ولې یې وواژه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
لنډه کیسه
سمیع الله مجاهد
دا څه ټکا دې شروع کړېده، څه وکړم نه پېدا کېږي
نو له زماني نه یې پوښتنه وکړه،
زمانی خو پرون کورته لاړ، نو له بل کوم چا یې وپوښته!
بل له تا او مانه څوک دي چې ترې ویې پوښتم.
نو ماته خو هم نده معلوم، له کومه به یې کړو، څومره ضروري دي همدا نن یې په محکمه کې غوښت.

هغه دي زمان خان راغی.
زمان خانه په خیر راغلې.
کور دې ودان
هلکه اغه ورور دې را خوشې شو.
نه، لا تر اوسه ندې را خوشې شوي، هسې ځورول کوي، کله وایې نن یې را خوشې کوي او کله یې بلې ورځې ته ټالوي، هسې روپیو ته یې بهانې جوړې کړې دي.
زمانه هغه د دوکان جواز دې چېرته ایښی دی.
هغه خو په کور کې پاتې دي، کور ته مې وېوړ.
هله ژر یې راوړه.
ښه ده لالا.
یاره ګلابه دا خلک هم ډېر ظالمان دي خوشې په خوشې دې راونیسي او ښه ډېر تورونه در باندې ولګوي، او بیا روپۍ غواړي، خدای دې وکړي چې له ځمکې یې کوي او که له اسمانه!
تورخانه وه تورخانه!
څه دي یاره زمان ډېر ناوخته کړ، بیا به یې د ډوډۍ وخت وي، بیا به د هوټل پیسې هم له مانه غواړي، دا ظالمان د حکومت په ډوډۍ ګوزاره نه کوي.
را به شي څه نا څه وخت خو اخلي.
پرون یې هم د تحقیق پر مهال هغه ډېر وهلې وو، او په ګناه یې هغوی هم نه پوهېده او مونږ هم نه پوهېدو.
هغه دی زمان راغی،
زمانه جواز دې راوړ
هو را مې وړ، هن واخله
جواز درسره واخله،زه هم درسره ځم او
یو څو کسان به هم راسره بوځو چې هغوی یې هم ضمانت وکړي چې څو ورځې وروسته ورته د پیسو غم وکړو که خدای کول را خوشي به شي.
محکمې ته ورغلو څه ګورو هغه قاضي چې زمونږ دورور دوسیه ورسره وه نه وو.
قاضي صیب اسلام وعلیکم..
وعلیکم، څه خبره ده، زمونږ دورور دوسیه د قاضي صیب غریبمل سره وه هغه نه ښکاري، چېرته تللی دی.
هغه خو نن ندې راغلی، او ها هغه د عابد په نامه ستا ورور وو هغه خو بیګا....
    بیګا څه قاضي صیب؟؟؟
    هغه یې بیګا چارصد بستر ته وېوړ، هلته یې پوښتنه وکړئ.
    راځې دې موټر ته وخېږو.
    راځئ.
    دا د ایمرجنسي کوټې کومې دي.
    دا د ښې لاس کوټې ورپسې وګورئ.
ډاکټر صیب! د عابد په نامه یې څوک دلته راوړي وو.
له راجسټر نه یې پوښتنه وکړئ.
اې وروره! دا د عابد په نامه یې څوک بېګا دلته راجسټر دی.
هو هغه یې بیګا راوړ، او متاسف یم.
ولې؟ ولې څه پرې شوي؟؟؟
هغه... هغه اوس په مرده خانه کې دی.