شعر او ټولنه لیکلی بنډار

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
پورته سرلیک کېدلای شي، چاته د (ادب د ادب له پاره،که ادب د ژوند له پاره)  شعارونه وریاد کړي، موږ(نقیب احمد عزیزي او دادمحمد ناوک) پرهمدې نيت چې اوسنۍ ټولنه، له شاعره څه غواړي؟ یا هم اوس باید په هنر کې څه را ونغاړل شي، دغه بحث کړی، پر دې تمه چې پر لوستلو به یې خوند واخلئ ،او دغسې لړۍ به روانې وساتل شی.

نقیب احمد عزيزي: شعر د شپږم حس نوم دی چې يوازي معنوي خوند څکلی شي، معنوي بوی حس کولی شي، معنوي شيان لمس کوي او معنويات ويني.
داد محمد ناوک: او موږ د معنویاتوله د درک له پاره په معنوي نړۍ کې پنځه سره حواسه لرو.
عزيزي: موږ هنري خوند يوازې په هنري طبعه حس کولای شو.
ناوک: او هنري طبعه هغه څوک لري، چې پنځه معنوي حسونه يې ويښ وي.
عزيزي: يو ړوند سړی چې شاعرانه ذوق ولري ولي شاعري کوي او خوښوي؟ د ده خو يو حس کم دی؟
ناوک: خو معنوي لید په سترګونه، بلکې د سترګو مترادف په معنوي درک يې حس کوو، او یو په مادي نړۍ کې هم شعر څوک په سترګو نه بلکې په غوږو خوښوی.
عزيزي: شعر په غوږو نه د زړه په هنري تارونو حس کېږي، که يو څوک کوڼ وي په کاغذ ليکلی شعر هم حس کوي.
ناوک: خوهماغه هنري تارونه، موږ معنوي حس بولو، که څوک معنوي درک ونه لري، نور پنځه واړه حسونه یې لازم درک نه شي کولای.
عزيزي: شعر چې څوک د شعر په اصلي مانا وپېژني، بيا هغه څه ترې غواړي چې هغه د شعر کار وي او وس يې لري.
ناوک: خو هر څوک دغه اړینه نه بولي، او نه یې کولای شي، چې د شعر اصلي مانا وپېژني او بیا تر‎ې د هماغه غوښتنې تمه هم وکړي، چې دشعر په وس کې وي.
عزيزي: ته دا منې چې ۴ له ۲+۲ څخه جوړ دي؟
ناوک: هو، خو دغه ۴ له ۱+۳ او نورو څخه هم جوړېږي.
عزيزي: شعر هم همداسې دی څوک يې له يوې زاويې ګوري او څوک يې له بلې.
ناوک: بېلابېلې زاويې د شعر اصلیت ورکوي، دغه ليدلوري به هرومرو سره توپیر لري، نو بیاخو هغه مخکینۍ خبره (دشعر اصلی مانا)لاس ته نه شي راتلای.
عزیزي: که موږ يو شي ته له شا او مخه وګورو يعني زاويې ورته بدلې کړو له دواړه خواوو يې خبرېږو، نو دا دې څنګه شونې وي چې بېلابېلې زوايې شی پټ ساتي.
ناوک: که یو څوک زاویې بدلې رابدلې کړي، د هغه معلومات لا پخېږي،خو که بېلابېل خلک بېلابېلې زاويې ولري، بېلابېل تعریفونه به هم ولري، مثلاً: په پورتني مثال کې تاسې ۴ د ۲+۲مجموعه وګڼله، خوممکن بل څوک یې د ۲ ضرب ۲يا هم د ۵ منفی ۱ حاصل وبولي.
عزيزي: تا پخپله خپله خبره بېرته واخيسته:( بېلابېلې زاويې د شعر اصلیت ورکوي) او (که یو څوک زاویې بدلې رابدلې کړي، د هغه معلومات لا پخېږي) په شعر کې خپله مانا هر وخت پرته ده، لکه دا ۴ چې له څو ډوله طريقو او اعدادو نه په لاس راځي بيا هم څلور وي، نو که يو څوک شعر هر ډول و ارزوي شعر هغه شعر دی.
ناوک: خو دغه څلور څوک مجرد عدد نه  بولي، د دې عدد د درک له پاره یې لارې بېلې دي، مثلاً د ۲ضرب ۲ نظرلرونکی ۴، په خپله رامنځته شوي ۴ نه بولي، بلکې د خپلو هغو عدودونو چې ده سره جنګولي دهغوی حاصل یې ګڼي، اوبیاهم وایم،چې دشعر د دومره ژورې پېژندنې او له هغه بیا د کار اخېستنې وسه هرڅوک یانه لري، یا نه کوي.
عزيزي: کار يعني څه؟ ايا شعر موټر نه چلوي؟ شعر په باغ کې کار نه کوي؟ شعر دوکانداري نه کوي؟ شعر د يو احساس سيوری دی چې په جل وهلې تبه ښه لګېږي.
ناوک: ما شعر فاعل نه ، بلکې د فعل وسیله وبلله، چې ستاسې پروینا اورېدونکی دې (هغه څه ترې غواړي چې هغه د شعر کار وي او وس يې لري.)، نو دغه ټولنه چې خپل احساس پوره نه شي درک کولای، د احساس د سيوري درک، د تبې د جل درک، او بیا يې درملنه په هغه څه (شعر) کې لټول چې هغوی يې لا تراوسه ستاسو له تعریفه سره سم پېژنې هم نه، بېخې لرې خبره ده.
عزيزي: شعر که د نثر تر څنګ موازي حرکت وکړي که يې ونه کړي ټولنه زياتې اړتياوې لري، ايا قانع ياست چې که شعر نه وای اوس به د ټولنې درد دوا وو؟
ناوک: ما نه دي ويلي چې شعر او نثر دې یاموازي لاړشي یانه، مګرستاسې د تعریف(شعر د شپږم حس نوم دی چې يوازي معنوي خوند څکلی شي، معنوي بوی حس کولی شي، معنوي شيان لمس کوي او معنويات ويني.)پر بنیاد ویلای شم، چې موږ لا تراوسه دمادیاتو په دام کې بند یو، هغه ټولنه چې یوې ګولې مړۍ ته یې پیريان نیسي، فکر نه کوم دشعر په اړه دې دومره قوي معنوي درک ولري. او دشعر په نه شتون به یو داسې خلا احساس کېدله، چې یواځې معنوي زورورو به پېژندله، او په شتون یې هم، په پوره ډاډ وایم، چې ننني بازاري شعر پرټولنې دا بار ور زیات کړی، چې د هغوی په نا ارامه ، ستړیو ، ستومانو...مغزو کې دې یو بل څوک هم د (شاعر) په نوم کېنول شي، هغه هم تش په نوم.
عزيزي: تاسو واياست چې ټولنه به داسې نه شي او يا داسې، زه په پوره باور درته ويلی شم چې ټولنه شاعر ته د معنوي ماهر په سترګه ګوري، که تاسو شاعر د ټولنې وګړی منلی شئ هغه هم د ځان بد نشي غوښتلی اوکه ريښتيا شعر ډېر بې فايدې او خطرناک وي نو بيا خو دې خلک تر لرې اوسې، مثلا موږ مار پېژندلی وژنو يې لرې ترې اوسو نو شعر ته خو له خاصو خلکو ور ها خوا عوامو هم په زړه کې دومره ځای ورکړی چې باور نه کوم کوم څوک يې مار ته په لستوڼي کې ورکړي.
ناوک: ټولنه شاعر د یوماهرپه سترګه نه، بلکې دیوداسې چا په سترګه ګوري، چې د یو بزګر په خولو ابادې شوې کروندې نه ، هغه تر بل هرچا ښه خو ند اخېستلی شي، خو دا یې نه دي ورته ویلي  یاښایې ټولنې د کم ذوقۍ له مخې نه وي درک کړي، چې ګوره دغه کرونده، ستاد مټو ‌طاقت، اوستا د ویښوالي نښه ده، اوشاعر ته عوام ځکه نه کېنې، دبختاني صیب خبره((موږله ټولنې لرې اوسېدلي یو، ځکه خو په ادبي ناستو کې یواځې د غه خپل( شاعران او لیکوال) سره راټولېږو))، پردې سربېره تاسې چېرته ليدلي یا اورېدلي،چې یو شاعر ته دې نورو شاعرانو او لیکوالو نه، بلکې ټولنې کومه ځانګړې غونډه نېولې وي، او هغه ته دې يې پټکی ور پر سر کړی وي؟
عزيزي: ايا که ټولنې شاعر ستاسو د خبرو بالعکس ښه منلی وای او ټولنه ريښتيا ترې راضي وای بيا به شاعر ريښتيا ښه وو؟ او د ټولنې نظرته په هر څه کې ډېر کره او سهي منلو ته کوم دلايل شته چې سړی بايد د ټولنې هره خبره ومني که جواب (هو) وي نو ولې د ولورونو د جګوالي مخه نيسو؟ ځکه دا خو د ټولنې رواج او نظر دی؟
ناوک: څوک په ټولنه پسې ځي، خو څوک ټولنه په ځان پسې بیایي، ټولنې به هلته شاعر ښه، او خپل ګڼلای وای، چې ده هم ځان د ټولنې غړی بللی وای، او په ادبي نړۍ کې د رومانتسیزم مکتب بېخې نه وای، څومره چې ټولنه ـ دبې سوادۍ او فقرـ له امله ملامته وګڼو، ترهغوڅو واره زیات شاعر، دخپلې ځان خوښونې، ځانته د چکچک کولو، له خلکو د واه واه غوښتلو او ګوښه کېدلو په خاطر ملامت دی، ټولنې کله هم نه دي ویلي چې زما ټولې خبرې ـ سمې او ناسمې ـ ومنئ، هغه وايې ماخپله وګڼئ، ماويښه کړئ، زما له پاره کار او خبرې وکړئ، او داچې ولور ولې ټيټوو، ټولنې جګ کړی وو، ټولنې درک کړه چې جګ ولور تاوان لري ،ټولنې ښکته کړ.
عزيزي: ټولنه چې وايي ما ويښه کړه، نو دا څنګه دا يو ويښ خوب نه دی؟ آ د چا خبره چې ـ ارمان چې زه مړ نه وای څه به مې کړي درسره کړي وای ـ . او که چېرې ټوله شاعري رياليستيکه هم شي او شوې هم ده، د هر چا خير پکې دی؟ او د شاعر په اوږو چې د راويښولوو د مسوليت بار ور اړوئ سهي ده، نو دا هم بايد ومنله شي چې شاعر يو ويښ څوک دی، او که ويښ يې نه بولئ بيا به له دې مقولې بغاوت نه وي شوی چې وايي: (جز د کُل تابع دی)نو تاسو خو ټولنه يوازي د له ټولني لېوني(شاعر) په اوږو کې ور اچوئ؟.
ناوک: د ټولنې ویښتوب، زما اوستا د سترګو غړولو غوندې نه دی، هغه اوس هم دومره ویښه ده چې د شاعر پردیتوب يې حس کړی، دهغې ویښول د اصولو په رڼا کې د لارې ښوودنه ده. زه ټولنه یم، نیمه په وینو کې ډوبه یم، شاعر وایي: ( د نجلۍ سپین ورنونه)، بل شاعر وایي: (ټولنه غرقه شوه په سرو وینو کې)، هغه (کُل) سره وخاندې (چکچک مه کوئ، شعر نه ، شعار وايي!!)، او دشاعر په اوږو ټول نه ، خو دومره بار شته، چې هغه څه چې وایي يې، داسې یې ووایي چې ټولنه له ځانه سره وخاندې: ماته يې وايې ،زما په غېږه کې مایادوې!!!
عزيزي: ټولنه دې لومړی شاعر رهبري کړي، د دروغو چکچکې دې نه ورته کړي، بيا دې د خير تمه ترې وکوي، او ستاسو په وينا چې ټولنې شاعر پردی احساس کړی نو له پردي سړی څه تمه لرلی شي؟ او دا مسوليت د چا دی چې دا دوه(شاعر او ټولنه) سره پخلا کړي؟ البته شاعر خو له ټولنې ځان بېل نه احساسوي، که يو څوک فردي غوښتنې په ټوليز ډول نظم کوي دا خو د هغه تېروتنه،که وي يا که نه وي، هغه دا خپل درد ټولنې ته وړاندې کول غواړي او دا تجربه شوې خبره ده چې غم په بيانولو سپکېږي. وروسته نو د شاعر برلاسی دا دی چې د ټولنې درد ¬ـ تر هغه چې کولی شي ـ ور سپک کړي.
ناوک: شاعرباید دشاعرانو په وړاندې نه،بلکې دټولنې په وړاندې ځان شاعر ثابت کړي، پردی به هلته نه وو، چې رومانتسیزم چانه پېژندلای ، او د دوی ترمنځ د پخلاینې لویه وسیله د شاعر په واسطه د ټولنې ویښول دي.
1391\10\13
د شپې دوې بجې