لومړۍ برخه
ليکوال: سپين حق خوا
د هيواد په سطحه د ويمه درجه د لوړ زدوکړو مؤسسه د هيواد په ختيځ کې (ننګرهارپوهنتون) دى، دغه پوهنتون چې پيل پر اغلب ګومان د طب پر پوهنځي شوى دى، اوس تر لسو ډېر پوهنځي لري، چې د دغې سيمې له شعارونو(ننګرهار د ادب او فرهنګ زانګو...) سره سم يې هيوادوال د ادبياتو پوهنځي ته ډېر هيلې لري. او لکه مخکې مو چې يادونه وکړه دغه
په پښتو څانګه کې تر لسو زيات استادان کارکوي، چې هر يو يې پوخ ريکارډ لري، مثلاً د دې څانګې د داستاد فضل ولي ناګار له خولې په پښتو څانګه کې بل استاد الحاج خان سلام خان شينواري د محصلي په دوره کې نهه چانسونه خوړلي!!! په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت له لايحې سره سم د لوړو زده کړو په يوه مؤسسه کې هغه څوک د استادۍ حق لري، چې حد اقل يې په ټولومضمونو کې (٧٥) نمبرې اخيستې وي، چانس خو ډېره لرې خبره ده!!!
خان سلام خان شينواري په دې څانګه کې نږدې درويشت کاله استادي کړې، مګر تر اوسه يواځې يوه رتبه لري، او خداى خبر چې هغه يې پر څه شي اخيستې ده؟ ځکه هغه په ټوله استادۍ کې يوه پاڼه نه ده توره کړې، او داکوم د تبليغ او مبالغې خبره هم نه ده، دغه استاد اوس هم په څلورم ټولګي کې د ابراهيم همکار(د قافيې فن) له کتابه په لاس ليکل شوى چپټر تدريسوي، چې کټ مټ يې را اخيستى، په تاسف بې چاره يې د يوې ذرې بدلون لياقت هم نه لري، او بيا پردې هم شرمېږي، چې موږ ته د دې کتاب د اخېستلو ووايي،په دويم ټولګي کې يې په خپل کاپي شوي چپټرد بل چا سريزه کټ مټ را اخېستې وه، يو هلک ورته پورته شو، وايې استاده! دغه خو په پلاني کتاب د پلاني ليکنه ده، استاد ډېر پرې غوسه شو،او تراوسه د دې هلک نوم په تور ليست کې دى.
پخپله د همدې کيسې شاهد(فضل ولي ناګار)بياد ملنګ او صوفي په جامه کې يو نغښتى مکرجن دى، ده په خپله د پښتو څانګې د څلورم ټولګي اول نمبره ته ويل: ګوره! په عرفان کې دې يو نيم سوال حل کړى وو، بريالى (د ادبياتو معاوين) راته راغى، نمبرې دې يې راباندې (٩٥) کړې!
تاسې د برزګۍ په جامه کې دپټ رزيل انصاف ته وګورئ، يوه ورځ زموږ يوه ملګري ورسره بحث کاوه، چې ولې هغه خلک چې په ټولګيوکې يو ذره لياقت نه لري، په آزموينو کې ښې نمبرې اخلي، لکه د کشاف زوى؟ هغه په ډېر تاسف وويل: هغه ته خو اول زه نمبرې ورکوم!
پر دې سربېره دغه استاد په ... کې نوم لري، هغه ته ښايست د لياقت معيار دى، مثلاً د غزني د .... يوهلک چې زموږ په وخت کې په درېيم ټولګي وو،... نومېده، دغه هلک په ټګۍ کې مشهور وو،خو ترډېرو لايقو هلکانو يې نومبرې پورته وي.چې ناګار به په ټولګي کې ورته ...ويل.
د ادبياتو پوهنځي ريس(معروف شاه شينوارى) هم د پښتو څانګې استادي پر غاړه لري، هغه بې چاره په درېيم ټولګي ته په خلاص خوله وايي: زه خوپه دې (تشريحي ژبپوهنه، دهاشمي کتاب) ولا که پوهېږم، هسې به يې سره ټکوو. دې ښاغلي ته زه حيران پر دې يم چې تر اوسه يې هيڅ هم نه دي ليکلي خو خداى خبر رتبې يې له کومه کړې؟ دى هم په ... کې نوم لري، او داچې له نجونو سره يې څه حال دى؟ خداى مو مه خبروه.
د پښتو څانګې مشر پوهنوال شاولي خان دى، چې زموږ په وخت کې يې مشر ارواښاد ډاکټر زېور وو، دې د نر زوى دوه کتابه چاپ کړي، چې هغه هم زموږ هم صنفي حيات الله وړ ورته ليکلى، او آن د جملو ادلون بدلون او سمون هم وړ ورته کړى دى. خو د ده رتبه (پوهنوال ) دى!!؟
له دې سره جوخته دا خبره راياده شوه، چې دلته استادي هم د شاهي نظام پر پله روانه ده، مثلاً د معروف شاه شينواري زوى چې بې له مبالغې د يوه ښوونځي هلک پرې تکړه وو، له فراغت سره سم استاد شو، چې د هلکانو له ډېرپه عذابولويې دارالمعلمين ته تبديل کړ، او اوس بيا ترموږ يوه دوه دورې وروسته د شاولي خان لورفارغه شوې ، او استاده شوې هم ده، چې د دې ډېر تکړه، په کدرکې او لايقه هم صنفيان، لکه نورولي سعيد شينوارى، عارف الله حق پرست او... د دې استادي لايق ونه ګڼل شول، او دې ته بياد استاد عزيزالله جبارخېل چې ريښتياهم د پوهنتون لايقه، با استعداده او ښه استاد وو، هغه سخت مضمون ژبپوهنه ورکړل شوې ده،چې له څو ورځو وروسته يې پرېښوده، خوبياهم په پوهنځي کې تاوېږي راتاوېږي او لومړيو ټولګيو ته څه وايي.
په پښتو څانګه کې يو بل استاد چې غواړي يواځې په ډېرو چيغو او نارو سورو ځان جامع الکمالات وښيي، هغه پوهنمل جانس زړن دى.زه چې په (١٣٨٥لمريز) کال کې دې پېژنتون ته ورغلم، يوه پخواني ملګري مې راته وويل: ګوره دغه نجس(جانس) چاته څه شى نه در زده کوي، يواځې مفکوره درکوي.
دغه خبره څوکاله وروسته ماته ثابته شوه، هغه هم داسې مفکوره راکوله، چې په پوره ډاډ يوه پوچه او کافره مفکوره وه، مثلاً دهغه اوس هم دغه شعار دى، چې د يو هيواد د پرمختګ لوى سبب د عقيدې او بيان ازادي ده!!!
زه چې دغه کرښې ليکم، په دې پېژنتون کې آزموينې روانې دي، په آزموينوکې هم رزالت خپل وروستي بريد ته رسېدلى....
پاتې لري...