ارزښتناکې او په زړه پورې خبرې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه او را ټولونه: عبدالملک پرهیز

ستاسې مخې ته د انسان لوړ مقام دی، هغه تر لاسه کړۍ . شېللر
ژبه دې مه پرېږده مخکې له دې چې تا فکر کړی وي، وخوريږي. شیلون
که هغه څه چې ترسره کوې ، ناحقه وي، بری به تر لاسه نه کړې. توماس کارلایل. اسکاتلندي فیلسوف


کله خیالونو کې ډوب شم، ځواني کوم. الیزابت کوتورث
زړې جامې واغوندۍ خو کتاب وپېرۍ . آستین فلپز
هڅکله هم هيڅ هدف مه پريږدۍ، مګرم لومړی مو د هغې د ترسره کولو دپاره ګام اخیستی وي. آنتونی رابینز.
بری یوازې په دې کې دی چې وکولی شې ژوند په خپله طریقه ترسره کړې. کریستوفرمورلی
نیکمرغي عادت دی، هغه وروزۍ. آلبرت هوبار
پوهنتون د وګړو ټول استعدادونه، او د هغوۍ بې استعدادي هم څرګندوي. چخوف
معاشرت پوهه زیاتوي خو ځانته والی د نبوغ ښوونځی دی. گیبون
سپما د عاید یوه ډېره مهمه سر چینه ده. . الکساندردوما
موږ ټول اړتیا لرو چې تل د عاطفي او معنوي ودې احساس وکړو. دا هغه خواړه دي چې زموږ روح ورته اړتیا لري. آنتونی رابینز
د قهر او غصې ډېره ښه چاره د هغې ځنډول او شاته اچول  دي. سلیکا  
د نیکو چارو تخم وکره. د هغې نه به د خوږو یادونو میوه را ووځي. مادام دوستاهل
د منفي عواطفو د منځه وړلو ډېر ښه وخت د هغو د پېدا کېدو او احساسېدو وخت دی. کله چې دغه عواطف غښتلي شي، د هغوی له منځه وړل ډېر ستونزمن کار دی. آنتونی رابینز  
هغه خزانې چې په زړه کې دي، غلا کېدی نه شي . روسي متل
هر ستر اقدام په پیل کې ناممکن ښکاري.  توماس کارلایل
خواړه کم کړه څو له ناروغیو خوندي شې.  جالینوس
که ژوند له تا سره جوړ نه دی، ته له هغې سره جوړه وکړه. اسپارت
له خپل ژوند نه خوند واخلۍ، بې له دې چې هغه له نورو سره پرتله کړې. کندورسه
پریکړه وکړۍ چې څه غواړۍ او څرګنده کړۍ چې څه د هغې د لارې خنډ ګرځي.  آنتونی رابینز
هر څومره زیاته مینه وکړۍ، ژوند مو هومره له مينې او خوښۍ ډک کېږي. باربارا دی آنجلیس
که ستاسې د ژوند ملګری د کار د فشار له امله سړې خبرې کوي ددې مانا دا نه ده چې د پولې اخر ته رسیدلي یاست. مانا يې داده چې ستاسې د ژوند ملګری زیاتې مينې او پاملرنې ته اړتیا لري. آنتونی رابینز
د کینې په وسیله، انسان ان  پر خپلو دوستانو هم  ژوند تنګوي.  ستر حکیم ارد
په ژوند کې یو له ناپېژاندل شویو خوندونو څخه ، له ځان سره خبرې کول دي. فرانسیس رواتر