لیکوال:انجنیرعبدالصبورساپی
ولسمشر کرزي روانه میاشت امریکې ته یورسمي سفردرلود، دغه سفر دخپل ماهیت له مخي څرنګه چې ښاغلي ولسمشر وویل دډېراهمیت وړو، که څه هم په دغه سفرکې کم مهم تړون د دواړه خواوتر منځ لاسلیک نشو خوپه یوشمیر مساېلوسره خبرې اترې وشوې اولیدلوري سره واورېدل شول.
مخکې له دې چې ښاغلی کرزی امریکې ته سفروکړي څرنګه چې دپه خپله رسنویوته اوژورناستانو ته ویلي و، چې دی (ولسمشر) په افغانستان کې بشپړ حاکمیت یاواکمنۍ غواړي باید زندانونه افغان چارواکوته وسپارل شي، دشپې عملیاتونه بندشې ، امنیتی شرکتوله منځه لاړسي وداسې نور،خود اهمیت خبره داده کله چې کرزی صیب امریکه ته ورسېد دامریکاد چارواکوله خواه اعلام شوه چې ٫٫امریکا په دې خبرې غورکوي چې تر ۲۰۱۴ زکال نه ورسته ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي٬٬ دا خبرپه داسې حال کې کېږي چې ښاغلی کرزی دیولوی لست په جوړولو امریکه ته سفروکړ، خو مخکې له دې چې له ښاغلی اوباماسره وګوري له سناتورانو شمېروزیرانو اوملی دفاع وزیرسره ئې وکتل ، دا اعلان د دې لپاره وسوچې ترسو دښاغلي کرزی ټول پلانونه سره مغشوش کړي، اوورته دا تشویش پیدا کړي چې ګواکې امریکه په وتلوده، نوبایدښاغلی کرزی په خپل دریځ کې نرمښت راولي اوله یوشمېر غوښتونه نه لاس په سرشي، اوټوله پاملرنه ئې دې خبرې ته معطوف کړه چې څرنګه کولی شي دامریکا نظرله ۲۰۱۴زکال له بشپړو تلونه راواړوي۰
نوپه دې ترتیب امریکا افغان ولسمشر ئې دې ته مجبورکړچې له خپلوغوښتو نونه لاس په سرشي ګرچې ښاغلی کرزی د دې توان نلري چې ملی ګټونه بشپړملاتړوکړي خود دې شوق لري چه ځان مستقل وښي نو ددې خبرې لپاره یوڅه اندازه ځان مجبورګڼي چې د ملت خواستونه وړندې کړي داچې نتیجه په لاس راځي که نه راځي ورته مهمه نده، هغه کسانوچې ښاغلی کرزی سره لیدنې کتنې درلودې د کرزی صیب دریځ ئې ډېرنرم کړاوهم ئې ورته ډارترزیق کړ په دې هکله جنرال «دېوید بارنو» چې پخواپه افغانستان کې د ګډوځواکونوقومندان و ولسمشرته داسی وړاندیځ کوي «چې ولسمشرباید خپل ضرورتونه په پام کې ونیسي اوله ډېرو چنه وهلو له حده زیاته ډه ډه وکړي اوداسې یوې معاملې ته غاړه کښېدي چې دې دواړو خواو ګټې وساتل شي » نوپه څرګند ډول دا دیدوادیدونه په ولسمشراثرواچاوه،اوپه نظرکې ئې دنرمښت په هکله ځینورسنویوهم خبرې وکړې چې دهغې له جملې څخه د اسوشیتدپرس خبری آژانس ده؛ وائي:
«داسې برېښي چې ښاغلي کرزي په خپل دریځ کې ئې بدلون راوړی، هغه خبرې چې مخکې له سفره ئې امریکې ته کولې اوس د روغې جوړې خبرې کوي اوغواړي چې دملګري توپ فضارامنځته کړي نو ځکه د امریکائې عسکرو قضائي خوندي توب خبره ئې لوې جرګې ته محول کړه ترسوافغان ولس په دې هکله پرېکړه وکړي» داچې د ښاغلی کرزی دریځ ولی نرم شوی بیل بیل دلیلونه لري یودلیلې داکیدی شي چې امریکه له دې خبرې وېره پیداکړې چې نورافغان ولس پوه شوي چې ښاغلی کرزی کمې اوتې بوتې چې کړي ترشائې دامریکې لاس ده نوځکه ښائې ورته ویلي وي چې یوسو موده باید نرم دريځ خپل کړي اوبل داچې ښاغلی کرزی اوس په داسې یواساس وقت کې ده چې نشي کاولی سخت دریځ ونيسي، ځکه امریکه چې هسې هم تېښتې ته بانه لټوي دکابل سخت دریځ به نورهم دې امریکې دغه وتل چټک کړي اوداخبرښاغلی کرزی خپل په ګټه نبولي۰
ایا ۲۰۱۴زکال نه وروسته امریکه وتلوته چموتوده؟
کم جنګ چې په افغانستان کې روان دی اوهم دکومو موخولپاره چې امریکه سیمې ته راغلې ده، دهغو موخو نه ترسره کېدل داخبره جوته وي چې امریکه په افغان وطن کې ناکامه پاتې شوې ده، خویوه خبرډېرد غور وړده هغه داچې تروریزم چېرته اوجګړه چېرته ده اسامه له کم ځای پیداکېږي او بمباردونه چيرته کېږي اوجنګ چېرته روان دی، لروبرپښتانهٔ دي چې وژل کېږي، دغسې اعمال داخبره جوته کوي چې امریکه په افغانستان اوسیمه کې ځانګړې ګټې لري اوغواړي چې په سیمه کې خپل تسلط وساتي، اما داچې دې هدف ته رسیدلی شي اوکه نه ، دا دافغانستان دحالتواودامریکې داقتصادی وضعیت اودپاکستان دحالاتواو دامریکې سره دپاکستان صادقانه مګرتیا پورې اړه لري، امریکه غواړی چې په افغانستان کې یو جورجاړي ته له طالبانوسره ورسېږي اوهم پاکستان دې خبرې ته اړباسې چې له طالبانو لاس واخلې، خوایاداچې دپاکستان ګټې په څه کې نغښتي دي اوپاکستان دغسې یوجور جاړي ته تیارده اوکه نه ، دادې پورې اړه لري چې دافغانستان حکومت ترکمې اندازې یوه کاری رغنده اوقوی بهرنۍ پالیسي غوره کوي، اوځان له فساده پاکوي اودملت زړه لاس ته راوړي اوسمه واکمنۍ په ملک حاکمه وي، دبله خوا دامریکې مرستې پاکستان ته دي، ترسوچې دامرستې پاکستان ته رسېږي اوامریکا ځان پاکستانته نیازمند وینې پاکستان به دالوبوته دوام ورکوي، نودامریکې پالسې باید دپاکستان په اړه سمه رېښتينې اوفعاله وي، خو دامکانه لرې خبرنده چې امریکا په افغانستان کې دپاتېکېدولپاره دا اړینه بلله چې داغیورملت له جنګه ستړی کړي نودپښتنوپه زپلوېي دپاکستان په مرسته لاس پورې کړ، اوپه پاکستان کوم فشارنه راوړي، اوس که پاکستان دامریکې پاتېکېدولوته چمتونه وي، نوپه پاکستان باندې فشاراویا دپاکستان حالات خرابول، امریکې ته به داچانس ورکړي چې په سیمه کې پاتې شي، ګرچې په امریکې کې جمهوری غوښتونکې په دې فکردي چې امریکه باید تر۲۰۱۴زکال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي لکه «مېچ مک کانل» دجمهوری خواهانومشردامریکې په سناکې وائې چې تر۲۰۱۴زکال وروسته بایدلس زره امریکائې عسکر په افغانستان کې شتون ولري دغه سناتورد افغانستان حالات په خواشنۍ سره د ډاډ وړتوصیف کړي دي، خودې امریکې د ملی امنیت دمشاورمرستیال ښاغلی «بن رودز» وائې چې «دمذاکر اتوموخه د امریکې دعسکروشمېراو امنیتي جورجاړی نده دلته دوه هدفونه دي یو دې القاعدې پټنځایونه اوبل د افغانستان دقواو سمبالول اوروځل دي» خوښاغلی «دېوید بارنو» متقاعد جنرال دفارن پالیسي خپرونې ته ویلی چې دې امریکایانو داستدلال سره سم دجنګ لارې چارې اوس بدلې شوي دي اود بې پیلوټه الوتکو په مټ دې ته نیازنشته چې امریکا دې په افغانستان کې تل پاتې اډې ولري» دې داسو نظریاتو نه دا ښکاري چې امریکا له یوخوا بشپړه وتلوته ځان چمتوکوي او ذهنیتونه جوړوي ترسوچې اورسته بیاڅوک داوتنه یوه ناکامی ونه بولي ، خوهرڅه چې وي امریکه دسیمې نه وتلوته چمتونه ده ځکه دکوم مقصدلپاره چې سیمیته راغلی لاتراوسه هغه ورته لاس ته نده ورغلې، اما داقتصادی وضعیت له وجې چه په امریکه اواروپاکې راغلی په ټینګ عزم نشوویلی چې امریکه دې سیمې کې پاتې شي نوپه دې اساس په افغانستان کې دپاتې کېدولو لپاره باید ځانته نورډېر سهولتونه لاس ته راوړي چې امریکه له اوږو اقتصادی اوسیاسی بارکم کړي نو اوس دې داسې یوفضادجوړولوپه لټه کې ده لکه طالبانوسره خبرې اترې قطرکې طالبانوته دفتر جوړول په افغانستان کې سهولتونه پیداکول دپاکستان له موجوده وضعیت نه فایده وچتول اوپاکستان باندې فشارزیاتول ترسوطالب بندیان آزاد کړي اوپاکستان دې ته مجبورول چې دامریکې ګټوته پام ونیسي داچې داطلب بندیان دڅه لپاره زنداني شوي و او دڅه لپاره بېرته آزادشوکېدلی شي د ای اس ای یوه لوبه وي ښاېي داکسان پېرته په خپله ګټه استعمال کړي نوځکه استخبارتي معلوماتو یوڅه اړتیا لیدل کيږي۰
قضائې مصونیت امریکائې ځواکونوته:
داچې کرزي صیب په خپل دريځ کې ولې بدلون راوستی ډېرد حیرانتیاخبره نده، ښاغلې کرزي داسې ډېرې بې سنجشه خبرې کړي اوبیا په شا شوې ډېرکمیسیونونه ئې خاصوموضوعاتو دحل لپاره جوړکړي بیا ئې دیاده وتلې ډېر فرمانونې په کنګل لیکلي اوبیا لمرته ایښې دي، خلکوتې ژړاګانې کړي دخپل زوی دښونځي په هکله بیا دامریکې دښونځې هیلې څرګنده کړي، داځل هم بیاهمغه خبر ده، خوافغان ولس باید خپل کړنوته پام ولري اوداسې یوګام دې کښېندي چې سبا بیا پښېمانه شې، د ولس مجبوري داده چې دګاوندیانوترسخت اقتصادي سیاسي نظامی کلتورې اوفرهنګي برید لاندې ده، اوهرګاوند په دغه وران وطن کې ځانته ځانته ګټې لري اودخپل ګوډیاګانو په لاس داوطن ورانول اوبربادول او ځانته غلامول غواړي په تېره پاکستان اوایران ، دامجبوریت افغان ولس ئې دې ته اړکړی ده چې لویوطاقتوته مخه کړي اودې ځان دخوندي توپ لپاره دپردوشتون په خپل هیوادکې وزغمي که څوک وغواړي که نهٔ، دا شتون په افغانانوتحمیلېږي داچې ښاغلی کرزی داخبره کړې چې فیصله به لویه جرګه کوي دا دامانالری چې په خپله موافق ده ولسي جرګه موافقه ده وزیران موافق دي نو دافیصله کېدونکې ده، اوس باید کمو ټکو ته پام وساتو:
لمړی : داچې دقضائې مصونیت خبر دافغانوپه ګټه شوې وای نو داډېره ښه خبروه، ځکه چې امریکائې عسکرو په خپل کارکې احتیاط کاوه خواوس چې داسې نه کېږي ایا دمصونیت خبرډېره مُهمه ده که نه؟ زماپه اند ډېره مُهمه خبرهیڅکله نه ده، په دې شرط چې افغانان یوموټی وي اوخپلې ملي ګټې له هرڅه نه ښاغلې وشماري اودا لاندې شرایط په پام کې وساتي.
دوهم: دامصونیت هغه وخت ارزښت وړخبره نشي کیدی چې امریکه سره په دا لاند ټکو موافقه وشي:
۱-دهیوادپه هر ګوډکې چې اوسېږکي باید دافغان ولس په مشوره اونظروي.
۲-امریکایان په قطع صورت دخپلو اډونه بل ځای تګ راتګ دپاره افغان حکومت نه اجازه ولري اویاداچې مخکې له تګه افغان حکومت له خپلې پرېکړې خبرکړي.
۳-هېڅ امنیتی شرکت چې یا دامریکې جاسوسي یاڅارګره اداره په افغانستان کې دکارکولویا په څرګنده توګه ووایم چې دولس په منځ کې دفعالیت حق ونلري، هرکارچې کوي باید دملی امنیت دادارې لخوا وي نه داچې دوی دلته اجنتوری وکړي.
۴-دافغانستان په خاوره کې دافغان ځواکوپرته دهېڅ قسم نظامی عملیاتو اجازه ونلري که چرې څوک پرې حمله کوي اودې دوي لخواهغه کس زندانی کېږي نوپه ۴۸ساعتونوکې افغان حکومت ته دې تسلیم کړي شي.
۵-دافغانانو تعقیب اوزندانی کول اویازندان درلودلوحق باید ونلري، کله چې امریکې ته خپل وګړي اویا عسکر اهمیت لری اودهغودرناوی کړي اوبل ملک ته دزندانی کولو اومحاکمه کولو حق نه ورکوی ، افغانان هم باید دخپل وګړو زندانی کولو ، تعقیبولو لټولو اجازه بل چاته ورنکړي اوامریکا هم باید د دې خبرې دناوی وکړي.
۶ـ هیڅ قسم ته په خپل سر لیدنې کتنې قراردادونه له والیانو بانفوذوکسانو خصوصی شرکتوسره ونشي کولای مګرداچې افغان حکومت په جریان کې وي.
۷ـټول هغه نظامی تحرکات بایددافغانانو په ضد په هر شکل اوهره بڼه چې وي بندوي، اودوي داحق ونلري لکه په ترکیه کې ، چې صرف په خپل اډوکې نظامی کالیوسره ګرځېدی شي نه په ښارو نوکې.
اوس که داټول مواد په امریکه باندې ومنل شي اوهغوي دهیڅ فعالیت اجازه دافغانستان په خاوره کې ونلري داخبرد دې سبب کیدی شي چې هم افغانان مصون وي اوهم امریکایان، نوځکه دقضایی مصؤنیت خبربیا خپل ارزښت له لاسه ورکوي اوافغانانوته دمنلووړ کېدای شي.
اوکه امریکه دې خبرې ته راځي نشی چې دافغانستان دملی حاکمیت درناوی وکړي اوخپل زورزیا تئیوته لکه اوس په شان دوام ورکړي بیاضرورچې کډه به ئې په شاوي اوله افغانستانه به پښې سپکوي .
داچې دامریکا وتل اویا پاتې کیدل افغانانوته څومره سودمنده ده اوڅومره زیان لری دا دافغانستان دولت اودولس پورې اړه لري چې ترکمې اندازه خپل ملي ګټې په پام کې ساتي له فساده لاس اخلي اوله حالاتو فایده وچتوي.
دې امریکې وتل له افغانستانه:
اوس که چېرته امریکه له افغانستانه پښې سپکې کړي یادمصونیت نه ورکولو په بانه یا له نظامی ماتې لکبله یادجهانی اقتصادي حالاتوپه وجه اویاهره بله وجه چې وي، لکه شورو یانو ورسته چې افغان ولس ئې یواځې پرېښود اوس ئې هم پرېږدي، د دوي ځاي به څوک ډکوي؟ بې شکه هغه به پاکستان وی ایران اونورګاوندیان به جنګ دوام ته لمن وهي دایوه برالاخبر ده، په داسې حال کې ټول افغان ولس په تېره پښتانهٔ بیا له یولوي تاریخې آزمون سره مخ دي چې دخپل نیکونو په شان له وطنه دفاع وکړي اودتباهۍ ئې وژغوري، طالبان هم باید دې خبرې ته پام وکړي داچې افغانستان له امریکې خلاص اوبیا دپاکستان قبضې ته واچوي دا که برالا وي که پټه داندیښنې وړخبرده ، ځینې وائې چې پاکستان ښه ده مسلمان ملک ده، داچې پاکستان مسلمان ملک ده اوکنه ده، دابله خبرده، که چیرته داسلام خبر مطرح وی نو افغانان بیاترپا کستانیانو ډېرښه او کلک مسلمان خلک دي نو ولې بیاپاکستان افغانانوته نسپاري، دپاکستان خبرپرېږده، دامات ګود پښتونستان چې په تاریخي لحاظ دافغانستان خاوره ده، ولی افغانوته نسپاري، نوځکه دمسلمان اوکافرخبرد بحث وړنده غلام غلام ده که دکافروی که دمسلمان فرقې نشته، په دې هکله احمد رشید پاکستانی تکړه ژورنالست دآلمان دشپیګل مجلې ته د دې پوښتنې په ځواب کې وائې:
شپیګل: د نړۍ دوه تاند طاقتونه هند او چین د افغانستان او پاکستان ګاونډیان دي ٬ هغوی د کوچنیو هېوادو لپاره څه لري او کنه؟
احمد رشید: ٫٫له ډېرو کلونو راهیسي ٬ د افغانستان ګاونډ هېوادونه په ملک کي په نفوذ درلودلو باندي عادت سوي دي، حتی پاکستان چي خپله هم د افراطیت پرابلم لري ٬په لسهاوو ټروریسټي ډلي په فعاليت کي دي ٬ او هم یې اقتصاد پر تتۍ څخېږي ٬ خو همدا پاکستان په افغانستان کي د سوپرپاورتوب خوب ویني٬٬.
داچې احمدرشیدیوپاکستانی اودخپل ملک په سیاست پوه یوژورنالیست ده دپاکستان دا شوم نیت له جهانیانو نه پټوي اود اندېښنې وړبولي نوافغانان بیاپه تېره طالبانوته پکارده چې ملت دغلامانو غلام نکړي په خپل افغانانو تکیه کول په وار وارسودمنده ده داچې په پنجاب باندې اتکاوشي.
ښاغلی ملا عبدالسلام ضعیف چې دطالبانوپخوانی سفیروپه پاکستان کې داسې واي:
«موږدپاريس دتحقيقاتي کنفرانس څخه هغه څه لاس ته راووړل، چې په خوايې مافکرهم نه کاوه، هغه داچې دټولوطرفونو په نظرونوکې اساسي اوقطعي اختلاف نه وه، خواختلاف نظر وو، څنګه کولای سوچې دغه اختلاف نظرداختلاف دقطعي حالت څخه پوره توپيرکړو، دا اختلاف نظردفروعاتو په چوکاټ کې رامحدودکړو، بيا د واحد اومهم هدف لپاره پرمهمومشترکاتو باندې اتفاق وکړو۰» دښاغلی ملا عبدالسلام ضعیف خبرکولای شویوپراخ لیدلوری وبولوخدای وکړي چې نورهم په مهمو مشترکاتوباندی همدارازفکر وکړي اوملي ګټې غوره وشماري ، باید ټول پوه شي که افغانان غواړي چې واقعاً افغانستان ته سوله راشي اودا جنګ جګړې دتل لپاره پای ته ورسېږي، اودا جنګ ځپلی هیواد دې نړۍ په دغه اساس اقتصادی پړاونوکې چې هره ورځ ولګه اوفقرپکې لمن غوړوي دترقي لوړوپړاوُنوته وچت شي، اوکه غواړۍ چې داجنګ وهلی هیواد له امریکائې اوپاکستاني ښکېلک نه په رښتیاوژغورل شي، که دا ښکېلې ډلې په خپل ځان په خپل خدای اوپه خپل خلکوباورلري اودپردوبار په شا نه وړي پکاردا ده چې دباور اواعتماد یوه فضاء رامنځته کړي ملي ګټې نظر خپلوګټوته ارجعیت ورکړي، داخبرې چې ته کمونیست ئې ته امپریالست ئې ته فاشیست ئې طالب یااخوانی ېې؛ پرېږدي ځکه په دې بوبولالو وطن نجوړې کېږي ،په یوه ملي اجماع سره صلاشي، فقد وطن سوله آزادي اوپرمختګ خپل شعارکړي، خپل افغان ته درناوی وکړي که هرڅه وي بیاهم افغان ده په دې وطن کې زېږېدلی لویشوی پدې وطن چې افغان زړه ونه سوزوي نه غربیان نه ایرانیان اوپه تېره پنجابیان خوپه قطع صورت نه سوزوي، هیڅ ملت تراوسه په پردو نه ده جوړشوی، بې له دې خبرې چې سره یونشوتل ترتله به په جنګ کې سوزو،غرب خوبه لاړشی خودامونږیو چې سوزواو پنجاب ته غلام پاتې کېږو، نوداده دې یو ملی او سیاسی استقلال ښه اودعزت لاره پرته له دې بله معقوله لارمګریوه معجزه رامنځته شي، ځکه هرډله ټپله هر ګاوند خپلې ګټې په پام کې ساتي۰
ومن الله توفیق
اخذونه:
۱-داحمدرشید مرکې ژباړه دآلمان دشپیګل مجلې سره
ښاغلی واحدفقیری له افغان جرمن آنلاین نه.
۲-دښاغلی ملاعبدالسلام ضعیف لیکنه دسولې لپاره۰۰
دسپرغۍ پاڼه
۳-دبی بی سی پاڼه
۴-دامریکاعږپاڼه