رفيع الله روشن
ډېرخواشينى کېږم اوخپل وجدان ته پاتې راځم چې وايم افغانستان هغه هېواد دى چې له هست کېدو تر ننه يې له هرډول تاړاکونو،ظلمونو،وحشتونو، ځپنو،فساد او هردم شهيدکېدوسره خپله په لاعلاجه اوناسور ناروغۍ اخته سينه جنګولې اوخپل زوريې ازمايلى دى،خوبياخوښ په دې يم چې هر يرغلګر ډېر ژر او يا ديوڅه مقاومت وروسته خپله ماتې او زموږ بريا اوشهامت منلى دى.
افغانستان په خپله لمن کې له نېکه مرغه داسې پرګنې روزلي او لويې کړي چې دبل همسايه پر حريم ،عزت او ناموس دتېري او حجوم وروړلو هڅه په هېڅ صورت کې نکوي، خوله بده مرغه بايد ووايم چې دغه روحيه پکې نه پوهېږ م له کومه ځايه اوڅنګه شوې چې تل خپلوکې يوبل وژني، يودبل عزت لوټي،لکه دلړم بچيان چې لږ رالوى شي نو بيا خپله مور خوري، خداى خبر چې دوى دچابد نظر اوخېرو خوړلي دي.
شاعر وايي:
داچې کړېږمه ،دردېږمه رغېږمه نه
خدايه دا چاراته خېرې کړېدي
پخواني به په خپل ځاى پرېږدو او بړستن به نه ورنه پورته کو،وايي په چټليوکې چې څومره ډکي وهې نو بوى يې پورته کېږي،راځو نږدې تېروخت ته ،موږله تېرې يوې لسيزې راپدېخوا په هېوادکې دډېرو ټاکنو لکه د هېواد مشرۍ،پارلمان،وزارتونو ،رياستونو او نورور په څو څوځله شاهدان پاتې شوي يو او لا دوام لري، خو بياهم بايد ووايم چې يوځل داسې ندي شوي چې پروسه شفافه اوله کوم جنجال پرته په رڼه فضاکې پاى ته رسېدلي وي، خپلمنځي شخړې پکې نوي شوي، دولت ته د ړنګېدو ګواښونه نه وي شوي، دنه خوړلو اعتصاب پکې نه وي شوى،چې داصل خو په تاسف سره بايد ووايم چې دومره عام شوى دى چې هغه د چاخبره نصوار هم چاته نه ښکاري، لږ چې کوم کار خراب شي نوبيا به هغه شخص خپله خوله ګنډلې وي،ځانته به اور اچول شوى وي،ځان به راځړول شوى وي اوداسې نور ډېرکارونه دي چې دبايللو اوارمان دنه وتلو په صورت کې لاس پرې پورې کېږي،خويوه خبره ده چې هغه وايي چې تنګ شي نوپه جنګ شي.
څه موده وړاندې دفيسبوک له ليارې دافغان سينماسټارز لخوا يوه سيالۍ په لاره اچول شوې وه چې په سرکې يې ډېره شفافه معلومېده خوبيا وروسته معلومه شوه چې دکاسې لاندې نيم کاسه راووته،اوهغه څوک چې له پيله په اول مقام کې وو تر اخرې ورځې په خپل مقام پاتې شو خو د پايلې داعلان په وخت کې نوموړى فلمي ستورى ،چې له يو عالم خوښيوسره د ډېرو ملګروپه منځ کې ناست او خپل مقام اعلانېدوته په بې صبرۍ انتظار کې وو په دوهم مقام کې راغى، هرڅومره چې يې نارې سورې وکړې نوهغه غوږ پيدانشو چې دده اواز يې اورېدلى واى.
اوس په دې وروستيوکې يوله بله سيالۍ هم په لاره اچول شوې وه، چې ددې لويې اوپه اصطلاح بې سابقې سيالۍ کنټرول اوپرمخ بېولوچوپړ دخبريال په نوم پښتو ويبپاڼې لخوا کېده،په دې سياليوکې دافغانستان دولاياتو دواليانوترمنځ مقابلې روانې وي، ماله پيله ترپايه څوځله تعقيب کړې خو که رښتيا ووايم له لومړۍ ورځې تر اخرې مې يوه رايه هم نده ورکړې،اونه مې هم ورسره دلچسپي لرله،ځکه پوهېدم چې داسيالۍ هم دضوابطوپه اساس نه بلکې دروابطو په زور روانې دي او باوروکړئ چې هماغې وهم شول.
زماله دې کوچنۍ ليکنې څخه موخه هم همدا روښانه کول دي، اى درنو هېوادوالو!تاسو وګورئ او دخداى لپاره ووايي چې درغلي او غلطي توره اوکه سپينه وي، ننګرهار چې نن سبا ډېرکم خلک به وي چې انټرنېټ اوکمپيوټرته لاس رسى ونلري،خوست په همدې شکل هغه ولايت دى چې ډېره فيصدي وګړي يې له تمدن او نننۍ نړۍ سره اشنا دي،دتعلم،تحصيل شايقين اوله انټرنيټ او کمپيوټرسره کاملاً بلد دي خوبرعکس بيا ارزګان،باميان،،،،،اوډېرنور چې لاتراوسه پکې ډېرخلک انټرنيټ پېژني هم نه،دکمپيوټراوکالکوليټر(حساب ماشين)فرق نشي کولى،خوبياهم په دې پروسه کې ددې ولاياتو دواليانو درايو شمېر له يوبل سره ډېر تفاوت نه لاره.
ډېرکله چې ماکتل نو دهغو ولاياتو دواليانورايې به دېرې وې چې انټرنېټ،کمپيوټر او نور الکترونيکي وسايلوته لاس رسي پکې ډېر نه شته.
ماخودمخه يادونه وکړه چې نه مې رايه ورکړه اونه مې دا ليکنه دکوم والي لپاره ده اونه چاراباندې زور اوفشار وارد کړى چې بايد حتماً مې رايه ورکړې واى،خودهغه افغاني او هېوادني احساس لمخې وايم او زړه مې دردکوي چې ولې داسې کېږي که چېرې داپروسه ددې لپاره وه چې د واليانو اهليت ،خدمت ،لياقت،اسلاميت،افغانيت اوهمت باندې رښتياهم ايماني او وجداني فيصله شوې واى نو څنګه کېداى شي چې هغه ولايات چې انټرنېټ ته ډېر لاس رسى نلري ترهغونورو چې پوره لاسرسى ورته لري ډېرې رايي يوسي،زه دلته خبريال وېبپاڼه نه ګرموم هغوى يوسپېڅلى ګام پورته کړاوداسيالۍ يې په لاره واچولې،په اينده کې هم ورڅخه د ورته خدمتونو او هېوادوالوته دهغوى وړ اشخاص اودکار سرونه ورپېژندلوکې دبرياغوښتنه کوم،خوخداى دې وکړي چې هغه خلک چې موږ ورڅخه تمه لرو او پوه او وړ اشخاص يې بولو هغوى هم خپل موقف او ځايګى وپېژني،په دې پروسه کې هم درغلي دهغو خلکولخوا شوې چې په دې سياليوکې يې ګډون کړى وو.