د بلګېټ نصیحتونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د عبدالملک پرهیز ژباړه
ښاغلی بېلګيټ، چې د مایکروسوفت تر شا متفکره مغز دی، په دې وروستیو کې يې د یو ښوونځي له زده کوونکو سره خبرې وکړې او هغوی ته يې وویل چې زده کړنیز سیستم هغوی ته د ژوندانه د حقیقتونو په اړوند معلومات نه وړاندې کوي، نوموړي د ژوندانه یوولس ارزښتونه هغوی ته بیان کړل، چې ددغه ارزښتونو په پام کې نیول له دوی سره مرسته کوي څو په ژوندانه ناهیلي او پریشانه نه شي.

لومړی ارزښت: ژوند عادلانه نه دی، تل به ځنې کسان له نورو ښه اوسي، ښه به دا وي څو دا ومنو او خپل ژوند ته دوام ورکړو.

دویم ارزښت: نړۍ ته دا مهمه نه ده چې تاسې پر خپل نفس باور رۍ، نړۍ له تاسې د لاس ته راوړنې هیله لري او تاسې د هغې پر بنسټ ارزوي.

دریم ارزښت: د زده کړې له پای ته رسولو وروسته تاسې ته څوک سملاسي  لوړ معاش نه درکوي او نه شتمن کېږۍ، د شتمنیزې خپلواکۍ دپاره باید اوږده لاره ووهۍ.

څلورم قانون: که فکر کوۍ چې ستاسې ښوونکی سختګيره دی، صبر وکړۍ چې د کار په اډانه کې د خپلو آمرانو سره مخامخ شي.

پنځم ارزښت: که فکر کوۍ چې د کبابي په دکان کې کار ستاسې له شانه سره برابر نه دی ،د خپلو نیکونو او پلارونو په اړوند فکر وکړۍ او له هغوی زدهکړۍ چې په هر کار کې يې یو طلايې فرصت او یوه لاس ته راوړنه لیدله.

شپږم ارزښت: که په ژوند کې مو تیروتنه وکړه، ستاسې د مور او پلار ګناه نه ده، نو ځکه د تېروتنې په اړوند ګلې ګوزارې یوې خواته پريږدۍ او له تېروتنې زده کړه وکړۍ.


اوم ارزښت: ستاسې مور او پلار ستاسې له زېږېدو دمخه داسې ستومانه او زاړه نه ول، هغوی تاسې ته د خواړو او جامو د برابرولو له امله دې حالت ته رسېدلي دي، نو مخکې له دې چې د آمازون د ځنګلونو د ژغورنې په فکر کې شۍ ، د خپل کور المارې ټوله کړۍ او خپله خونه پاک کړۍ څو هغوي سره مو مرسته کړۍ وي.

اتم ارزښت: تاسې کېدی شي ددې دپاره چې ځنیو ښوونځیو د ناکامۍ نمرې له منځه وړي ، د ګټونکي او بایلونکي نظریي ته ارزښت ورنه کړۍ خو رښتینی ژوند داسې نه دی ، باید ومنو چې ګټونکی او بایلونکی لري.


نهم ارزښت: ژوند لکه د ښوونځي په څېر د اوړي رخصتي نه لري، نو په کار ده ځان ومومۍ،خپلې غوښتنې او هدفونه او په ګټوره توګه پر هغې کار وکړۍ، ژوند د ښوونځي په څير وخت ویش نه لري نو خپل وخت ویش په خپله جوړ کړۍ څو شاته پاتې نه شۍ.

لسم ارزښت: د تلویزیون خپرونې، فلمونه او هر هغه څه چې د سینما پر پرده وینۍ د ژوند واقعیت نه دی، په رښتني ژوند کې خلک کار لري، ستونزې لري، ژده کړه و کړۍ څو د ژوند په واقعیت پوه شۍ.

یوولسم ارزښت: له هغو سره چې ستاسې په کتاب کې عجیب او لوده ګان دي په درنښت چلند وکړۍ، څوک څه پوهیږي، یوه ورځ هغوی هم لکه زما په څير  چې یو وخت يې ماته هم لوده ویل ،شتمن او مشهوره شي او تاسې هغه کار کار وکړۍ.