروسته او يا هم معلومات هيڅ نه ورکول کېږي، چې دا يو توپيري چلند دى.)) ښاغلي غيرتمل د كندهار له ولايتي ادارې وغوښتل چې قانون ته په كتو د ټولو چارو په اړه د ملي ګټو په پام كې نيولو سره خبريالانو ته پر وخت معلومات وركړي، تر څو عام وګړي پوه شي چې په چاپېريال كې يې څه روان دي. د كندهار پريس كلب مشر او فرهنګي فعال دواخان مينه پال هم دا ستونزه يادوي او وايي چې په كندهار كې له رسنيو سره د معلوماتو د وركولو په برخه كې توپيري چلند كېږي. ښاغلي مينه پال ټاټوبي اوونيزې ته وويل چې مخكې يې هم په دې اړه خپل انتقادي ږغ پورته كړى او يو وار بيا غواړي د ټاټوبي اوونيزې له لارې د كندهار د ژورناليستانو دا ستونزه منعكسه كړي. مينه پال وايي: ((له بده مرغه د كندهار د رسنيو او معلوماتو مركز غواړي سرچينې محدودې كړې، له همدې امله له رسنيو سره توپيري چلند كوي، نورو رسنيو ته وختي، خو سيمه ييزو ته ناوخته معلومات وركوي، چې دا عادلانه نه ده.)) مطبوعاتي فعال دواخان مينه پال په كندهار كې د ژورناليستانو د سيمه ييز مدافع په توګه له ولايتي ادارې غواړي چې دا ستونزه هواره كړي. كه څه هم ځيني خبريالان شكايت كوي چې ګواكې د پېښو په اړه د ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا معلومات پر وخت نه وركول كېږي او يا بېخي معلومات نه وركول كېږي، ځيني بيا ادعا كوي چې آن ياده اداره د خپلو عادي پرمختيايي چارو په اړه هم رسنيو ته د خبر وركولو په برخه كې همكاري نه كوي. د كندهار يو سيمه ييز خبريال، چې نه غواړي نوم يې خپور شي، وايي: ((زياتره وخت موږ آن له خپلو غونډو څخه هم نه خبروي، چې دا خورا د تعجب وړ ده.)) دغه راز نوموړى وايي، دوى نه توانېږي چې د چارو په اړه د خلكو د ستونزو او شكايتونو په غبرګون كې هم د چارواكو نظر واخلي. هڅه مو وكړه چې د كندهار د سيمه ييزو مطبوعاتي فعالينو د دغو شكايتونو په غبرګون كې د كندهار ولايتي ادارې د رسنيو د اړيكو او معلوماتو د مركز د مسوولينو او يا هم نورو ولايتي چارواكو نظر هم واخلو، خو د پرله پسې او زياتو كوښښونو سره سره ونه توانېدو. د يادونې وړ ده چې دا مهال په كندهار كې ګڼې سيمه ييزې رسنۍ فعالې دي، چې د مدني فعالينو په وينا، د بيان د آزادي په تحقق كې يې رول د پام وړ بلل كېږي.
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه