ليک: دکتورو محمدعثمان نجاتي
ژباړه: دادمحمدناوک
په تېرپسې
د بريد انګېزه:
دغه انګېزه، د مقابل لوري په وړاندې، دفزيکي يا لفظي بريد په وسيله څرګندېږي. الله جل جلا له په قرآن کريم کې د حضرت آدم عليه سلام او بې بې حوا عليها سلام دوستي، د شيطان چل او له جنته دهغوى ايستلو ته داسې اشاره کوي:
[وَ قالَ اهْبَطا منْها جَميعاً بَعْضُکُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ...](طه، ١٢٣ اية)
ژباړه: هغه وخت الله جل جلا له ادم عليه سلام،حواعليها سلام او شيطان ته وويل، له جنته ووځئ، له تاسې نه ځينې د ځينو دښمنان دي....
په پورتني ايات شريف کې هغه بريد ته اوظلم ته اشاره شوې ده، چې ځينې خلک يې د نورو په وړاندې د خپل نفس اوشيطان پر پيروي روا بولي. کله چې الله جل جلا له پرېښتو ته وفرمايل: (( زه به په ځمکه کې خپل استازى وټاکم)). هغوى وويل: (( داسې څوک ټاکې چې په ځمکه کې فساد وکړي؟)) (بقره، ٣٠ ية) امام فخر رازي د دې ايات شريف په تفسير کې ليکي: د دې مطلب دادى چې په هرو خت که شهوت او غوسه ، او عقل له يو بل سره جوړه شي،نو بيا په يوه ټولنه کې چې غضب حاکم وي، دشهوت له لاسه فساد پېښېږي. کله چې پرېښتې له الله جل جلا له نه پوښتي چې (وينې بهوونکى ټاکې؟)، پردې مانا دى چې (استازى) به د غوسې په پايله کې دغه کار(وينه بهونه) وکړي.مګر الله جل جلا له ورته وفرمايل: ((زه پره هغه څه پوهېږم، چې تاسې پرې نه پوهېږئ)).
د بشر لومړنى بريد د ادم عليه سلام زوى قابيل هغه وخت وکړ چې ، الله جل جلا له د ده قرباني ونه منله، او د هابيل قرباني يې قبوله کړه، نو ده له خپلې کرکې، خپلو ورور(هابيل) مړ کړ. همدارنګه قرآن کريم هغوى لفظي بريدنوته هم اشاره کړې ده،لکه: غيبت، تهمت، ښکنځلې، تمسخر...
[إنْ کُمْ يکوُنوا لَکُمْ اَعْداءَ وَ يَسبُطواُ اِلَيْکُمْ أيديهم و السِنَتهُمْ بالسُّوء وَ وَدوّالوّْ تکفُروُنَ](ممتحنه، ٢اية).
ژباړه: کله چې هغه پر تاسې واک پيداکړي(ستاسې هماغه پخوانى دښمن) چې څومره کولاى شي ستاسې پر لاس او ژبه د دښمنۍ هڅه کوي،او څومره يې خوښېږي، چې بيا کافران شئ.
نويو څېړنو روښانه کړې ده، چې په وړو ماشومانوکې له هغه وخته د بريد حرکات را پيدا کېږي، چې جسمي حرکات يې محدود شي، دغه محدوديت په هغه کې محروميت راپيداکوي، او په پايله کې بريدګره لاره خپلوي. ځينو نورو څېړنو ښوودلې ده چې يواځې د ناکامي حالت د بريدګرې(تجاوزي) لارې د خپلولو سبب نه ده،بلکې کله ځينې نورې خبرې هم د دې لارې د خپلولو باعث کېږي، لکه: له نورو دمرستې غوښتنه، غمجن کېدل، چې نشه يې توکيوته د مخ اړونې سبب کېږي.ځينې اروا پوهان د بريدګرې لارې خپلول اکتسابي ګڼلي دي.
په انسان کې د خير او شر د دتياري او او زغمنې استعداد ته الله جل جلا له په قرآن کريم کې اشاره کړې ده، چې ډېرى ارواپوهان پرې باورلري. الله جل جلا له فرمايي:
[وَ هَدينهُ النَّجْدَينْ](بلد، ١٠ اية).
ژباړه: آيا ما راه خير و شر (حق و باطل) را به او ننموديم.
هغه عوامل لکه د روزنې او ټولنيزې ودې پراختيا،همدارنګه يادونې او شخصي تجربې د دې سبب کېږي، چې سړى له خلکو سره دښېګړو ياهم تجاوز اوبريد له لارو خير او شر خپل کړي.
د سيالۍ انګېزه
دغه هغه رواني انګېزه ده، چې انسان يې له خپله چاپيرياله اخلي، او دمثبتې سيالۍ په پايله کې همدغه انسان دټولنې د ارزښتونو په رڼا کې د ودې او پرمختګ پوړيو ته رسوي. مثلاً په اقتصادي يا سياسي برخو کې له نورو سره سيالۍ له سمې لارې يوه ښه سيالۍ ده. قرآ ن کريم هم د الله جل جلا له په لاره کې پر پرهيزګارۍ کې او په نورو با ارزښته لاروکې د خپلې کورنۍ او ټولنې په وړاندې پر سيالۍ امر کړى دى.چې په عملي کولو يې هر مؤمن پر خوشالۍ جنت ته لاړ شي.
[فَاستَبِقواُ الْخيراتِ الي اللهِ مَرْجُعُکمْ جميعاً فينبکُمْ بَما کَنتمْ فيهِ تَخْتَلِفونَ](مايده، ٤٨اية).
ژباړه: نو په ښو کارونوکې له يو بله وړاندې شئ، د ټولو دالله جل جلاله په وړاندې ګرځېدنه ده، او د هغه څه په اړه چې تاسې مخالفت کوئ، شما را به جزاي آن آگاه خواهد ساخت.
د دينداري انګېزه:
دغه رواني انګېزه د انسان په فطرت کې اغښلې ده، ځکه چې هر انسان په خپل وجود کې پټ دهغه چا په لټه کې دى ، چې دى يې پيداکړى، نړۍ يې پيداکړې،او زړه يې غواړي چې دهماغه پرستش وکړي.[1] دغه لټه يې په فکر کې اچوي، او د هرې ستونزې او فشار په وخت کې هغه ته پنا وړي، او مرسته ترې غواړي.په نړۍ کې ټولې عبادتونه او د بېلابېل معبودونو(العياذباالله) شتون، اصلاً هماغه دينداري ده ،چې د بشر د نفس په ژورو کې يې رېښې غزولې دي.
دغه د د ينداري د فطري توب موضوع ته قرآن کريم داسې اشاره کړې ده:
[فَاَقِمْ وَ مهلکَ لِلْديّنَ حنيفاً فطرتَ الله الَّتي فَطَرَ النّاسَ عليها لا تبديلَ لِخَلْقِ الله ذلِکَ الدّينُ القيّمُ و لکنّ اکثرالناّسَ لايعلموَنَ](روم، ٣٠ اية).
ژباړه پس تو اي رسول (با هفده تن از پيروانت) مستقيم روي به جانب آيين پاک اسلام آور و پيوسته از طريق دين خدا که فطرت خلق را بر آن آفريده است پيروي کن که در خلقت خدا هيچ تغييري نبايد داد. اين است آيين استوار حق وليکن اکثر مردم از اين حقيقت آگاه نيستند.» (سوره روم، آيه 30)
په پورتني ايات شريف کې الله جل جلا له دغه ښوودلې ده چې د انسان په فطرت کې يې دغه استعداد ايښى دى،چې په واسطه يې خپل خالق درک او پر يووالي يې اعتراف وکړي.د انسان په فطرت کې د خداى پېژندنې او يو لمانځنې(يکتاپرستى) استعداد شته.د خداى پرخدايي اعتراف د انسان په فطرت کې رېښه لري، او له ازله يې د اروا په ژوروکې شته. خو په جسم کې د اروا ننوتل او په انساني ،دنيوي او ځمکنيوغوښتنوکې يې راګېرېدل د دې باعث شو، چې د انسان په فطرت کې د خداى پېژندنې، او يو لمانځنې استعداد په بې پروايي کې را ګيرېږي او له ځينو خو بېخې دغه مسله يو طرفه کېږي،او له ايماني دايرې وځي.
د ژوند په بېلابېلو برخوکې له ستونزو سره داسې مخامخ کېدل، چې بل هيڅ لوري ته مخ نه اوړي، او د خداى په نامه چيغې پورته کېږي، له انسان سره د دينداري د انګېزې په فعالولو کې مرسته کولاى شي.[2]
په داسې ځايو کې بيا انسان الله جل جلا له ته چيغې وهي، او د مرستې غوښتنه کوي.الله جل جلاله په دې اړه فمايي:
[قُلْ من يُنَجّيکُمْ مِنْ ظلمَتِ الّرِ و البَحرِ تَدْعونهُ تضرُّعاً و خفيةً لَئِنْ انجنامِنْ هذِهِ لنکوننَّ منِالّشکرين](انعام، ٦٣اية)
ژباړه:ورته ووايه اى پيغمبره! هغه څوک دى چې تاسې يې له تيارواو دبيابان او درياب له سختيو خلاصوي،چې تاسې يې په عجز او زارۍ دزړه له تله غواړئ، چې که چېرته هغه مو ږ له دې هلاکته خلاص کړي، نوموږ به يې شکر ويستونکي شو.
[1] الله جل جلاله هر انسان په فطري ايمان مؤمن پيداکړى، او همدغه فطري ايمان دى، چې په بشري نړۍ کې هرانسان ديو څه عبادت کوي، چې خپل معبود د ريښتيا پيداکړى(مسلمانان)، خو ځينې نور بيا په بله روان دي. مګر بياهم خپله د عپادت تنده، يا پربت،نفس،شهوت،غوايي...ماتوي.
[2] په اغلب ګومان، د هوسۍ مجلې په يوه ګڼه کې مې د رشاد بابا رحمه الله په اړه د چا په مقاله کې دهغه دخولې خبره ولوسته، چې رشاد بابا ويل: په روسيه کې مې زده کوونکو ډېر ټينګار کاوه، چې دهغوى دکوم منلي شخص زيارت ته ورسره لاړشم، يوه ورځ ورسره روان شوم، هغه زيارت په لوړو غرو کې وو، د يوه زده کوونکي مې پښه وښوېده، چيغه يې کړه: يا الله!!! ماته جالبه ښکاره شوه، يوه دوه واره يې بيا په نورو ځايو کې دغه غږ وکړ،وروسته مې مخ ور واړاوه،چې هلکه تاسې خو په خداى جل جلا له باور نه لرئ، نو ولې نارې ورته وهي، هغه راته وويل: استاده! باور وکړه! چې ټول پوهېږو، مګر هسې ضدنيولي يو.