محمدآصف خواتی
دیوه حقوقي شخصیت ، دولتي بنسټ ، سیاسي ګوند اوټولنیز سازمان ماهیت اوڅرنګوالی دهغه دکړووړواوعملي چلندنه څرګندیږي نه دهغه دنامه څخه۰ نن سبا چې په افغانستان کې دملي ، اسلامي اودموکراسۍ دنومونو اوشعارونو بازارخورا توددۍ وینوچې هردولتي بنسټ ، له شمیره وتلي ګوندونه ، یوسراوڅوژبې رسنۍ
اوټولنیزسازمانونه ځانونه ملي ، اسلامي اودموکراتیک ګڼي اوددموکراسۍ ښکلي شعارونه یې پرخپلو ټنډو لیکلي دي۰خوکه دهغوی دریځونواو کړووړوته وکتل شي هغه یې د نومونوسره هیڅ سرنه خوري اوپه ډیرو مواردو کې دهغوخلاف عمل کوي۰ که ښاغلی لوستونکی هغه راپور چې بی بی سی برابرکړی دۍ اوددې لیکنې په پای کې یې پته لیکل شوېده ولولي اوهغه واوري هغه مهال به دنني افغانستان په ځینو واقعیتونواوپه هغوکې د وسله وال پوځ چې هغه ته ملي اردووايي پوه شي چې هغه ملي اردوده یا دبسم الله محمدي په سروالۍ د شمال تلوالې قومي ملیشه۰
څرنګه چې دملي اردودنده دهیوادد ملي خپلواکی ،ځمکنی بشپړتیا او دولس دخوندي اوسوله ئیزژوند ساتنه ده۰ خوعملآ لیدل کیږي چې په ډیرومواردوکې ددې ملي اردوځواکونوپداسې اعمالولاس پورې کړی چې دملي اردوله نامه سره هیڅ سرنه خوري اویاداسې دریځ نیولی دۍ چې ملی والی یې ترپوشتنې لاندې راوړي دۍ۰ دې پوځ دیوه کال په ترڅ کې کله چې دهیوادختیځ ولایتونه د پاکستاني توغندیو هدف ګرزیدلي وو،بیساره ځاني اومالي تلفات یې لرل اوسلګونه کورنۍ اړشوې چې خپل کورونه پریږدي اوخوندي ځایونوته کډه شي هیڅ غبرګون ونښود ۰کله چې یوهیواددپردیودڅرګند تیري هدف ګرزي اوولسونه یې ددې تیري قرباني کیږي خوچارواکي اوپه تیره دپوځ مشرتابه یې کوم غبرګون نه ښيي څه ډول داسې واکمنۍ ته ملي واکمني اوپوځ ته یې ملي اردووویل شي۰ دا پوځ د پردیو دڅرګند تیري په وړاندې دخپل وضع الجیش نه ونه خوځیده خوپدې نامه چې کوچیانو پخپل سر دولتي ځمکې نیولې اوهلته یې کورونه جوړکړي داپښتانه وطنوال یې کلابندکړي اوپه هغوی یې خواړه اواوبه بندکړي دي ترڅو دژمي په دې سړوکې دا کورونه پریږدي۰ دلته داپوښتنه پیداکیږي چې د ناقانونه کورونودجوړولودمخنیوي اویا دهغودورانولودنده دښاروالۍ داړونده بنسټونواویا پولیسودنده ده که دملي اردو؟ که څه هم دې ډله کوچنیانودښارجوړولووزارت دهوکړې سره سم داکورونه جوړکړي دي ۰دلته څرګندیږي چې دا اردودڅه لپاره جوړه شوې ده۰ دااردو ددې پرځای چې دپولو ساتنه وکړي اوپدې توګه خلکوته دډاډمن ، خوندي اوسوله ئیز ژوند اوکار شرایط برابر کړي دخپلوخلکوپه ځورولو لګیاده اودنوروارګانونو دندې ترسره کوي۰ بیځایه هم نده چې داملي ضداردو په هغو ځواکونواو پوځي تخنیک لکه جنګي الوتکواوچورلکو، دافع هوا توپونواوتوغندیو، اوږدواټنه ځمکني توپچي او راداردستګاوو نه سمبالیږي کوم چې دهیواد دملي خپلواکې او ځمکنۍ بشپړتیا دډاډمنې ساتنې جوګه شي۰ هغه څه چې دبی بی سی په پورتني راپورکې دپام وړ دي هغه په هیواد کې د بیان دآزادۍ مسآله ده چې څه ډول دپردیوپرمټ ناست واکمن دولت دهیواددرښتینوحالاتوڅخه دولسونودخبرتیا مخنیوی کوي ۰ پدې اړه نوربحث لدې امله اړین نه بریښي چې تهیه شوی راپوردافغانستان داسلامبی دولت د ملي اردو ملي ضدڅیره ښه بربنډوي ۰ ګران لوستونکی کولای شي دبی بی سی راپورپه لاندې پته ولولي اوواوري ۰ دفاع وزارت دکوچیانوپه مېنه اوبه اوخواړه بندکړی ، د۲۰۱۲ کال دسمبر۲۵
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/12/121225_hh-khochis-pkg.shtml#FBM170535