خبرتیا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ډیر خواشینۍ سره ارواښاد خیال محمد کټوازی د اطلاعات او کلتور پخوانۍ وزیر، د پښتو ادب په ډګر کې پیاوړې لیکوال، ادب پوه، شاعر، تکړه ژورنالیست په هالند کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.
انالله و انا الیه راجعون


د ارواښاد خیال محمد کټوازي جنازه د ده د وصیت سره سم د هالند نه کابل ته د سه شنبې په ورځ د فبروري په (۱۲) نیټه  د سهار په (نه نیمو بجو ) کابل ته رسیږي.په دې مناسبت ټولو دوستانو او عزیزانو ته خبر ورکول کیږي ، چې جنازه د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه د عید ګاه جمات ته لیږدول کیږي. د جنازې د لمانځه  د ادا کولونه وروسته جنازه د خیرخانې په پنځه سوه فامیلي هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.
د نارینه وو فاتحه د چارشنبې په ورځ د فبروري په (۱۳) نیټه د ماسپیښین له یوې بجې نه تر درینیمو بجو پورې د کابل په ښار کې د  څلورمې مېنې د شیرشاه سوري په جمات کې  اود ښځینه وو فاتحه په خیر خانې مېنه کې د ارواښاد کټوازي صاحب د ورور په کورکې اخیستل کیږي.
په ډیردرنښت:  د ارواښاد خیال محمد کټوازي د کورنۍ له خوا