د سپرغۍ د ویب پاڼې درنو لوستونکو او مینه والو!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
په تېرو څلورو ورځو کې د سپرغۍ ویب پاڼه د انترنیتي ورانکارو له خوا دوه ځله تر برید لاندې راغله چې د سپرغې د خپرونې د ګډوډۍ او د انترنیټ پر مخ د نه څرګنديدو سبب شوه، البته موږ وکړی شو پاڼه په بشپړه توګه بېرته د انترنیت ته وسپارو او د عقيدي او بیان د آزادۍ د دښمنانو شومه اراده چې ددې پاڼې بشپړ له منځه وړل ول ، شنډ کړو. په دې ډول موږ خپلو لوستونکو او قلمي همکارانو ته ډاډ ورکوو چې دحقیقت او عدالت دغه ډیوه تل روښانه او خوندي  وساتو. موضوع ستاسې درنو لوستونکو خبرتیا ته ورسول شوه چې دداسې ورانکاره انترنیتي بریدونو امکان بیا هم لیدل کېږي، خو موږ به تر خپله وسه ټولې هغه هڅې شنډې کړو چې د حقیقت د زندۍ کولو دپاره ترسره کېږي.

په درنښت
د سپرغۍ اداره