کابل ـ افغانستان
25/ 12/ 2012
د وطن د ترقی ملی ګوند په پيښور کې د نشنل عوامی پارټی پر ضد هغه تروريستی بريد په کلکه سره غندي ، چې د ارواښاد بشيراحمد بلور او د هغه د سنګر د ملګرو د شهادت او ټپي کيدو لامل شو .
د وطن د ترقی ملی ګوند دارالانشاء د نشنل عوامی ګوند مشر ښاغلی اسفنديار ولی خان او ددې ګوند مشرتابه ډلې او همدا راز د ارواښاد بشير احمد بلور د درنې کورنۍ ټولو غړو ، په ځانګړي ډول د شهيد بلور ورور ښاغلی غلام احمد خان بلور ته د خپلې غمشريکۍ او تسليت مراتب وړاندې کوي .
مونږ ددې خونړۍ پېښې ټولو شهيدانو ته د لوی خدای له درباره مغفرت ، ټپيانو ته روغتيا او د هغوی د کورنيو پاته غړو ته جميل صبر غواړو .
د وطن د ترقی ملی ګوند دارالانشاء