د اوبو رسولو اداره ٢٦ ميليونه پوروړې ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور : عزت الله ذکي

د کندهار د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت اداره يوازي د برېښنا له درکه شپږويشت ميليونه افغانۍ پوروړې ده. چارواکي وايي، دغې ستونزې په کندهار کې د اوبو رسولو په برخه کې عادي او پرمختيايي کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي. په کندهار کې د سوېلي حوزې د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت رئيس انجنير عبدالوهاب ترابي وايي، په کندهار

کې د اوبو رسولو په برخه کې لويه ستونزه دا ده چې زياتره خلک د نل د اوبو محصول نه ورکوي. د نوموړي په وينا، همدا اوس د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت د کندهار پر خلکو د نل د اوبو له درکه اته څلوېښت ميليونه افغانۍ پور لري، چې دا د دوى پرمختيايي کارونه خو څه، آن عادي کارونه هم ګواښي. ترابي وايي: ((همدا اوس زموږ پر خلکو ٤٨ ميليونه افغانۍ د نل د اوبو له درکه باندي دي او همدا راز پر موږ بيا ٢٦ ميليونه افغانۍ يوازي د برېښنا شرکت باندي دي. که خلک د نل د اوبو پخوانى پور او محصول تحويل نه کړي، دا به موږ له لويو ستونزو سره مخ کړي.)) انجنير ترابي اندېښنه څرګندوي، که دوى په راتلونکې کې هم ونه توانېږي چې د برېښنا محصول ورکړي، نو ښايي برېښنا يې پرچاو او د اوبو رسولو چاره يې له ګواښ سره مخ شي. ښاغلى ترابي وايي، نه يوازي خلک، بلکې د کندهار ځيني دولتي ادارې هم د اوبو محصول نه ورکوي. دى وايي: ((بدبختانه زموږ ځيني دولتي ادارې هم زموږ د اوبو محصول نه راکوي، چې دا زموږ لپاره يوه ستونزه ده.)) د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت نه عادي او نه هم پرمختيايي بوديجه لري. دا اداره اړه ده چې په خپلو عوايدو خپل خدمات تنظيم کړي. په سوېل کې د پاکو اوبو رسولو دغه مسوول چارواکى وايي، تر اوسه يې هڅه نه ده کړې چې د عدلي او قضايي ارګانونو په مرسته له خلکو د اوبو محصول تر لاسه کړي. د نوموړي په قول، کله ناکله پر هغو خلکو، چې د نل اوبه کاروي، د مجازاتو په ډول اوبه بندې کړي، خو دا چاره هم پر خلکو اغېز نه لري: ((ستونزه دا ده، زياتره خلک خپل څاه ګان لري، کله چې موږ اوبه پر بندې کړو، نو دوى له خپلو څاه ګانو اوبه تر لاسه کوي، نو په دې ډول زموږ دا تاکتيک د محصول په راټولولو کې ګټور نه دى.)) د اوبو رسولو شبکې د تګلارې له مخې، هغه کسان، چې د اوبو محصول نه ورکوي، تقداً جريمه کېږي. د ترابي په وينا، دوى پر دا ډول کورونو ١٢% اضافي محصول اچوي، تر څو په راتلونکې کې د اوبو محصول پر وخت تحويل کړي. انجنير ترابي د خپلو لګښتونو او عوايدو په اړه په جزئياتو معلومات ورنه کړل، خو دا يې وويل چې د دوى عوايد د دوى د لګښتونو يوازي يوه جزئي برخه پوره کوي. دا په داسي حال کې ده چې دا اداره بايد خپل لګښتونه له خپلو عوايدو څخه پوره کړي. انجنير ترابي وايي: ((زموږ عوايد يوازي زموږ د پرسونل معاشونه او د ورځني عادي کار لګښت پوره کوي. که مو عايد دوه لکه افغانۍ فرض کړو، نو لګښت به مو اووه لکه افغانۍ وي، چې دا ډېر توپير سره لري.)) دا دولتي شرکت دا مهال ٦٣ تنه کارکوونکي لري، چې يوازي شپږ يې رسمي او پاتې نور قرارداديان دي. ترابي د دغې ستونزې د هواري په نيت له خلکو غواړي چې د اوبو محصول پر وخت تحويل کړي، تر څو د پاکو اوبو رسولو له دغه پروګرام څخه بې برخې نه شي. نوموړى ټينګار کوي، هغه اوبه چې د دوى له لوري خلکو ته رسول کېږي، له روغتيايي نظره تر عادي اوبو ګټورې دي. ده زياته کړه: ((د څاه ګانو اوبه له صحي پلوه سمې نه دي، نو که د اوبو نل لرونکي غواړي، ښه روغتيا ولري، په کار ده چې د اوبو محصول تحويل کړي او له دغه سهولته ځان بې برخې نه کړي.)) د ترابي وينا ده چې ناامني او د پاکو اوبو د ارزښت په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې ټيټوالى د دې لامل شوي چې خلک نه يوازي د نل اوبه په سمه توګه ونه کاروي، بلکې محصول يې هم تحويل نه کړي. دا مهال د کندهار شاوخوا ٥٥٠٠ کورنۍ د څښاک لپاره پاکو اوبو ته لاسرسى لري، چې د اوبو رسولو شرکت له لوري ورته رسول کېږي. په پام ده چې په راتلونکي کال کې دا شمېره تر لسو زرو کورونو هم واوړي. ښاغلى ترابي وايي، په نوي کال کې پلان لري چې په کندهار کې ٥٠٠٠ نورو کورونو ته هم د نل اوبه ورسوي: ((موږ پلان لرو چې سږ کال پنځه زره کورنيو ته پاکې اوبه ورسوو؛ دا کورنۍ زياتره په لويه وياله کې او يو کم شمېر يې د کندهار ښار په اتمه ناحيه کې دي.)) د سوېل د اوبو رسولو شرکت دا مهال لس فعال څاه ګان لري، چې دوه يې نوي جوړ شوي دي. د ترابي په خبره، په پام کې ده چې دوه نور څاه ګان هم وکيندل شي: ((غواړو دوه نور څاه ګان هم وکاږو او دغه راز د اوبو ذخيرې هم زياتې کړو.)) په کندهار کې د اوبو رسولو شرکت بله لويه ستونزه دا ده چې دا اداره د اوبو د تجزيې يا د کيفيت معلومولو لپاره لابراتوار نه لري؛ حال دا چې له مسلکي پلوه لابراتوار په دې برخه کې مهم بلل کېږي. انجنير عبدالوهاب ترابي د ټاټوبي اوونيزې خبريال ته د دغې تشې او له دې درکه د خلکو د اندېښنې په غبرګون کې وويل: ((موږ تر اوسه لابراتوار نه لرو، خو په پام کې مو ده چې پيدا يې کړو.)) د يادونې وړ ده چې نه يوازي د کندهار د اوبو رسولو شرکت، بلکې هره هغه دولتي اداره له دا ډول ستونزو سره مخ بلل کېږي چې عادي او پرمختيايي بوديجه نه لري، بلکې خپل لګښتونه له خپلو عوايدو پوره کوي.
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه