وزيرستان او سياسي خوځښتونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليکوال : عزت الله ذکي
په دې وروستيو کې، په پاکستان کې د قبيلوي شخړو تر څنګ، د پاکستانيو طالبانو او د دې هېواد د دولت او خپله د پاکستانيو طالبانو د مختلفو ډلو او حرکتونو تر منځ، تاو تريخوالى زيات شوى. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستانيو طالبانو پر يوه مشر، ملا نذير د پاکستان په وانه سيمه کې ځان وژونکى بريد
وشو. د پاکستانيو طالبانو پر مشر ملا نذير، دا ډول مرګوني بريدونه زيات شوي. نوموړى په قوم احمدزى او په شمالي وزيرستان کې د ((شورااتحادالمجاهدين)) د مشر حافظ ګل بهادر، د تحريک سره اړېکې لري. په شمالي وزيرستان کې د بيت الله محسود د ډلي څخه د ملا نذير وتل او د حافظ ګل بهادر سره د اړېکو په اساس، د پاکستانيو طالبانو تر منځ تاو تريخوالى ډېر شوى. د ((تحريک طالبان پاکستان)) واحده کتله، د ملا نذير دغه حرکت و وېشل. پر ملا نذير د شوي وروستي بريد ترشاه، د نوموړي د مخالفو پاکستانيو طالبانو د لاس لرلو خبرونه هم ور کړل شوي. ملا نذير اوس تر ډېره د افغان طالبانو سره چې د ملا محمد عمر لخوا رهبري کېږي، ارتباط لري. د تحريک پاکستان طالبان لخوا د ګل بهادر ډلي نهه مخکښ غړي وژل شوي. په دوه زره اتم کال کې ملا نذير، د پاکستان د حکومت په ملا تړ، د ځايي طالبانو او د وزيرو قوم په مټ پر ځايي ازبک جنګياليو بريد وکړ، وروسته د حکومت او طالبانو تر منځ، د سولې تړون هم وشو. کله چې ملا نذير د پاکستان له دولت سره د سولې موافقه ليک لاسليک کړ، نو پر نوموړي مرګوني بريدونه زيات شول. تر دې وروسته د پاکستانيو طالبانو د دوو بېلو ډلو تر منځ او د پاکستان دولت او ځايي سخت دريځو ډلو تر منځ، اخ و ډب زور اخيستى. څو ورځې وړاندې يوې قومي جرګې پرېکړه وکړه، چې د پنځو ورځو په ترڅ کې بايد، د محسود د ډلي غړي، د احمدزيو وزيرو سيمه خوشي کړي. ياده جرګه په حبيب پلازاکې په وانه کې جوړه شوې وه، چې خپله ملا نذير هم، ګډون په کې کړى وو. د پاکستان يو تکړه ژورنالست رحيم الله يوسفزى وايي، چې که څه هم تر دې دمه د دغې سيمي اوسېدونکو د وزيرو قوم، د دغې شورا د پرېکړي په اړه څه نه دي ويلي، خو ښايي هغوى دا سيمه خوشي کړي، ځکه چې دغه سيمه د ((وزيرو)) په قوم پوري اړه لري. يوسفزى وايي، چې ټول خلک، دا فکر کوي، چې ملا نذير طالب دى، مګر هغه د ((تحريک طالبان پاکستان)) د ډلي غړى نه دى. يوسفزى وايي، چې پر مولوي نذير تر بريد وروسته د احمد زيو قوم پرېکړه وکړه، چې محسود قوم بايد،  د پنځو ورځو په ترڅ کې د دوى سيمي خوشي كړي. داسي راپورونه وركړل شوي، چې محسود قوم، به په ډېره  اسماعيل خان كې ځاى پر ځاى شي. په پاكستان كې پورتنيو مواردوته په كتو سره، ورځ په ورځ حالات مخ په خرابېدو دي. د پاكستانيو طالبانو د دوو ډلو تر منځ  روان كشمكش، د پاكستان حكومت هم له ننګونو سره مخ كړى. د سياسي چارو كار پوهان وايي، چې د محسود د غړو او وزيرو تر منځ د وروستي روان سياسي بحران پايلي به ډېر ژر د پاكستان پر حكومت خپل اثرات وښندي. د پاكستان په پېښور كې پر هوائي ميدان بريد هم، شنونكې په دغه هېواد كې  د طالبانو او طالبانو او حکومت او طالبانو تر منځ، د وروستۍ لوبي دپيل يوه بېلګه ګڼي. د پاكستان  حكومت،  د محسود په وړاندې د مولوي نذير د پلويانو  ننګه كوي. مولوي نذير په شمالي وزيرستان  كې، د خپل قوم (وزيرو) پوره ملاتړ هم لري. كار پوهان وايي، چې د پاكستانيو  طالبانو تر منځ روان اخ و ډب، د پاكستان  سياسي ثبات  ته صدمه رسولاى شي. د پاكستان په شمالي وزيرستان کې د دغه هېواد د ځايي وسله والو طالبانو تر منځ د څوكلونو راهيسي د سياسي رقابت ميدان خورا ګرم دى. د پاكستان حكومت، په شمالي  وزيرستان كې د حالاتو كابو كولو كې، تر دې دمه پاتې راغلى.
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه