د ژوند ادبي بهير يوشپېتمه ناسته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ځاى: ننګرهارپوهنتون، دناستوتالار.
ادبي درس: په ادبياتو د رقيب استعمال.
وخت: د لېندۍ دېرشمه.
دغه ناسته د قاري صاحب محمد اغا ساپي پر تلاوت پيل شوه، وياند رحمت الله جاهد، د تېرې ناستې د راپور له پاره الله محمد اتل مشواڼى  راوغوښت، پر راپور ګډونوالو بېلابېل نظرونه درلودل، چې ډېرى ملګرو وستايه، خو د راپور ليکنې په اړه يې ورته دمطالعې توصيه وکړه.

د دې ناستې د ادبي درس موضوع (په ادبياتو کې د رقيب کارونه) شامحمود عابد وړاندې کړه، چې په پايله کې يې د الله جل جلاله د دې نامه(رقيب) راوړنه د علماوو د اقوالو په رڼا کې مناسبه وبلله.
پرياده موضوع له پرېمانه بحث وروسته ازاده مشاعره وشوه چې لسګونو مينه والو پکې ګډون وکړ.دراتلونکې ناستې  له پاره کره کتنې ته مجيب الرحمن مخلص د لنډې کيسې راوړلو ژمنه وکړه.
ناسته پر دعا يه تمامه شوه.
دادمحمدناوک