د زینب برخلیک هم د منیژې په څېر!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سيد ولي حامد

 د اشغال له پیله دنورو ناخوالو او دربدریو تر څنګ پر افغان ولس باندې  د فحشا او بد اخلاقیو څپو هم را مخه کړې، اشغالګرو او د اشغالګرو په لمنو کې پرتو بې حیا او بې پته څېرو د خپلو شهواني غریزو د اشباع لپاره د ښځو د حقوقو او آزادۍ نارې سورې پیل کړې دي او لا یې وهي.


د انسانیت ددښمنانو له راتګ سره نه یواز ې دا چې د ډېرو افغان غیرتي او پتمنو مېرمنو پت او آبرو  له خاورو سره خاورې شوه، بلکې په ډېرو مواردو کې یې ژوند د مرګ له ګواښونو سره مخ شو، په زرهاوو مېرمنې ، پېغلې حتی وړوکې جینکۍ د لوغړنې دیموکراسۍ تر سیوري او نامه لاندې د مرګونو میلمنې شوې!
   تېر دیسمبر یوازې په بغلان ولایت کې د ښځو د ځاونوژنو نولس پېښې ثبت شوې دي، http://webcache.googleusercontent.com/search?q=cache:3vXwifkbdFIJ:pa.azadiradio.org/archive/local/20130116/1092/2120.html%3Fid%3D24825859
هو دا یوازې په یو ولایت کې، او هغه هم هغه څه چې مېډیا ته را ووتل، کوم چې افغانان یې دخپل اجتماعي جوړښت او دود له مخې له شرمه مطبوعاتو ته نه ورکوي او دخپلې آبرو او عزت په خاطر پرده پرې اچوي هغه خو څه کوئ، او دا د بشریت ددښمنانو په قانون کې د ښځو حقوق او آزادي ده!!
 زما په نظر دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې په یوه ولایت کې په یوه میاشت کې دومره مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي، او هغه هم دغربي دیموکراسۍ تر سیوري لاندې! چېرته دي هغه دبشر دحقوقو مدافعین؟  په ځانګړي ډول هغه د ښځو دحقوقو ټیکداران؟ که دغه ناوړې پېښې د اسلامي امارت د واک پر مهال شوې وای نو هلته به مو بیا دبشریت ددښمنانو حال لیدلو چې څه به یې نه کول او څه به یې نه ویل؟
 په افغاني ټولنه کې تر  ټولو زیات بوږنوونکی جنایت دا دی چې د یوې مېرمنې ، یا پېغلې او جینۍ پر پت او عزت تېری وشي، خو دا کار د اشغالګرو له راتګ سره د ورځې معمول ګرځېدلی، بلکې په دولتي ادارو او موسساتو کې خو یې اوس د کلتور او ورځني رواج بڼه خپله کړې ده.
په هر وزارت، ریاست او مدیریت کې د افغان غیرتي ولس لوڼې د یو څو بد اخلاقه او بې ضمیره څېرو  سکرترانې ټاکل شوې دي!  څه یې چې زړه وي هغه کوي، او دا بیا د ښځو د آزادۍ او  دښځو دحقوقو په معنی تعبیروي!
مطبوعاتو د زینب کیسه را اخیستې چې ماما او لیوره یې جنسي تېری پرې کړی، http://pa.azadiradio.org/content/article/24884653.htmlپه رښتیا هم چې دا یوه ډېره دردوونکې ناوړه پېښه ده، خو خبره دلته ده چې دهغه زرهاوو زینب ګانو د حال پوښتنه چا کړې کومې چې د غربي داړه مارانو او بې پته په نامه افغانانو له خوا یې آبرو او عزت د یو څو ډالرو په مقابل کې په ورځني ډول  تروړل کېږي؟ او یا  د ښځو د آزادۍ او حقوقو په نامه یې په پت او عزت لوبې کېږي؟
ډېر دشرم او افسوس ځای دا دی چې ځينې رسنۍ ددغه رنګه قرباني شویو زینب ګانو لپاره د امریکایانو په لاس جوړه شوې فاسده او له اخلاقي پلوه پرېوتې اداره د امن ځای بولي!! دا لنډ څه وخت مخکې  په دایکندې کې یوې نجلۍ له دې کبله چې جنسي تیرې پرې شوی و، امریکايي فاسدې ادارې ته په دې هیله پناه راوړې وه چې غم یې وخوړل شي، مګر د کرزي د ادارې د ټوپکمارانو او بدمعاشانو له خوا د نوموړې نجلۍ ( منیژې ) پر آبرو تېری کېږي. http://pa.azadiradio.org/content/article/24871731.html
اوس نو زینب بېچاره د وحشي ماما او ظالم  لیوره له لاسه چا ته وژاړي؟  او غمځپلې  منیژه بیا چا ته  پناه ور وړي؟ د کرزي امریکايي ادارې ته؟   هغه اداره چې په حقیقت کې د افغان پتمنو میرمنو د پت او آبرو د پلورلو لپاره جوړه شوې ده؟  که زینب نوموړې فاسدې ادارې ته ورځي او د خپل مظلومیت په اړه ورته ژاړي؟  نو بیا به منيژه د چا له لاسه او چا ته وژاړي؟  هغې بیچاره ګې خو هم همدې فاسدې ادارې ته پناه راوړې وه، مګر  په برخلیک یې هغه دی له باران نه ناوې ته شو!
ددغه او نورو ټولو ناخوالو یوازینی علاج داشغالګرو په وتلو او دیو سوچه اسلامي نظام په قایمېدو او د شریعت په نافذېدو کې نغښتی دی او بس، تر څو چې اشغالګر او فاسده ګوډاګۍ اداره یې شته وي تر هغه به د افغان ولس او په ځانګړي ډول د ښځو ناخوالې او ستونزې ورځ تر بلې لا پسې پراخه کېږي.
ځکه خو به افغان مسلمان ولس د تل لپاره د اسلامي امارت تر څنګ ودرېږي تر څو دخپل وطن خپلواکي او استقلال تر لاسه، او د دغه وحشیانو له جنایتونو  نه ټول په امن او امان شي.
سيد ولي حامد