د خواشینی او ډاډګیرنی پیغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
کــه زړه ته ســــــل تسـلـــه ورکــــــړم
سترګو لیدلی صمد کله هیره وینه
دریغا دریغا!!
د ډیرو خوږو، درنو او ویاړلو یارانو قافلي وار په وار له دی نیمګړی دنیاګۍ څخه راوانی دی


زندګــــی نه کـــرده به هیــچ کــس وفـــایـــــی
رفتند جمله یاران نوبت به ما رسیده است

دا دی په ډیره ژوره خواشینی سره په دغه غمجنه او تراژیکه قافله کې زموږ د خورا ګران درنه او ویاړلی یار هوډمن او زړور مبارز ملګری صمد مومند جنازه هم وکوچیده

منزل دی ټولو یو دی خو سفر جدا جدا

ګران صمد تل د خپلو دوستانو او ملګرو په زړونو کی اوسیده ځکه هغه ارواښاد داسی یو نمونه مینه ناک انسان و چی پخپل سپیڅلی زړه او پاک ضمیر کی یی خپل ملګری او دوستان ساتل هره خبره یی مینه مینه وه او په دی تکل او مینه یی خپل هیواد، خپل ولس او خپل مخکښ ویاړلی ګوند وپاله او د ژوند تر وروستی سلګی پوری خپلو سترو ملی او سیاسی ارمانونو ته ژمن او وفادار پاتی شو د ده ښکلی خاطری دهغه   همسنګره ملګرو او دوستانو په زړونو کی هغه بلی ډیوی دی چی د ده دروند یاد او رزمی سټه تلپاتی او ژوندی ساتی.
د دغه غمیزی له کبله د ده کورنۍ، دوستانو او ګڼو ملګرو ته د ډاډګیرنی او تسلیت مراتب وړاندی کوم روح دی ښاد وی.
بسم الله اکبري هالنډ