ع. شريف زاد
نن سبا په انتر نټ کې د قيامت په نوم غوغارا پورته شوې هر ډول خبرې اترې لاندې باندې کيږي او له دې نه يوه لويه افسانه جوړه ده . په واقعييت کې دروغجن دې دروغ وايي خو عا قل دې قياس کوي. ډيره مهمه داده چې ددې نه بايد د شپانه او ليوه کيسه جوړه نه شي شپانه به هره ورځ نارې وهلې چې ليوه راعى خو کله به
ډيره محدوده ساحه کې نه شي درک کولاي او د انسان له توان اوچت کاردې ځکه د هر حکمت پيږندنه يوې لويي بشپړي ليدنې او کتنې ته اړه لري له بلي خوا که چيرې دغه معتقدان که بنګله ديش، هندوستان، برما، او د نړۍ په هغو سيمو کې چې جګړې روانې دي ليدلې واي نود نړۍ د ختميدو فتوا به يي لا ډير ه پخوا ورکړې واي.
په انسانانو کې نفسانې حرص دومره اوچت دې چې له نفي نه يي نفې ته باسي نو څه ډول او په کومه اندازه به د الله حکمت وپيږني. وايي سترګې که بينا وي هره ورځ ، ورځ د محشر ده! تاسې وګوري چې د نړۍ په سطح هر ورځ څه تيريږي او کوم خلک دغه له قيامته بتر حالت ويني.پخوا به يو هيواد بل هيواد نه پيژاند، خلکو مينځ کې دومره شخړې چې نن دي کمې وي . يو چا د بل په کار کې لاس وهنې نه درلودې د هر هيواد مدني ، اجتماعي، سيا سي ژوند تګلاررى روښانه وه. خبره داده چې کله طوفان راوالوزي او د باد او باران چټکتيا دومره وي چې سړى فکر کوى ونه به له بيخه وباسي، خو بيا هم په همغه ونه کې د يوې مرغ�
� لپاره د سکون ځاى پيدا کيږي او په پوره امن کې د خداى په مرسته ژوند کوي. دا خلک د ما يا او يا په هر نوم چې ځان ياد وي دوى نه خپله لاره ورکه ده ، ددوي قلمرو يو سيانسي ، علمي منطقي اساس نه لري هسې خوب او خيال دې او خلکو ته ډير بې وخته ډارونکې افسانوي وړاندې کوي چې مثال يي هغه فلم ته پاتې کيږي چې په 1985کال نندارې ته وړاندې شو او يا هغې اوازې ته چې په کابل کې په ناڅا په ډول خپره شوه
په درناوي