لیکنه : لطفی المنفلوطي
ژباړه: عبدالرحمن فرقانی
نن سهار د یوې پیشو په غږ، چې د بستر خوا ته مې یې میو میو کول راویښ شوم، ځان یې راباندې موښه او د اندیښنې څخه ډک دغه حالت یې په څه باندې کلک ټینګار کاوه،حالت یې شکمن او په غم یې غمجن شوم.
ومې ویل: کېدای شي وږې به وي، پورته شوم خواړه مې ورته راوړل، خو پرځای پرېښودل او مخ یې ورنه واړاوه .
ومې ویل: کېدای شي تږې به وي، د اوبو لور ته مې ورته لارښونه وکړه، پرې خوشحاله نه شوه او په داسې ډول یې ماته کتل، چې په زړه کې یې د شته کړاوونو او غمونو څخه خبرې کولې،حالت یې زما په زړه کې ډیر ژور اثر پریښود، آن تر دې چې هېله مې وکړه، کاشکې سلیمان وی د ځناورو په ژبه پوهیدی، تر څو یې په اړتیا پوه او ستونزه مې یې هواره کړې وی، د خونې ور بند ؤ، ومې لیدل چې د وره لور ته ګوري او هر کله چې به د وره لور ته وخوځېدم ځان به را پورې سرېښوه، په غرض یې پوه شوم، غوښتل یې چې ور ورته پرانیزم، په بیړه مې ور ورته پرانیست ، کله یې چې په فضا سترګې ولګېدې او د اسمان مخ یې ولیدد غم او کړاو حالت یې په خوښۍ او خوشحالۍ باندې بدل او په خپله لار کې په مندو شوه، خپل بستر ته راوګرځیدم او خپل سر مې په لاسونو کې کېښود، د نوموړې پیشو په هکله مې فکر وکړ، حالت ته یې په تعجب شوم او له ځانه سره مې و ویل : آیا پیشو به د خپلواکۍ په معنا پوهیږي د ورکېدو له کبله به یې غمجنه کېږي او په لیدو باندې به یې خوشحالېږي؟ هو: هغه د خپلواکۍ په معنا ډیره ښه پوهېږي، د هغې ژړا ،غم او ځوریدا د خوړلو او څښولو څخه ډډه کول یې د خپلواکۍ پرته د بل څه لپاره نه ؤ، زارۍ، هیلې ، هڅې او اشارې یې د خپلواکۍ د لاسته راوړنو نه پرته د بل څه لپاره نه وو.
دلته مې په زړه شول،چې د انسانانو څخه د استبدادګرو ډېری زندانیان د هغه څه احساس نه لري د کوم څه احساس چې په خونه کې زنداني پیشو او په قفص کې اچول شوی ځناور او د بند د کړاو او ځور له کبله وزر ماته مارغه یې لري، بلکې کېدای شي په دوی کې داسې کسان وي، چې د خپل ژغورل کېدو په هکله فکر نه کوي او د هغه څه څخه د ژغورنې په هکله د خلاصون لاره نه پلټي، چې دوی په کې دي، بلکې کېدای شي په دوي کې داسې کسان هم شته وي،چې غواړي په دې زندان کې پاتې شي، الفت ورسره پیدا کړي او له کړاونو او زجرونو څخه یې خوند واخلي.
تر ټولو ستونزمنه مساله چې بشري عقل یې د حل په اړه حیران دی، دا ده، چې بې ژبې ځناور دې په خپلواکۍ کې تر ژبغړاندي ځناور څخه پراخه ډګر ولري!، نو آیا نطق یې پر ده او نیکمرغۍ باندې ناوړه شاګوم دی ؟ او آیا د ده سره ښایی چې د ګونګتیا او تتله والۍ هیله وکړي، تر څو پر خپله خپلواکۍ خوښ وي، څرنګه وړاندې تردې چې هوښیار او ویونکی شي، پرې خوښ ؤ!!؟.
مارغه په هوا کې الوزي، کبان په سمندر کې اوسېږي، ځناوران په درو او غرونو کې تاوېږي، خو انسان په دوه زندانونو کې ژوند کوي ،یو روحي زندان اوبل د مهد څخه تر لحده د حکومت زندان.
زورور انسان د بی وسه انسان لپاره زولنې او زنځیرونه جوړ کړي او کله پرې دقانون نوم ږدي او کله دناموس، ترڅو د عدالت په نامه پرې ظلم وکړي او د قانون او ناموس په نامه دخپلواکۍ نعمت ترې واخلي.
دا ډارونکې آله یې ورته جوړه کړه،ترڅو یې شکمن، اندیښمن او ډارجن وساتي،د ځانه پر ځان باندې ساتونکي وګماري تر څو د استبدادګر د عقاب او عذاب څخه د خلاصون په موخه د خپل لاس حرکتونه، د پښو پلونه،د ژبې حالت او د خیال او فکر یادښتونه او نوښتونه وڅاري، تباهي ده، ده لره څومره جاهل دی!!،بربادي ده، ده لره څومره شوده دی!!، آیاپه دنیا کې تر دې بل ستر عذاب شته کوم چې دی ورسره لاس او ګریوان دی، او تر دې بل تنګ زندان شته کوم چې دی پکښې زنداني دی؟.
پر زندانی باندې د استبدادګر جنایت دا نه دی، چې له ده څخه یې خپلواکي اخیستې ده، خو لوی جنایت یې دا دی، چې وجدان یې ورته داسې فاسد کړی دی، چې د نوموړې خپلواکۍ په له لاسه ورکولو باندې نه غمجنېږي او نه ورباندې یوه اوښکه تویوي.
که انسان د هغې خپلواکۍ په ارزښت پوه شي، چې ورنه اخیستل شوې ده او که د هغو زولنو او زنځیرونو حقیقت درک کړي، چې د ده تر بدن او عقل راتاو شوي دي، نوبه ځان د هغه بلبل په څیر و وژني کوم چې ښکاري یې په قفص کې زنداني کوي او دا به ورته تر هغه ژوندانه ښه وي، چې پکښې د خپلواکۍ له رڼاوو څخه رڼا ونه ویني.
د پیدایښت له پیله به لوڅ او بربنډ ګرځیده او یا به یې پراخه جامې اغوستې، په وروڼي کې یې کېښودلکه چې طلفک پکې ږدي، د مړي په څېر یې په کفن کړاو ورته یې وویل : چې د جامو نظام دا رنګه دی.
هر هغه څه ته به یې چې زړه کېده او د خوی سره به یې سمون درلود،هغه به یې خوړل او څښل،د ده او نوموړو شیانو تر منځ یې بېلتون راوست او زړه یې د ناروغۍ او مړینې له ډار څخه ډک کړ، دې ته یې پرې نه ښود چې په خپله خوښه څه وخوري او وڅښي هغه څه خوري یا څښي چې ډاکټر یې غواړي، لیکي او ووایي هغه څه چې دیني مشر او سیاسي واکمن یې غواړي، دریږی، کښېني،ولاړ یږي، خوځېږي او ژوند کوي په هغه توګه چې قوانین، دودونه او رواجونه یې غواړي.
په ژوندانه کې نیکمرغۍ تر هغې نه حاصلېږي، تر څو چې انسان پکې په مطلقه توګه خپلواک ژوند ونه کړي، په بدن، فکر، عقل، وجدان او ځان یې تر روحي ادب پرته بل څه نه وي برلاسي.
خپلواکي هغه لمر دی چې باید په هر زړه کې وځلېږي،هر هغه څوک چې په ژوندانه کې ورنه محروم پاتې شي،په هغه تیاره کې به ژوند کوي چې پیل یې د رحم په تیاره پورې او پای یې د قبر په تیاره پورې نښلي.
خپلواکي ژوند دی،که چېرې خپلواکي نه وي د انسان ژوند به د کوچنیانو د هغو متحرکو لوبو د ژوند په څیر وي، چې د کوچنیانو په لاسونو کې خوځېږي.
دانسان په تاریخ کې خپلواکي کومه نوې، عارضي او عجیبه پیښه نه ده، خپلواکي د انسان هغه فطرت دی، چې د هغه مهاله پرې عادت ؤ، کوم مهال یې چې په کمرونو او ځنګلونو کې ژوند کاوه.
انسان چې کله د خپلواکي د غوښتنې لپاره لاس اوږدوي، هغه د سوالګر په څیر لاس نه اوږدوي، بلکې هغه د خپلو حقوقو څخه هغه حق غواړي، کوم چې بشري لجاجت او اطماعو ترې اخیستی دی، که یې تر لاسه کړ نو د هیڅ مخلوق احسانمن نه دی.
لیکنه : لطفی المنفلوطي
ژباړه: عبدالرحمن فرقانی