ليکوال : عزت الله ذکي
په افغانستان كې څه د پاسه درې سوه زره افغان امنيتي سر تيري، د هېواد ساتني ته چمتو دي او اوس مهال د اتيا سلنه عملياتو مشري كوي . په افغانستان كي د امريكائې ځواكونو قوماندان جنرال جا ن الن وايي افغان ځواكونود اټكل په خلاف چټكه وده كړې. الن وايې سره له دې چي نور كار ته هم په دې برخه كي اړتيا شته خو افغان ځواكونو د اټكل په
پرتله چټكه وده كړې او د مسوليتونو اخيستلو جوګه دي. تېره اوونۍ د ايساف وياند كونتر هم د ځينو بهرنيو رسنيو د خپروشوو منفي راپورونو په غبرګون كي ، وويل كومي سيمي چي په دې وروستيو كي افغان ځواكونو ته سپارل شوي ، د تاوتريخوالي كچه پكي څوارلس سلنه را كښته شوې. دا په داسي حال كي ده چي د را روان دوه زره څوارلسم ميلادي كال تر پايه به د بهرنيو ځواكونو پوځي ماموريت پاى ته ورسيږي او ځاى به يې كورني امنيتي ځواكونه ونيسي. افغان شنونكي بهرني رسنۍ او افغان اولس تر دوه زره څوارلسم كال وروسته تر ډيره بريده د حالت د بدلون او ياهم د کورني كشمكش د پيل په اړه متفق نظرونه لري. خو افغان حكومت او دولت بيا د امنيتي مسوليتونو د اخيستو ماموريت ته هر كلي وايي. دوی يوازي د بهرنيو مرستندويانو څخه د هوايي ځواك پياوړ تيا، تجهيز ، د امنيتي ځواكونو سمبالښت او اكمال غواړي. د كار پوهانو په باور د افغان ځواكونو اوسنی كميت د كفايت وړ دی خو پر كېفيت او ظرفيت بايد كار وشي. تيره مياشت د پنتاګون له لوري په يوه خپاره شوي رپوت كي دا هم ويل شوي وه چي د افغان پوځ ددرويشت لواګانوڅخه يوه يې د ناټو ځواكونو له هوائي ملاتړه پرته په مستقلانه ډول د عملياتو جوګه ده. بل لورته په دې وروستيو كي يو شمير لوېديځو رسنيو د يو لړ راپورونه په ترڅ كي د افغان ځواكونو پر وړتيا شک ښوولی. جنرال جان الن تر دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كي د پاتې كيدونكو عسكرو په اړه د امريكا دفاع وزارت ته درې پلانونه وړاندي كړي په لمړي پلان كي د پاتې كيدونكو امريكائي سرتيرو شمير شپږ زره په دوهم پلان كي لس زره او په دريم پلان كي شل زره اټكل شوی. ځيني سياسي شنونكي وايي د جنرال الن په دې طرحه كي بايد دريم پلان چي د شل زره سرتيرو اټكل پكي شوي وو ومنل شي. ځكه شپږ زره او لس زره سرتيري تر دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغان ځواكونو د روزنې چاري پر مخ يوسي كه د ترهګري سره مبارزه او كه دداخلي كشمكش او پاړسوب مخنيوی او كه بيا رغونه او يا هم د رڼو ټاكنو لپاره د شرايطو برابرولو چاري؟ د راتلنوكو ټاكنو لپاره د امنيت چاري ډيري مهمي دي او كه د بل كوم بهرني تيري وېره هم هيڅ وجود ونه لري نو په ټاكنو كي د داخلي اړ ودوړ امكان شته ددې لپاره بايد لږ تر لږه دومره نړيوال سرتيري پاته شي چي د ټاكنو شفافيت تضمين كړي او تر دوه زره څوارلسم كال وروسته د احتمالي خطر د مخنيوي جوګه وي. نو په همدې اساس د امريكا ئي سرتيرو پاتې كيدل يو اړتيا ده. د جنرال جان الن دا طرحه تر ډيره بريده سمه ده چي دلته بايد د ترهګري له منځه وړلو او د افغان پوځ د روزنې لپاره شل زره بهرني سرتيري تر دوه زره څوارلسم كال وروسته هم پاتې شي. افغان دولت كه هر څومره قوي هم وي اولس د بهرنيانو د پاتي كيدو اړتيا ويني، ولسي وګړي اوسنی نسبي ثبات هم د بهرنيانو د شتون له بركته بولي. تر دوه زره څوارلسم كال وروسته هم هيڅ تضمين له نړيوالې ټولنې پرته افغان ولس نشي قانع كولای ځكه افغان قوم له تيرو څلويښتو كلونو راهيسي ځپل شوی قوم دی. اوس په دې باور نشي كوای چي كه بهرنيان نه وي دلته جګړه يو ځلي بيا نه را منځته كيږي. دا اوس دلته بهرنيان موجود دي ډير سياسي اړخونه يو بل ته په كمين كي ناست دي. دانو چي بهرنيان نه وي بيا به هغه پخوانی خبري وي ، او هر يو چي زوره ور وو هغه به ولسمشر او باچا وي . زموږ د اړتيا په اساس په افغانستان كي اوسنيو شرايطو كي يو قوي او بې غرضه دريم ګړی حتمي دی. نړيواله ټولنه هم قوت لري هم بې غرضه ده او هم د يوه قوي دريم ګړي رول لوبولای شي نو د بهرنيانو دا شتون د هيواد په ګټه او وتل يې د هيواد په زيان دي .
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه