د كندهار د سوداګرۍ عروج او نزول

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

: عزت الله ذکي
د كندهار د سوداګرۍ خونې رئيس وايي، د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې د كندهار سوداګرۍ د كميت له پلوه لنډمهاله او د شرايطو له تقاضا سره مطابق وده كړې، خو د كيفيت له پلوه په دې برخه كې هيڅ هم نه دي شوي. حاجي نصرالله زهير د دلوې پر نولسمه نېټه له ټاټوبي اوونيزې سره په يوه ځانګړې مركه كې وويل چې د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې د هيواد د صادراتو او وارداتو د نسبي انډول برابرولو لپاره هم څه نه دي شوي. دى وايي،

همدا اوس د صادراتو او وارداتو تر منځ دومره توپير شتون لري، چې په هيڅ ډول د پرتلې وړ نه دى. هغه زياته كړه: ((له بده مرغه زموږ د سوداګرۍ د اساسي ودې لپاره هيڅ نه دي شوي. همدا اوس زموږ صادرات پنځه فيصده، خو واردات مو پنځه نيوي فيصده دي.)) د ښاغلي زهير په وينا، سره له دې چې سوداګري پر صنعت، كرهڼه او وارداتو ولاړه ده، خو دا مهال زياتره كندهاري سوداګر يوازي د وارداتو په برخه كې سوداګري كوي. د ده د معلوماتو له مخې، په لومړيو كې د كندهار سوداګرو شاوخوا يو نيم سل فابريكې راوړلې، خو له دې امله چې د صنعت څخه د ملاتړ لپاره كومه معقوله اقتصادي او ګمركي تګلاره جوړه او عملي نه شوه، نو ځكه زياتره فابريكې بيرته له فعاليته ولوېدلې. د دغو فابريكو د نه فعالتيا د ثابتې برېښنا تر څنګ، د صنعت د ودې لپاره د نورو اړينو سهولتونو نشتوالى بلل كېږي. ښاغلى زهير اندېښنه ښيي، كه يو معقول ګمركي سيسټم نه وي، ممكنه نه ده چې په كور دننه صنعت مو وده وكړي. هغه وايي: ((زموږ فابريكې ښه توليد لري، خو له بهره د هغوى د توليد په شان بهرني توليدات په آسانه او ارزانه توګه ماركېټ ته واردېږي، چې دا د صنعت د اساسي ودې په وړاندي تر ټولو لوى خنډ دى.)) دا اندېښنه داسي مهال په ګوته كېږي چې كندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا د كندهار د ولايتي بيارغونې ډلې له مسوولينو غوښتي چې د كندهار د صنعتي پارك د فعالتيا لپاره د نسبي دايمي برېښنا په برابرولو كې مرسته وكړي. د كندهار د دولتي رسنيو د راپورونو له مخې، والي وويل: ((د فابريكو فعالتيا هم د اقتصاد په پياوړتيا او هم د ثبات په راوستلو كې مرسته كړې ده. د ولايتي بيارغونې ټيم دې د دغو فابريكو لپاره د برېښنا په برابرولو كې مرسته وكړي.)) د يادونې وړ ده چې د كندهار فابريكو د شاوخوا دوو كلونو لپاره كافي برېښنا لرله، چې د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورته برابره كړل شوې وه، خو اوس ويل كېږي چې ياده پروژه ختمه شوې او دا وېره زياته شوې چې ښايي يو وار بيا د كندهار صنعتي پارك له برېښنا بې برخې شي. دغه راز د ګمركي تعرفې لوړوالى هم هغه څه دي چې د ښاغلي زهير په وينا، افغان سوداګري يې زيانمنه كړې ده. د كندهار د سوداګرو دغه مشر دغه راز وايي چې له ګاونډيو هيوادونو سره د سوداګرۍ په برخه كې د يوې ثابتې پاليسي نشتوالى هم د افغان سوداګرو لپاره ستونزې جوړې كړې دي. هغه وويل، ايران او پاكستان هيوادونه، چې افغان سوداګر زيات واردات د همدغو هيوادونو له لارې كوي، له افغان سوداګرو سره په تجارتي معاملو كې د ټرانزيټ او سوداګرۍ نړيوالو اصولو ته درناوى نه كوي، بلكې د ده په ټكو، د خپلې خوښي مطابق عمل كوي. د كندهار د سوداګرۍ خونې مشر وايي، همدا اوس په كراچي بندر كې د افغان سوداګرو څلور زره كانټينره مالونه بند پاتې دي، چې د پاكستاني لوري له خوا ورته افغانستان ته د تلو اجازه نه وركول كېږي. د نوموړي په قول، سره له دې چې دا ستونزه آن تر ولسمشره رسېدلې او په لويه كچه د دواړو حكومتونو تر منځ راپورته شوې، خو بيا يې هم په اړه اساسي پرېكړه نه ده شوې. ايران هم له افغانستان سره په سوداګرۍ كې تقريباً ورته تګلاره لري. نصرالله زهير وايي، سملاسي دوى له ايران سره په سوداګرۍ كې لويه ستونزه نه لري، خو اساسي ستونزه دا ده چې دا هيواد هم له افغان سوداګرو سره په معامله كې نړيوال قوانين تر پښو لاندي كوي. د كندهار د سوداګرو ياد مشر وايي: ((ايران هم زموږ د خپلې خوښې پر اساس چلند كوي، كه يې خوښه وه، مالونه مو راپرېږدي او كه يې خوښه نه وه، نه يې پرېږدي. پخوا يې د ورځې شل كانټيره مال راپرېښاوه، خو اوس سل راپرېږدي، خو كله يې بيا هيڅ نه پرېږدي.)) پاكستان او ايران هغه هيوادونه دي چې افغانستان تر ټولو زيات لومړني توكي ځني واردوي. دغه راز اوس د چين صادراتو هم افغانستان ته لار پيدا كړې ده. د ښاغلي زهير په وينا، هغه توكي، چې مخكې له پاكستانه راتلل، اوس زياتره له چين څخه راوړل كېږي. چين كه څه هم ټيټ بيه توكي جوړوي، خو د سوداګرو په وينا، د كيفيت له پلوه هم ډېر كمزوري وي او دوام نه لري. ښاغلى زهير همدا راز وايي، د تېر يوه كال په اوږدو كې په كندهار كې د تقاضا د كموالي له امله هم عرضه كمه شوې، چې له امله يې سوداګري د پخوا په پرتله زيانمنه شوې ده. د نوموړي په وينا، د ۲۰۱۴ كال اندېښنو هم د كندهار پر سوداګرۍ ناوړه اغېز كړى دى. دى وايي: ((تقريباً  يو كال كېږي چې د نړيوالو ځواكونو د وتلو او د ۲۰۱۴ كال د اندېښنو له امله تقاضا كمه سوې ده. كله چې تقاضا نه وي، عرضه كمېږي، چې دا پر سوداګرۍ لوى اغېز لري. نوموړي دغه اغېز نور هم روښانه كړ او ويې ويل: ((زموږ د مالونو تقاضا او عرضه خو څه، آن د كندهار سوداګر لا كم شوي دي.)) د يادونې وړ ده چې تر دې مخكې د كندهار د اقتصاد رئيس محمدرحيم رحيمي هم له ټاټوبي اوونيزې سره په ځانګړې مركه كې ويلي وو چې د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې د كندهار اقتصاد غوړېدلى، خو زياته يې كړه چې د اساسي غوړېدو لپاره يې كافي هلې ځلې، چې د زيربنايي پروژو عملي كول دي، نه دي تر سره شوي. د اقتصادي چارو كارپوهان وايي، د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې د اقتصاد د اساسي پياوړتيا لپاره له شته فرصتونو څخه استفاده نه ده شوې. خو دا په داسي حال كې ده چې دولت په دې وروستيو كې ځيني داسي پروګرامونه طرح كړي، چې د چارواكو په وينا، تمه ده د هيواد د اقتصاد له اساسي پياوړتيا سره مرسته وكړي.
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه