دلندن خبرې اوکودتا اټکل:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال:انجنیرعبدالصبورساپی
دافغانستان پاکستان اولندن خبرې پای ته ورسېدلې په دې خبروکې دپام وړ خبره داوه چې په شپږومیا شتوکې به افغانسستان ته سوله راشي، داخبره په دا یولسوکالونوکې ډېره جالبه اودحیر انتیاوړ خبرده، په هرصورت موږهم دخدایه همداغواړو، وائې وړوند له خدایه څه غواړي؛ دوسترګې، ایادې داسې خبروکولو لپاره څه رنګه ضمانت شته ده! په خبروکه واي تراوسه پاکستان سل ځله وېلي چې تجاري مالونه به بې له ځنډ اوزورونې افغانستان

ته پرېښودل کېږي خوتراوسه داسې ندي شوي توپ ګولۍ به دافغانستان په خاوره نه اچولکېږي خونه دي شوي،په سرحدکې فوجونه ځایپرځای کړه اودامریکې نه ئې ډېرې پیسې واخیستې پدې نامه چې کرښه به ساتي مسلح کسان تېروبېرنشي ، خوجنګ لازور واخیست، اوپاکستان په دې بهانې خپلې تاڼې دافغانستان خاورې ته ځنې ځایوکې تر۵۰کیلومترهم ننوېستې، په تېره دکنړپه ولایت کې په سپین بولدک کې تر۱۵کیلومتره ورداخل شوي دي، ۲۶تنه طالب زندانیان چې معلومه نده دڅه لپاره زندان ته اچول شوي و،له پاکستاني زندانه خوشې شوه خو تروسه معلوم ندي چې دا چېرته دي اوافغان دولت پرې خبرنده اوهم افغانستان ته څه نوایي نوله دې کبله دپاکستان خبرې بې بنڅټې دي اوباورپې نشې کېدای، خبرداده چې دملکي حکومت په خوله څوک کارنه کوي هرڅه چې فوځ وائې هغه به کېږي او ددې خبرې ضمانت هیڅ نشته چې شپږ میاشتې روسته څه کېږي، دا دېرشوکالوداعتمادکومه فضاء چې وه دمنځه وړې ده په تېره بیاپه دالسوروستي کالوکې چې امریکه سیمه کې پرته ده. پاکستان غواړي دیوې خواداسې فرصت ترلاسه کړي چې تر سو  دخارجي قواو برښلیک په افغانستان کې معلوم شي، اودبلې خواغواړي کم فشارچې دامریکې له لورې په دوی شته، دامریکې زړه هم خوشاله وساتي دپاکستان دا دومخی سیاست به ترهغه روان وي ترسوددوی ستراتېژیک مقصدونه ترلاسه شي، جنرال مشرف دپاکستان پخوانی ولسمشرپه دې هکله امریکائې تلویزون آشنا ته داسې وائې:

"پاکستان کولی شي په هرابداع یانوښت کې ستره ونډه ترسره کړي ترسوپه افغانستان کې ثبات را منځته شي، اوکه چېرې دپاکستان رول په افغانستان کې په پامکې  ونه نیول شي دابه په سیمه کې سترناورین منځته کړي".

دښاغلی مشرف داسې سرګندونې وګواښونه ددې لپاره دي ځکه پاکستان دافغانستان جنګ کې ستر لوبغاړي ده اودخپل مقصدونود ترلاسه کولو لپاره تلاش کوي اودامتیازات غوښتونکی ده، اودا سر ګندونې دامریکائي تلوېزون سره ددې دپاره ترسره شوې ځکه غواړي چه امریکاپوه کړي چې پاکستان ونډه دافغانستان په وړاندې په خپل پام کې وساتي، رښتیاخبرخوهم داده چې بې له پاکستانه په افغانستان کې سوله نشي راتلی ددې خبرې درې وجې دي:

۱-موږ دپاکستان سره ډېره اوږده  پوله لروچې د دې پولې کنترول هم ډېر ګران کارده اوهم ډېراسانه ددې هم دووجې دي:
الف: ګرانه په دې ده چې پاکستان ترهګر روځي اوراستویې که پاکستان دترهګرو مرکزونه په صدا قت اورښتني توګه بندکړي نو سوله راتل ګران کارنده.
ب:هغه قومونه چې په سرحدکې دپاکستان سره په پوله پراته دي دیوې خوا غریب دي کارروزګار نلری  د دوی ټول اقتصاد پاکستان پورې تړلی ده په دغه برخه کې پاکستانی روپی چلېږي اوداخلک خپل ټول ضروري شیان له پاکستانه رانیسي، کابل په دې لسوکلوکې دې ټکیته هیڅ پاملرنه نه ده کړی، که چېرته دولت وشي کولی چې دخلکوستو نځې حل کړي، خلکوته خه ژوند برابر کړی پاکستانی روپۍ  له چلنده وغورزه وي او خلکوته داډاډورکړي چې له خپلې خاورې دفاع و کړي که څه هم په سرحد پراتوخلکوتل ډېرې مېړانې کړي خواوس شرایط بدل شوې اوس جنګ اقتصاد غواړي وسله غواړي اوددولت کلک مړاتړاوداسې نور، نوجنګ بندېدلوامکان بیا شته خوداکارچې تراوسه ونشواوس ګرانه خبرده ځکه ډېروخت غواړي، اوکه په همدا شکل بې پاملرنې پرېښودل شې لادډېرو بدوراتلونکو اټکل شته.

۲- لندن په پاکستان ډېراثراچونکی هیواد ده ، دپاکستان ټول جګ پوړې مشران دګوندونولیدران اوغړي اوددوۍ کورنۍ دخپل درملنی اوتدریس لپاره لندن ته منډې وهی همدااوس مشرف په لندن کې تبعیدی ژوندتېروي ، که لندن  په صداقت سره افغانستان کې دسولی راتلوته لیواله ده، ټولې مرستې دې پاکستان ته بندې کړی اوپه ټینګه دې ترې وغواړي چې بې له سولې کولو بله لارنه لری په دې صورت که کېدای شي چې پاکستان دخپل ورانکا رۍ لاس واخلي اولاردسولې لپاره هواره کړي.
۳-پاکستان کې سیاسی امنیتي حالات خرابول چې ترسوپاکستان سولې ته، دخپل مجبوریت په سترګه وګوري نه دامتیازاخستلوپه هیله، بې له دې هیڅ کله به هم پاکستان افغانستان ته سوله ونبښي.
په هرصورت افغانستان باید خپل سرحدي ولایاتوته داقتصادي پلوه سخته پاملرنه وکړي ترسودخلکو ملاتړ راجلب کړي اوهم خلک ډاډپیداکړي یوهوساژوندته دکابل ترسیورلاندې .

کومې هلې ځلې چې دسولی لپاره کېږي که دا په هره بڼه وې دقدر وړ دي که دا ددولت له لارې وي اوکه دخلکو اویاګوندونو له لارې، خو دپام وړخبره داده چې دا ټولې خبرې دافغانستان دملي ګټوپه محور وڅرخيږي.

"د افغانستان ولسمشر حامدکرزي خبر داری ورکړ، چې د سولې له عالي شورا پرته به د سولې هر ډول خبرې اترې ناوړه پایلې ولري.
حامد کرزي، چې په کابل کې یې د اوبو د تنظیمولو په اړه ملي کنفرانس ته خبرې کولې، په ډاګه کړه، چې د سولې په نوم له داسې خبرو اترو خبر شوی، چې په انفرادي ډول د بهرنیانو له خوا مخ ته وړل کېږي".
ښاغلي کرزي په خپل لیک کې چې بې بې سي ته استولی ویلي:

"تېر ته په پام سره، ډېر پام باید وشي چې زموږ د سولې دغه بهیر د یو بل داسې پړاو پیلامه ونه ګرځي، چې نتیجه یې واقعي سوله نه بلکې د ذیدخلو بهرنیانو لپاره خپلو لویو اهدافو ته د رسېدو یو بل قدم شي، لکه چې په تېرو درې نیمو لسیزو کې مو پړاو پر پړاو دغه تریخ واقعیت تجربه کړی دی.
څنګه چې د وروستي کمونیستي حکومت سقوط او کابل ته د مجاهدینو راتګ زموږ د خلکو د ارامۍ او واقعي ازادۍ باعث نه شول، په همدې ترتیب که زموږ د سولې نننی بهیر هم په ښه توګه مدیریت نه شي، کېدای شي زموږ د لا ضعف او موږ ته د نویو ستونزو د راټوکېدو سبب شي که جنګ راباندې بهرنیو تحمیل کړی، د سولې ابتکار مو باید کاملاً پخپل لاس کې وي، که نه هغه نتیجه چې ملت ورته منتظر دی، هېڅکله به ترې ترلاسه نه شي."
دښاغلی کرزي داڅرګندونې په داسې حال کې کېږي چې درې اونې دمخه خبرونه خپارهٔ سول چې ښاغلی کرزی دامریکاسفرنه روسته ډېر دریځ ئې نرم شوی، معلومه ده چې ښاغلی کرزی خپل دسولی تلاش په هغه صورت کې چې ابداع دبل چاپه لاس کې وي ناکامه بولی ، د ښاغلی  ډاکترنجیب الله دسولې پلان هم دکورنیو اوهم دبهر نیو، په تېره بیا دبېنین سیوان لاخواچې د ملګروملتو استازی هم وه ناکام شو،چې تر شائې لویه بهرنۍ دسیسه پرته وه، اوس معلومه نده چې دښاغلي کرزي مقصد داده چې یوسیاسي تشه منځته رانشي اوهغه ترخه تجربه تکرار نشي اوکه دخپل قدرت دنه دوام لکبله وېره لري، چې ګواکې دی به د قدرته لرې کړی شي، که ښاغلی کرزی دخپل قدرت دختمېدوله وېرې سو لې نوښت ځان اودسولې دشورا پورې تړي نو بیاد سولې راتک به دخنډونوسره مخ وي، اوکه رښتیا سوله دسولې لپاره اود وطن لپاره غواړي نوبیا دخپل اویا دخپلې کورنې قدرته درسولو فکرونه دې له سره واباسي په دې صورت به یوه تل پاتې او ریښتینې سوله منځ ته را شي.

دپاکستانی مقاماتو لیدنی کتنې دشمال ټلوالې اونوروپخواني جهادي مشرانوسره بیا دبسم الله محمدی ورتک پاکستان ته داد دې خبرې څر ګندوی ده چې پاکستان غواړي بیاهغه څه تکرارکړي کم چې دښاغلی ډاکترنجیب الله دحکومت په وخت کې شوي وه، ډېره دپام لرنې وړخبره داده چې ټولې افغاني سیاسی  اویاجنګې ډلې که په افغانستان کې دي اوکه په بهر کې دخپل منځي اختلاف پرته یوموټي د دولت سره یوځاي دسولي تړون لاس لیک کړي، داچې دښاغلي کرزي برخه لیک به پکې څه وي دابه دې سولی دهغې عمومی جرګې پرېکړې پورې تعلق ولري چې ټولې متخاصمې ډلې اودولت پکې برخه لري په دې صورت به بیاتېرې ترخې تجربوې وسیاسی خلادمنځته راتلو وېره بې ځایه وي، اوهم به دپاکستان لاسته راوړني په دغه لوبه کې ډېرې ناچیزي وي اوامریکاته به هم یوسیاسی بری ترلاسه شي.

ایادکودتا خطرشته ؟؟
که دافغانانوترمنځ دنظریووالی منځ ته رانشي یعنی دولت ځانته طالبان اونورې ډلې ځانته اوخارجیان ځانته نظرونه ولري اوهریو خپلوګټوته وګوري نودسولی راتلل به یوه ناشونې خبروي، دلته دهرڅه نه مهم دافغانی ډلوموقفونه دي، چې باید سره برابرشي اودخارجیانو مالی اولوژستکي ملاتړهم راجلب کړي، دافغانانوداتفاقه پرته سوله ناشونې ده، دکودتا کیدل هم د امکان نه لرې خبرنده ځکه داسې کودتا ګانې دخپله امریکا په اشاره دافغان اردولخوا ترسره کیدای شي، لکه څنګه چې په ترکیه کې د امریکائي «انجرلیک» اډې په شتون اودامریکا په اشاره ترسره شوي دي، چې زه ئې یودوبېلګې وړاندې کوم، د۱۹۶۰زکال دمی دمیاشتی په ۲۷نېټه دجنرال« جمال ګورسل» په مشرۍ په ترکیه کې کودتا ترسره شوه چې دترکیې منتخب صدراعظم ښاغلی «عدنان مندرس» په داروزړول شو، دغه کودتا دترکیې دولت سره داختلاف په نتیجه کې مستقیماْ دامریکا په امرترسره شوه اوورسته دامریکاپه اشاره هغه کودتاچې صاحبمنصبان چې ملی یا نشلېستی فکرونې درلودل ټول له خپلو دندو ګوښه اوبهرته واستول شول، چې دهغه له منځنه یوهم ښاغلی «آلپ ارسلان تُرکش» و چې روسته دترکیې د«ملی غوښتونکو »ګوند بڼڅټ ئې کښېښود، وروسته بیاهم کودتاګانی وشوی خوذکرې ضرورنه نبولم، نویواځې روستۍ کودتا چې د۱۹۹۷زکال دفبرورۍ په ۲۸ نېټه دامریکا په اشاره دښاغلی «نجم الدین اربکان »په ضد وشوه چې په ترڅ کې ښاغلی «نجم الدین اربکان» دپوځ دمستقیم فشارلکبله له دندې ګوښه کړی شو، اوامریکا اواسرائیل دترکیې فوج کې یازت نفوذ ترلاس کړ اود «انجرلیک» فوجې اډې په وسیله ئې ډېرکاروکړل چې یوهم د تاریخی اثاروقاچاق وه د«زمان» په نوم په استانبول کې چاپ شوې ورځپاڼې په ۱۹۹۸زکال دجون په ۵ نېټه خبر ورکړ چې د«انجرلیک» فوځي اډې له لارې په سلهاو تاریخی اثارله وطنه قاچاق شوي(دزمان ورځ پاڼه ۵ حزیران ۱۹۹۸کال داستامبول چاپ) دغه کودتاګانی که څه هم نورعلتونه هم لري خودامریکا اوترکې پوځ جورجاړی اوپه ترکي پوځ کې دامریکې نفوذسر ګندوی ده.

په داسې حال کې چې سیاسي لارې چارې له پامه نشواچولې، په افغانستان کې دکودتا ترسره کیدل به دامریکا د ډېرمجبور یتونو څخه وي، اوداهغه وخت امکان لری چې امریکادافغانستانه دبشپړوتلو بندو بست وکړي، ځکه هغه ډلې چې امریکاسره په جنګ دي هغوی دخارجیانوشتون په افغانستان کې نه غواړی، اوس که امریکاته نورې لارې چارې بندې شي نود خپل ځان لپاره یوه د اوړوپزه جوړول دي، دېلپاره کیدي شي چې لاس په یو کودتا پورې کړي، ولی یوخبر دلته  دانديښنې وړده چې په دا کود تاکې دطالبانوپه شمول نورې ډلې اوګوندونه به سره یو ځای وي او که نه، ځکه بل جوړښت جنګ ته دپای ټکې نشي یښودلی، اوس که چېرته طالبان دنورو ډلو ټپلو اوشمالی ټلوالې سره یوکېږي نوبیا ضرورت دکودتانشته، کولاشي دسیاسي لارې هم قدرت ته ورسېږي، خوسوال داده که دسیاسی لارې دامریکې په موجودیت کې قدرت ته راشي نوبیا ددې خبرې وېره لري چې خلک به وائي چه امریکا دوی ئې قدرت ته ورسول، داځانته شرم ګڼي نودقدرت ته د رسېدوبله لاربه څه وي؟
 کیدای شي داکودتایو بل رنګ ولری یعنی دامریکا،پاکستان اوطالبانوپه ملاتړ، شمالی ټواله دامریکې يه مرسته کودتا ترسره کړي، اوروسته یوه ګډه اداره منځته راشي اودامریکا دبشپړوتلو زمینه برابره شې پدې ترتیب به قدرت دپاکستان اوامریکې په خوښه یوې ادارې ته چه طالبان شمالی ټواله اونورې ډلې چې دوي پرې سلاوي هم پکې شتون ولرې انتقال شي، اوامریکایان به په مدارسره خپلې اډې تشې کړي په دې ترتیب به امریکاته یوه داوړوپزه جوړه شي اوده ته به وائې باعزته وتل.

                                                                     پای


اخذونه:
-دافغان جرمن آنلاین پورتال
دښاغلی حکیم نعیم لیکنه.
-دښاغلي کرزي لېګل شوې
مقاله بې بې سي ته.
-دامریکاغزوب پاڼه
-او نور رسنۍ.