په افغانستان کې سولې ته لوی خطر له بهرنیوقدرتونو ځخه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سلام خان

دافغانستان ولسمشر حامد کرزی، چې د پاکستان او بریتانیا له مشرانو سره د خبرو لپاره په لندن کې دی، د بریتانیا له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې سولې ته لوی خطر له طالبانو څخه نه، بلکې له بهرنیو قدرتونو څخه دی همدا رنګه ولسمشر حامد کرزي له کامرون او زرداري سره د رسمي خبرو تر پیلولو مخکې ګارډین ورځپاڼې

ته وویل:«افغانستان ته به یوازې هغه وخت سوله راشي چې زموږ په هیواد کې د بې قانونۍ، جګړې یا بې ثباتۍ په رامنځته کولو کې لاس لرونکي بهرني عناصر خبرې وکړی« ولی دا یی  په ډاګه نه کړه چی له بهرنیو ځخه یی لومړی هدف ځوک دي ؟ نوموړی همداراز دخپلو خبرو په طرځ کی وویل
 چې لوېدیځ ځواکونه په غلط  ځای کې جنګېږي. کرزي په ځلونو ویلي چې که لوېدیځوال له تروریزم سره جنګېږي د ترهګرو پر اصلي ځالو دې حمله وکړي چې د پاکستان په خاوره کې دي نوموړی دګارډین ورځپاڼی سره په خپله مرکه کې وویل چې ده ته دا نه ده روښانه چې لویدیځ ځواکونه له افغانستانه په دې خاطر وځي چې دوی احساس کوي چې د تروریزم په وړاندې د جګړې هدف یې ترلاسه کړی او د نړېوالو تروریستي ډلو په ځپلو سره یې خپل هېوادونه خوندي کړي اوکه دا حقیقت یې درک کړی چې د افغانستان ماموریت یوه اشتباه وه.
 دافغانستان ولسمشر وویل، نړېوال ځواکونه به داسې احساس کوي چې ګواکي د تروریزم په وړاندې د جګړې اهدافو ته رسیدلي دی، القاعده یې کمزورې کړې اویا هم ښایي داسی احساس کوي چې له لومړي سره دوی په غلط ځای کې جګړه پیل کړې خو په هرحال دوی باید دغه جګړه پای ته ورسوي او له دې هېواده ووځي
د افغانستان پاکستان او برېتانيا ترمنځ د درې اړخيزو غونډو لړۍ د ٢٠١٢ کال د جولاى په مياشت کې په کابل کې پيل شوې، دويم پړاو يې د تېر کال په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال په نيويارک کې جوړه شوه،نن د دو شنبې په ورځ چی د۲۰۱۳ م کال فبروری دځلورمی نیټی سر سمون لری د بريتانيا په مرکز لندن کې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا درې اړخيزه غونډه پيل شوه ، چې اساسي موضوع يې د افغانستان د سولې په اړه په خبرو اترو متمرکزه وه ،دا د درو هیوادونو د مشرانو درېمه غونډه ده خو دا یوه له تېرو سره په دې توپیر لري چې د افغانستان او پاکستان پوځي او ملکي چارواکي پکې ګډون لري. دې ته په پام سره چې ویل کېږي د پاکستان ملکي چارواکي اختیار نه لري په دې غونډه کې د لوی درستیز کیاني او د استخباراتي ادارې(آی ایس آی) د مشر ګډون مهم ګڼل کېږي
په دې غونډه کې افغان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د بريتانيا صدراعظم ډويډ کامرون برخه اخيستي وه او  د درې واړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د سولې په راتګ او د دې هېواد او پاکستان په خاوره کې له ترهګرۍ او افراطيت سره په شريکه مبارزي خبرې شوي او دغه  مشران په ځينو مسايلو توافق ته هم رسيدلي دی  د لندن په سرمشریزه غونډه کې پریکړه شوې چې په افغانستان کې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې دسولې د لوظنامې لاسلیک کولو هڅې وشي ،دا غونډه په لندن کې د بریتانیا دلومړي وزیر ډیویډ کمیرون په کور کې وشوه، تر دې مخکې تیره شپه ولسمشر کرزي ، ولسمشر اصف علي زرداري او ډیویډ کمیرون غیر رسمي او د نننۍ غونډې دایجنډا په اړه خبرې کړې وې ،تر یادې سرمشریزې غونډې وروسته دریو واړو مشرانو هوډ څرګند کړ، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د سولې د لوظنامې لاسلیک کولو هڅه کیږي ،د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کمیرون وویل چې ددې هدف ترلاسه کولو لپاره  به ټول اقدامات په لاره اچول کیږی هغه زیاته کړه چې د غونډې پر مهال د پاکستان او افغانستان ولسمشرانو د معمول خلاف همکاري وکړی د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې پر دې هم غور وشو، چې څخه ډول وکول شي دافغانستان او پاکستان پر ګډه پوله امنیت تامین شي ،د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي ځینو خبري رسنیو ته وویل چې په دې غونډه کې ګډونوالو دافغانستان دسولې پروسې ته د سرعت په ورکولو خبرې وکړې هغه زیاته کړه چې ولسمشر حامد کرزي یو ځل بيا له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې دسولې پروسې سره یو ځای شي  او زیاته یې کړه چې ټول افغانان باید دافغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي.
د لندن د غونډې ګډونوالو په قطر کې د طالبانو  ددفتر په پرانستلو هم هوکړه وکړه، څو له دې لارې د سوله پروسه پرمخ یوړل شي تر دې غونډې مخکې  په لندن کې د برېتانيا د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې پر پروسې، په دې برخه کې پر شوپرمختګونو، د افغانستان او پاکستان پر ستراتيژيکو اړيکو باندې خبرې کېږي سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې به يادو پروسو ته د نور سرعت ورکولو په اړه په تفصيل سره بحث وشي ،سرچينه کاږي، چې د افغانستان او پاکستان ملکي او پوځي چارواکي پر يوه مېز راټولېدو سره طالبانو ته دا پيغام ورکول دي، چې اوس د دې وخت راغلى، چې بايد ټولې خواوې د سولې په پروسه کې ورګډې شي ،د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو په بریتانیا کې په خپلو خبرو کې وویل چې هلې ځلې به پیل کړي چې په شپږو میاشتو کې له طالبانو سره روغه جوړه وشيدا لومړی ځل دی چې له طالبانو سره د پخلاینې لپاره یوه ټاکلې موده کېږي ،ښاغلیو کرزي او زرداري د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون سره له کتنې وروسته پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په بهیر ورګډ شي،د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له دې کبله چې د لندن په خبرو کې د طالبانو کوم استازی نه و او دا ډله لا هم د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیاره نه ده د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو خبرې یو اړخیزې دي او هیڅ اجرايی ضمانت نه لري ،خو ځیني نور وايي چې پاکستان هماغه راز چې په ځلونو ویلي هم دي طالبان خبرو او پخلاینې ته راضي کولی شي.پای سلام خان.