سرلوڅ مرادزی
د ولسمشر ویاند د دفتر په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رسیدلې، ویل شوي د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به ډېر ژر امریکا ته سفر وکړي او هلته به خپل همپوړي امریکايي ولسمشر اوباما سره، د دواړو هیوادونو تر منځ د امنیتي تړون، له ۲۰۱۴ کال روسته د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په څرنګوالي، د افغان وسلوال ځواکونو په سمبالتیا او
امریکا ته د ولسمشر کرزي دا سفر او دې هیواد سره د امنیتي تړون خبرو کې توافق او روسته د هغې لاسلیک چې له اوږده مهال راهیسې يي اټکل کیږي، د زیات اهمیت او له هرخوا د پاموړ ګڼل شوی دی!
امریکايي لوری به په دې تړون سره خپله هغه زړه هیله ترسره کړي چې له دوهمې نړیوالې جګړې روسته يي د سړې جګړې په ټول مهال زړه کې درلوده او هغه دا چې افغانستان ددې لپاره چې امریکايي مرستې ترلاسه کړي باید د سینتو او سیاتو په پوځي تړونونو کې ورښکېل شي او بلخوا امریکا د خپلو مرستو سره دا شرط هم تړلی وو چې افغانستان دې د ډیورند کرښې پر کوزه غاړه د خپلې خاورې د بېرته الحاق او د لروبرو افغانانو د بیا یووستون له داعيي څخه تېر شي، خو افغانستان ورسره نه منله او امریکا ددې سرغړونې په ځواب کې خپلې وسلې او مرستې پرې بندې کړي وې.
البته امریکا هغه وخت د افغانستان پرځای په سیمه کې بل بدیل، پاکستان درلود، نو ځکه يي افغانستان ته شا کړه او لکه د لنګې غوا خپلې ټولې شیدې، مستې او پیروي يي پر پاکستان راپريښودل، ترغاښو يي وسلوال کړ، په اتومي ځواک يي بدل کړاو د سیمي په ژاندارم يي واړاوه . افغانستان هم د امریکا پرځای بل بدیل، پخوانی شوروي اتحاد ته مراجعه وکړه او له هغه لوري يي مرستې ترلاسه کړي اوخپلې پوځي اړتیاوې يي یوڅه پوره کړې.
له نړیوالې دوهمې جګړې روسته امریکا هیڅکله هم د افغانانو دا غوښتنه چې امریکا سره دې تودې اړیکې ولري، په ښي غوږ وانه وریده او د شلمې پيړي ټوله روستۍ نیمایي يي افغانستان سره په کړکیچ او بدګمانۍ تېره کړه.
خو نن دا ټوله لوبه بدله شوې او حالات بل څه وايي. امریکا په سیمه کې د افغانستان جیو پولیټیک ارزښت ویني او پر دې بنسټ د افغانستان دوستۍ او ملاتړ ته اړتیا لري، یا په بله ژبه د امریکا ملي ګټې هغه هیواد دې ته اړباسي چې افغانستان سره اړیکې ورغوي او هغه وپالي او د سړې جګړې په مهال د خپلې شا پرځای، نن افغانستان ته مخ واړوي. افغانستان هم لویدیځ اوپه تېره بیا امریکا سره د اړیکو په جوړولو او ټینګولو کې خپلې ملي ګټې ویني او چمتو دی د یوه متساوی الحقوق شریکباڼې پتوګه په نوې رامنځته شویو حالاتو کې ددې هیوادونو د پوتنسیال، شونتیاوو او افغانستان ته د دوی له اړتیاوو څخه ګټه پورته کړي. د اوږدې جګړې روسته نوی افغانستان باید په سیمه او نړۍ کې خپل وړ ځای ترګوتو کړي او خپل دریځ ولري.
په هغه ناسته کې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د امریکا مشرانو جرګې د دفاعي چارو د جرګګۍ د مشر کارل لیون سره درلوده، کرزي ویلي « د امنیتي تړون په اړه خبرو اترو کې به افغانان د امریکا ګټې په پام کې ونیسي، خو په دې شرط چې امریکا هم د افغانستان ملي ګټې او واکمني په بشپړه توګه په نظر کې ولري او د هغې درناوی وکړي »
که څه هم تېرځل افغانستان سره د مرستو په پریکولو او د افغانستان پرځای پاکستان سره په پریمانه مرستو او پخواني شوروي سره د افغانانو په وړیا جنګولو او استعمالولو سره امریکا په سړه جګړه کې هراړخیزه ګټه وکړه او افغانان يي وچې شونډې پریښودل، خو دا ځل باید افغانان، خپلو اوښتو تاوانونو او د تلفاتو جبیرې ته په پام، امریکا سره په دوه اړخیزه همکاریو او تړونونو کې خپلې ملي ګټې او د ملي امنیت ټولې چارې په بشپړه توګه په پام کې ولري.
کله چې موږ د ملي ګټو خبره کوو چې ولسمشرکرزي ورته هم له اوباما سره په راتلونکو خبرو کې اشاره کړې، هلته د نورو ګټو په سر کې د ملي واکمنۍ، ملی امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا چارې ترټولو لومړی ارزښت پیداکوي.
د برتانوي هند او په تېره بیا په څه د پاسه شپيته تېروکلونو کې د پاکستان له جوړیدو روسته، افغانستان تل د ډیورنډ د تپلې کرښې له پورې غاړې د پنجابي پوځیانو د لاسوهنو او مخامخ تیریو سره لاس و ګریوان پاتې شوی دی. یوازې د تېرکال په شپږو میاشتو کې پنجاب ۵۰۰۰ توغندي د کونړولایت پر ولسونو ویشتلي چې ولسي تلفات او ګڼې ورانۍ يي له ځانه سره درلودې.
همداراز د کونړ ولایت اوسیدونکو د ۲۰۱۳ کال لومړی سهار، د پنجابي ملیشو د توغندیو په بریدونو سره پیل کړ.
دلته په تېرو شپيته کلونو کې د افغانستان په وړاندې د پنجاب د تیریو کرونولوژي بشپړ بیان موخه نه ده، بلکې په دې خبره ټینګار دی چې د افغانستان امنیت تل د پنجاب له لورې ګواښل شوی او په هر هغه امنیتي تړون کې چې د پنجاب له لوري دې ګواښ ته وړځواب ونه ویل شي، دوه توته عملي ارزښت نه لري .
بلخوا په داسې حال کې چې افغانستان له پنجاب سره د ډیورنډکرښه په رسمیت نه پيژني او د ختیځ او سویل په برید د افغانستان د ځمکې بشپړتیا داعیه خپل نوي پړاو ته ورداخلیږي، امریکا سره د شوي ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې د امنیت تړون پر سر توافق او لاسلیک، د ډیورندکرښې پر محور د موجود بحران له اساسي حل پرته کوم ارزښت نه شي لرلای!
کله چې د پنجاب له لورې د افغانستان ځمکنې بشپړتیا نیمګړې او غصب شوې وي، ملي واکمني او امنیت يي تل د هغه هیواد تر ګواښ او ملي ګټې يي تر برید لاندې وي، په داسې حال کې افغانانو ته امریکا سره امنیتي تړون چې دې ستونزو ته پکې د حل لار نه وي ځای کړی شوې، څه ګټه درلودلای شي؟
د افغانستان او سیمې امنیت د لروبرو افغانانو په ګټه، د ډیورنډکرښې په حل او افغانستان سره د خپلو تاریخي ځمکو په بېرته الحاق پورې تړلی دی. افغانستان له دې ځمکو پرته د ډیورنډکرښې په ختیځ لور د ځمکې بشپړتیا نه لري.
بلخوا په وچه کې د افغانستان ښکېلتون چې په رامنځته کولو کې يي لومړی برتانوي هند لویلاس درلود او اوس يي برتانوي پنجاب لري، د افغانستان امنیت د سراښو ګاونډیانو او د هغو په سر کې د پنجاب په منګولو کې وراچولی دی. همدا اوس اوس پاکستان د افغان سوداګرو درې زره کانتینره ډول ډول توکي چې هغو کې خوراکتوکي هم شته په خپلو بندرونو کې درولي ساتلي دي!
د افغانستان کوم جیوپولیټیک ارزښت ته چې امریکا په تمه ده او په ۲۱ مه پیړي کې د لویدیځ او امریکا د ګټو لپاره حیاتي ګڼل کیږي، که افغانستان د خپلو طبیعي لارو په مټ د هند سمندر ته لارپیدا نه کړي او په دې برخه کې امریکا د افغانستان ملاتړ ونه کړي، داسې ارزښت امریکا افغانستان سره یوازې په وچ امنیتي تړون، نه شي ترګوتو کولای !
که په امنیتي تړون کې امریکا خپلو ګټو ته لیواله وي چې ښايی په ښه وجه به تر لاسه هم شي خو افغانان هم په داسې تړونونو کې د خپلو امنیتي او ملي ګټو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي.
د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۸ مه
سرلوڅ مرادزی